د لانجمنو موږکانو انځور غوره جایزه وګټله

د انځور حقوق Sam Rowley/WPY
Image caption سام راولي د دغه انځور اخیستو لپاره د لندن مېترو کې یوه اونۍ تېره کړه

د لندن مېترو ته چې هرڅوک ورغلي، دا کوچني تور موږکان پېژني، چې د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه له یو بل سره لاس او ګرېوان وي.

عکاس سام راولي تر ځمکې لاندې د حیواناتو عکاسي کوي، مېترو کې یې یوه اونۍ تېره کړه چې ددغو موږکانو انځور واخلي.

یوه شپه یې د هغو دوو موږکانو انځور واخیست، چې د یوه مسافر له لاسه د لوېدلو خوړو پرسر له یو بل سره په شخړه بوخت وو.

د نوموړي دغه انځور ډېرو خلکو خوښ کړی، همدا وو چې د سږ کال د وحشي ژوو د انځورګر غوره جایزه یې ګټلې ده.

کابو ۲۸ زره کسانو د سام دغه انځور ته رایه ورکړه او دا یې غوره انځور وباله.

Mother jaguar and her cub د انځور حقوق Michel Zoghzoghi/WPY
Image caption پړانګه او بچی یې یو لوی مار کشوي

سام د لندن مېترو کې د شپې تر ناوخته پاتې شوی چې یو ښکلی انځور واخلي، خو دا ځل بخت ملګرتیا ورسره وکړه.

یو موږک په یوازې ځان د خوړو په لټه کې و، د یوه مسافر له لاسه لوېدلي خواړه یې وموندل، څو ثانیې وروسته بل موږک پرې راورسېد او د دواړو پرې لانجه شوه.

د (ځنګلي انسان) ډوله بیزو انځور، چې عکاس ارون کیکوسکي اخیستی د انځور حقوق Aaron Gekoski/WPY
Image caption د (ځنګلي انسان) ډوله بیزو انځور، چې عکاس ارون کیکوسکي اخیستی

سام وايي، په عصري ژوند کې د وحشي ژوو له عکاسۍ سره یې ډېره مینه ده او باوري دی چې خلک هم له حیواناتو سره مینه لري.

د خلکو غوره شویو انځورونو په باب د "لومېکس" نظرپوښتنې څلور نور انځورونه هم غوره وبلل شول.

د شمالي قطب سپینو کوچنیو حیواناتو دا انځور فرانسیس دي اندریه اخیستی د انځور حقوق Francis De Andres/WPY
Image caption د شمالي قطب سپینو کوچنیو حیواناتو دا انځور فرانسیس دي اندریه اخیستی

یو انځور پکې د بیزو (ځنګلي انسان) دی، چې ارون جیګوسکي اخیستی.

دویم انځور د یوې پړانګې او د هغې د بچي دی چې یو لوی مار کشوي، د انځور میشل زګزوګي اخیستی.

د یو ښکره حیوان دا انځور مارټڼ بوزورا اخیستی. د انځور حقوق Martin Buzora/WPY
Image caption د یو ښکره حیوان دا انځور مارټڼ بوزورا اخیستی.

درېیم انځور د یوه ملي طبیعي پارک دی، چې د پارک ساتونکی یو ښکری کوچنی تور حیوان ساتي، دا انځور مارټن بوزورا اخیستی.

څلورم انځور په شمالي قطب کې د سپینو رینډیر حیواناتو دی، چې پر واوره پراته دي، دا انځور فرانسیس دي اندریه اخیستی.

.