پېژندل شوی افغان سندرغاړی اکبر نیکزاد په جرمني کې وفات شو

اکبر نیکزاد

د عکس سرچینه، TheMusicRoom

د افغان موسیقۍ پېژندل شوی سندرغاړی اکبر نیکزاد په ۵۵ کلنۍ په جرمني کې وفات شو.

نن پر خواله رسنۍ د ښاغلي نیکزاد د مړینې خبر د هغه د دوستانو او مینه والو له خوا خپاره شوي ول او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم رسنیو ته دا خبره تایید کړ.

ښاغلي نیکزاد ته نژدې کسانو ویلي د کوروناویروس له کبله مړ شوی دی.

له ښاغلي نیکزاد دوه اولادونه پاتې دي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د تسلیت په خپل پیغام کې د اکبر نیکزاد مړینه "ضایعه" بللې ویلي یې دي د هېواد موسیقي ته یې ډېر خدمت کړی.

ښاغلي نیکزاد نژدې ۲۷ کاله وړاندې په کابل کې د جهادي ګوندونو ترمنځ د کورنۍ جګړې پر مهال افغانستان پرېښود او جرمني ته کډوال شو.

اکبر نیکزاد پر لمریز ۱۳۴۵ کال په کابل کې وزېږېد او لومړنۍ زدکړې او پوهنتون یې هم په کابل کې سرته ورسول. ده چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوسته ورسره یې د موسیقۍ په ډګر کې هم هنري فعالیت کاوه.

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح،

اکبر نیکزاد په نوې ځوانۍ کې موسیقي پیل کړې وه.

د ښاغلي نیکزاد سندرې په ۱۳۶۰ او ۱۳۷۰ لسیزو کې په ملي راډیو ټلویزیون کې ثبت او خپرې شوي. د ښاغلي نیکزاد تر ټولو مشهورې سندرې د ملي راډیو ټلویزیون په تفریحي او ادبي خپرونو کې ویل شوي.

د میرزا عبدالقادر بیدل شعر په سندره کې چې وايي "می پرست ایجادم نشه ی ازل دارم- همچو دانه ی انګور شیشه در بغل دارم "ښاغلی نیکزاد تر خپل نسل هم را دېخوا، پر اوسني ځوان نسل وپېژانده چې ځینې نوي سندرغاړي یې بیا بیا وايي.

بله تر نورو مشهوره سندره یې ده "لطف یار جان شده کم . "

ښاغلي نیکزاد له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي ول چې هیله لري افغانستان کې امنیت راشي او هېواد ته ستون شي چې د خپلو خلکو په منیځ کې موسیقي وکړي.

ښاغلي نیکزاد ویل چې په ځوانۍ کې یې د صادق فطرت ناشناس سبک تعقیباوه خو وروسته یې خپل ځانګړی سبک غوره کړ.