د مصر لینین ومړ

لينين الرملي د انځور حقوق Social media
Image caption لینین په خبریالۍ کې هم تجربه لري او د "احرار" مجلې اېډېټر پاتې شوی دی.

د مصر ټوکمار سینماګر لیکوال لینین الرملي د ۷۴ کلونو په عمر له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

لینین فتحي عبدالله فکري الرملي د ۱۹۴۵ کال د اګسټ ‌میاشتې پر ۱۸مه قاهره کې زیږېدلی او د سینمايي هنرونو عالي انستېتیوت کې یې لوړې زدکړې کړې دي.

الرملي پخپلو هنري کارونو کې په ټولنیزه او سیاسي کچه نیوکې کولې، چې تر ډېره به له ملنډو ډکې وې.

نوموړي او هنرمن محمد صبحي د مصر په معاصر تاریخ کې پر دوه ګونو شخصیتونو مشهور وو: لیکوال او ممثل،‌ همدا وو چې د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې یې د عربي نړۍ سینما کې پاموړ کارونه وکړل،‌ چې مشهورې ډرامې یې دا دي: ته ازاد یې، تخاریف،‌ اند، غبي نور درس خلاص شو.‌

د لینین الرملي نور هنريشاهکارونه دا دي: هر وګړي ته یو پېری،‌ پېښه او ترهګر.‌

الرملي د مصر ۲۰۱۱ کال د جنورۍ د پاڅون په اړه هم ادبي شاهکارونه لیکلي، چې "چې مرې وخانده" ډرامه یې د یادولو وړ ده.

نوموړي په دې ډرامه کې په مصر کې د پاڅون دوه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي.‌

لینین په خبریالۍ کې هم تجربه لري او د "احرار" مجلې اېډېټر پاتې شوی دی.

اړونده مطالب