د فرعوني پاچایانو او ملکو مومیاګانې د قاهرې په واټونو کې

د فرعوني پاچایانو او ملکو مومیاګانې د قاهرې په واټونو کې

د مصر پلازمېنه قاهره کې ګڼ شمېر کسان د دې لپاره واټونو ته وتلي وو چې د دغه ښار له منځه د مصر د لرغونو واکمنانو د مومیایانو لېږد له نژدې وګوري.

په دې پرتمینه څو میلیون ډالري ننداره کې د مصر د اتلسو لرغونو (فرعوني) واکمنانو او څلورو ملکو ۲۲ مومیايي شوي تابوتونه د مصر له نوي شفتالو رنګه کلاسیک موزیم څخه ۵ کیلو متره د قاهرې سوېل کې خپل نوي تمځای ته ولېږدول شول.