د شاه رخ خان نوی فلم 'پټان' او له ژور خفګان سره د عامر خان د لور مبارزه

  • نصرت جهان
  • بي بي سي لندن
شاه رخ

د عکس سرچینه، Anthony Harvey

د بالیووډ مشهور فلمي ستوری شاه رخ خان د 'پټان ' په نامه خپل نوی فلم ثبتوي او ویل کېږي، د فلم ثبت بهیر کې نوموړي له خپلو مینه والو سره د خواله رسنۍ ټویټر له لارې خواله هم روان ساتلی.

د همدې خواله لړ کې د نوموړي یوه مینه وال ترې وپوښتل چې د 'جب هاري میټ سجل ' فلم دویمه برخه به کله چمتو کوي؟ شاه رخ د طنز په ژبه ځواب ورکړی، چې ''خدایزده ولې خلک د ناکام فلمونو بلې برخې په هکله پوښتنې کوي. ''

یوه بل مینه وال له شاه رخ خان وپوښتل چې ''خلک وايي، کبرجن یې، دا رښتیا ده؟ ''

ښاه رخ په ځواب کې ورته لیکلي:

''نه یره! زه ډېر ستر یم، غرور نه لرم. ''

له 'زیره ' فلم وروسته د شاه رخ خان د فلمونو لړۍ نژدې په ټپه ولاړه وه او دوه کاله وروسته په پټان نومي فلم کې تمثیل کوي.

په دې فلم کې له نوموړي سره دیپیکا پاډوکون او جان ابراهام هم تمثیل کوي او تمه کېږي چې د ۲۰۲۲ کال تر لومړیو پورې به نندارې ته وړاندې شي.

له ژور خفګان سره د ارا خان مبارزه

د عکس سرچینه، STR/AFP via Getty Images

د عکس تشریح،

ارا خان پر خواله رسنیو د خپلې ذهني روغتیا په هکله غږیږي

بل لور ته د هند فلمي نړۍ یوه بل مشهور ستوري عامر خان لور ارا خان وايي، په ژور خفګان اخته ده او له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي.

ارا خان د خواله رسنۍ انسټاګرام په یوه پیغام کې وايي:

''ژور خفګان بېلا بېلې بڼې غوره کوي او کله چې مې ذهن کې ډېر څه یو ځای شي، ماتوي مې او هوډ بایلم. ''

د یادونې ده چې ډاکترانو څلور کاله مخکې د ارا خان ژور خفګان تشخیص کړی دی.

نوموړي په ویډیويي کلیپونو کې د ژور خفګان په هکله نه یوازې غږیږي، بلکې د دې ناروغۍ سره د مقابلې په هکله خپلې تجربې هم له نورو سره شریکوي.

ارا خان په دې ویډیويي کلیپونو کې د خپل ژوند انډول ساتلو په هکله خبرې کوي.

نوموړې وايي، له ډېر کوښښ وروسته یې د ذهن یوه برخه نه مني، چې ګواکې هر څه عادي دي.

د عکس سرچینه، The India Today Group

د عکس تشریح،

ارا خان وايي، له مخدراتو ځان ساتي

ارا خان وايي، نشه نه کوي، نه ځان ته زیان رسوي، بلکې د خفګان پر مهال له نورو سره خبرې نه کوي، د زړه خبرې په زړه کې ساتي او له کبله یې پر ذهن فشار ډېرېږي، چې بیا یې په سمبالښت کې پاتې راځي.

د دې ناروغ‍‍ۍ په هکله د دیپیکا پاډوکون په ګډون یو شمېر مشهورو کسانو خپلې تجریې له نورو سره شریکې کړې دي.

ژور خفګان داسې ناروغي بلل کېږي، چې معمولاً یې خلک جدي نه بولي، خو ماهرین وايي په هکله یې عامه پوهاوی خورا مهم دی، ځکه ژور خفګان یوازې اندېښنه نه ده، بلکې واقعیت دی او کېدای شي خطرناکې پایلې ولري.