د جوزجان طلا تپې د ویجاړېدو ګواښ

د جوزجان طلا تپې د ویجاړېدو ګواښ

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د طلا تپې تاریخي سیمه چې لرغون پېژندونکو په ۱۳۵۷ لمریز کال کې هلته د باختر خزانه کشف کړه، اوس له ویجاړېدو سره مخ ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست ویلي چې دوی د دغې سیمې او نورو تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره په ولایتي کچه انساني سرچینې نه لري.

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کتلور مشر احمد حسین احمدپور بي بي سي ته وویل، د طلا تپې شاوخوا سیمې غصب او طبعي پېښې د باختر خزانې اصلي ځای ګواښي.

طلا تپه د افغانستان له مهمو تاریخي سیمو ده چې تر اوسه د نړیوال کلتوري میراث په توګه نه ده ثبت شوې خو ارزښتناک ملی کلتوري میراث په توګه ثبت شوې ده.