د نړۍ جالب خبري انځورونه

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو هغه جالب عکسونه چې تېره اوونۍ پر همدې موضاعاتو خبرونه ول.

د لندن تېمز سیند سره هغه کورنۍ د خپلو غړو په یاد یو زړه رسموي چې د کوروناویروس له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.

د عکس سرچینه، Toby Melville / Reuters

د عکس تشریح،

د لندن تېمز سیند سره هغه کورنۍ د خپلو غړو په یاد یو زړه رسموي چې د کوروناویروس له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.

د عکس سرچینه، Suez Canal Authority / Handout via Reuters

د عکس تشریح،

د مصر سویس کانال کې بنده پاتې شوې ایورګېون بېړۍ چې نژدې یوه اوونۍ یې د نړۍ یوه له تر ټولو بوخته سمندري سوداګریزه لار د تخنیکي ستونزو له امله تړلې وه.

د عکس سرچینه، Sophia Groves / Getty Images

د عکس تشریح،

په آیسلنډ کې رېکیاوېک کې خلک د اورشیندي غره نندارې ته ولاړ دي چې د مارچ پر ۱۹ پیل شو.

د عکس سرچینه، Xavier Galiana / AFP

د عکس تشریح،

د هند په جایپور کې د هولي رنګین مراسم.

د عکس سرچینه، Christopher Furlong / Getty Images

د عکس تشریح،

د برتانیا مانچستر کې او نورو ښارونو کې د پولیسو او جرمونو په تړاو د نوي قانون پر ضد مظاهره چیان څو ورځې پر سړکونو ګرځېدل.

د عکس سرچینه، Karamallah Daher / Reuters

د عکس تشریح،

د لبنان په قلایا سیمه کې د کلیسا یو کشیش د پېک اپ موټر باډۍ کې ولاړ دی او ماشوماو ته ګُلان ورکوي.

د عکس سرچینه، Yasuyoshi Chiba / AFP

د عکس تشریح،

د کینیا نایروبي ښار کې خلک وړاندې تر دې چې ګرځبندیز ولګېږي بس ته په تمه دي. د کوروناویروس خپرېدو د مخنیوي له پاره کلکو بندیزونو په دغه هېواد کې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د عکس سرچینه، Yui Mok / PA Media

د عکس تشریح،

د لندن جنوب لوېدیځ کې یوه مور او لور کیو-بڼ کې د مارچ په میاشت کې د یوې بلې تودې ورځې خوند اخلي.

د عکس سرچینه، Soe Zeya / Reuters

د عکس تشریح،

د ټایلنډ چیانګ مې کې یو پړانګ په اوبو کې لوبې کوي.

د ټولو انځورونو د کاپي حق خوندي دی.