د عکسونو البوم: مصر کې کشف شوې ۳ زره کلنې مومیاګانې

په مصر کې نوي ډبرین او لرګین مومیا شوي تابوتونه کشف شوي چې عمر یې شاوخوا درې زره کاله اټکل شوی.

مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د مصر د لرغونپونې وزارت له هغو ۱۶ قبرونو پرده پورته کړې چې عمر یې کابو درې زره کاله پخوا اټکل شوی. په دې کشف شویو کې ۲۰ ډبرین او لرګین تابوتونه هم شته، چې یو پکې د دوی په ګومان د اسمان د خدای "حورس" دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د اسمان د خدای "حورس" لرګین تابوت، د هغه د زامنو ایزیس او اوزیریس تابوتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له جیري ډبرې جوړ تابت، په دې قبرونو کې ۲۰ ډبرین تابوتونه هم موندل شوي. پر ځینو تابوتونو هیروګلیفي نقشونه کښل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ځینې جنازوي کوچني تمثالونه چې زرغون او اسماني رنګونه لري، له دوی سره ۷۰۰ تاویزونه هم شته چې له خالصو سرو زرو جوړ شوي، یو پکې د ښکرور کوبرا مار بڼه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په موندل شویو تابوتونو کې ځینې ډبرین تابوتونه لرغونو مصریانو د مومیا شویو مړیو د نس او کولو ساتلو لپاره کارول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

یو مصری لرغونپوه ډبرین تابوت ګوري. وروستیو کلونو کې مصر کې ډېر کشفي کارونه وشول، چې ګڼ سیلانیان یې ورمات کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دا مومیا شوي کابو درې زره کاله عمر لري، چې د قاهرې سوېل کې د مصر المنیا ولایت په الغریفه سیمه کې کشف شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مصری لرغونپوهه د انسانانو موندل شوې کوپړۍ راوباسي. دا لرغونی کشف د مصر مدافن کې شوی چې د "جحوتي" خدایانو لویه هدیره وه. دوی هلته تر میلاد ۲۶۰۰ کاله مخکې اوسېدلي.