تېره اوونۍ د انځورونو په ژبه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عراق په نجف ښار کې د نوي لومړي وزير پر وړاندې د احتجاجونو پر مهال يو احتجاجي د بري په نښه خپلې گوتې خوځوي.
د انځور حقوق AAREF WATAD
Image caption ترکیې سره پر پولې د ادلېب په شمال حارم ښار کې د سوريانو احتجاج
د انځور حقوق Stringer
Image caption يو سړى د چين وهان ښار کې پر يوې تشې لويې لارې تېرېږي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا سړى د چين بېجنگ ښار په يوه کرار او تش سوداګرييز واټ کې دى
د انځور حقوق Reuters
Image caption د کانګړرس ګډې ناستې ته د ولسمشر ټرمپ له کلنۍ وينا وروسته د استازو د جرګې مشرې ننسي پلوسي د ښاغلي ټرمپ د وينا پاڼې څيرې کړې
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکيې پېګاسوس هوايي ليکې يوه الوتکه د استانبول په صبيحه ګوکچن هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له څغاستليکې وښوېده او درې ټوټې شوه. پېښه کې درې تنه ووژل شول او ١٥٠ نور وژوبلېدل.
د انځور حقوق Reuters
Image caption دا روبوټ عربي اماراتو کې د شارجې د ننداريزو هنرونو په اکاډمۍ کې د موسيقۍ ارکستر ته لارښوونه کوي
د انځور حقوق AFP
Image caption د کوالالمپور په هوايي ډګر کې يوه سپرلۍ د بدن تودوخې مالومولو د وسيلې په مټ د کورونا ويروس نښې مالوموي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption وهان کې د کورونا په ويروس د اخته ناروغانو درملنې لپاره جوړ شوى نوى روغتون
د انځور حقوق Reuters
Image caption سويلي کوريا کې د کورونا د ويروس له ويرې سره سره د زرګونو جوړو ډله ييز واده
د انځور حقوق AFP
Image caption نيويارک کې د سپيو د موډلنګ ننداره
د انځور حقوق EPA
Image caption د ناسا ستورمزلې کريستينا کوچ په نړيوال فضايي تمځي کې له ٣٢٨ ورځو وروسته تېره اوونۍ بېرته راستنه شوه. دا د يوې ښځې له لوري ترسره شوى تر ټولو اوږد فضايي يون دى.
د انځور حقوق PA Media
Image caption د يورکشاير د وحشي ژويو پارک ته تازه راوستل شوى قطبي اېږ