لوړې زده کړې کام: په څېړنیز ډګر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه

د انځور حقوق .
Image caption کله چې د ساینس او په ځانګړې توګه د فزیک په برخه کې د ښځینه ساینسپوهانو په اړه فکر کوو نو لومړی نوم چې زموږ ذهن ته راځي د ماري کیوري ده.

پورتنی انځور په ۱۹۲۷ کې د نامتو فزیکپوهانو یوې غونډې څخه وروسته اخیستل شوی، په دې انځور کې د ۲۹ کسانو له ډلې یوازې یوه مېرمن ده، دا انځور په ډاګه څرګندوي چې د ساینسي څېړنو او ژورو ساینسي نظریو په پیل کې لا د مېرمنو شتون په ساینس کې څومره بې ارزښته او له پامه غورځول شوی وو.

په ټوله کې د علومو او په تېره بیا طبیعي علومو کې نژدې ټولې لومړنۍ نظریې د نارینه وو لخوا ورکړل شوې، تر هغه پورې چې نړۍ په دې باور وه چې مېرمنې ناتوانه او د ناقص فکر لرونکې دي، نړیواله ساینسي کورنۍ د مېرمنو له نه شتون څخه ځورېده.

دا حالت تر هغو دوام وکړ چې فکري او صنعتي انقلابونه رامنځ ته شول، مېرمنو ته په ټولنه او په تېره بیا ساینسي څېړنو کې ونډه ورکړل شوه.

افغان ښونکی د نړۍ د "لسوغوره ښونکو" په کتار کې

لوړې زده کړې: بورسونو ته کله غوښتنلیک ورکول مناسب دي

کله چې د ساینس او په ځانګړې توګه د فزیک په برخه کې د ښځینه ساینسپوهانو په اړه فکر کوو، نو لومړی نوم چې زموږ ذهن ته راځي د ماري کیوري ده.

ماري کیوري په یوه نارینه سالاره لابراتوار کې ښځې ته ساینسي او څېړنیز موقف او پرستیژ ورکړ، په لوېدیځ کې د ماري دغه دود ماتول نورې مېرمنې هم دېته وهڅولې چې د ساینس ډېوه تر دې دمه د ښځو په لاس همداسې بله وساتي.

ماري له یوې ډېرې بېوزلې کورنۍ څخه راغلې وه، خو د هغې د ژوند ملګري فزیکپوه پیري کیوري او کورنۍ یې تل دا دې ته هڅوله چې سبق ووايي، همداراز په ریاضیاتو کې نوم وتې جرمنۍ ساینسپوه ایمي نوييدر هم د ماري حالت ته ورته حالت تر څنګ په یوه نارینه سالاره ټولنه او آن ټولګي کې د ماري په شان وځلېده.

دا په دې مانا چې که شرایط هرڅومره ناوړه وي خو د یوې مېرمنې هوډ که کلک او نه ماتېدونکی وو نو له هدف څخه نه را ګرځېدونکې ده.

د منځنیو پېړیو اورپا په څېر د افغانستان غوندې دودیزو ټولنو په ساینسي کورنیو کې لا اوس هم ښځو ته په ټیټه سترګه کتل کېږي، په وړتیاوو یې سترګې پټې او د لابراتوار په سپینه چپنه کي یې نارینه سالاره چاپیریال ته وجود بربنډ ښکاري.

لوړې زده کړې: له اوږده ځنډ وروسته بېرته څنګه لوړو زدکړو ته مخه کړو؟

موږ دلته هڅه کړې چې د افغانستان په ساینسي کورنۍ کې د ښځو کم رنګه او یا هم په نشت حساب شتون بېلابېلې بخۍ په لنډ ډول راوسپړو.

"د فرهاد غره پرې کول"!

لومړی خو په افغاني ټولنه کې د مېرمنو زده کړې بیا تر پوهنتون پورې رسېدل او له هغه څخه په کدر کې فارغېدل د "فرهاد غره پرېکولو" په اندازه سخت دی، یوه مېرمن باید له اول سره له ساینس سره د شرینې او فرهاد په څېر د مینې تړا ولري تر څو د ټولنې لخوا جوړو شویو دودیزو ستونزو څخه بریالۍ را ووځي بیا چې له دې بریالۍ را ووتله او ساینسي چاپیریال ته ننوتله بیا یوه پنډه نورې ستونزې غېږه ورکړي.

۱۰۰ ښځې: ازاده جرګه

د ساینسي څېړنو لپاره ژور فکر او د ژور فکر لپاره فکري ارامښت تر ټولو اړین کار دی، له بده مرغه په ساینسي او څېړنیز ډګر کې فعالې افغان مېرمنې باید د نورو مېرمنو په څېر هر وخت د خپل ژوند ملګري یا هم کورنۍ پیغام، تلیفون او یا هم ناببره ور غوښتلو ته چمتو وي او که دا کار ونه کړي نو تر شک لاندې راځي چې دا په خپله فکري تمرکز له منځه وړي.

کېدای شي دا مسله ډېرو لوستونکو ته بابیزه ښکاره شي خو دا درد هغه مېرمنه ښه درک کولای شي چې دې د یوې ساینسي موضوع په اړه له ساعتونو فکر او ورځو لوست وروسته د یوې جملې لیکلو ته تابیا نیولې وي او په همدې شېبه دېته مجبوره شي چې هرڅه پرېږدي او د کورنۍ غوښتنه پر ځای کړي.

د انځور حقوق .
Image caption د منځنیو پېړیو اورپا په څېر د افغانستان غوندې دودیزو ټولنو په ساینسي کورنیو کې لا اوس هم ښځو ته په ټیټه سترګه کتل کېږي،

کله کله څېړونکې په داسې څېړنځي کې کار کوي چې هلته له خپلې سپینې چپنې پرته د ګرځنده تیلیفون او بل هېڅ شي د لېږد اجازه نه لري، په داسې حال کې تیلیفون ته نه ځواب د دې لامل کېږي چې په دې باندې د کورنۍ لخوا شک وشي، تر پوښتنو لاندې راشي او ټول هغه څېړنیز کار او متمرکزه انرژي یې په اوبو لاهو، تیت او پرک شي چې ساعتونه یې په څېړنځای کې ورته تېر کړي.

ډېرې داسې مېرمنې موږ پېژنو چې له کلونو زیار وروسته په ټولنه کې په یوه علمي کدر باندې بدلې شوي خو د کورنیو دا ډول تکراري چلند دېته اړایستلې دي چې دنده پرېږدي، په کور کېني او علمي وړتیا یې د تل لپاره د کور تناره په اور کې وسوځي.

همداراز رسمي کاري وخت د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې دی او کله چې یوه څېړونکي دغه اته ساعته یا په مطالعې او یا هم په لابراتواري کار چې ټول د دماغ فعالیت ته اړتیا لري تېروي نو د ورځې په پای کې له ځایه د خوځښت انرژي لا نه ورته پاته کېږي خو د دې دغې ستړیا باندې ټوله کورنۍ سترګې پټوي او فکر کوي چې دا کار یې ټول یوازې د خپل شوق پوره کېدو په پار کړی.

نړۍ کې واکمنې ښځې

له دې وروسته د مېرمنې دویمه جبري دنده چې د کور سمبالښت، پخلی، پاکوالی او د ماشوم سمبالښت دی پېلېږي. که مېرمن او مېړه دواړه هم رسمي دندې ولري خو په کورنۍ کې د کورني کار تمه یواځې له مېرمنو څخه کېږي، دا چاره د مېرمنې فزیکي ستړیا دوه برابره کړي او‎د دې علمي کار ته کم یا له سره نه ارزښت دا د ناهیلیتوب کندې ته ور واچوي.

ښځه یا د کور ده یا د ګور

زموږ په ټولنو او دودیزو کورنیو له بده مرغه دا خبره ډېره مشهوره ده چې مېرمن دې له واده وروسته د زدکړو کار او وړتیاوو آزمیلو څخه لاس په سر شي او باید د اولاد غم وخوري ځکه ښځه یا د کور ده یا د ګور خو برعکس کله چې نارینه پلار شي نو هېڅوک دا نه وايي چې نارینه ته اوس د اولاد روزنې مسوولیت ور له غاړې شو، نو باید خپلې مېلې او مزې کمې کړي او له مېرمنې سره د کور او ماشوم پالنه وکړي.

نه، نارینه د ګور تر غاړې حق لري چې هر هغه څه وکړي چې دی یې غواړي. دا تفکر بل هغه فکټور دی چې یوه څېړونکي مېرمن د خپل کار کم یا نه ارزښت څه ناهیلې کوي.

دا په لنډو کې هغه عمومي ستونزې دي چې یوه افغان مېرمنه هم ورڅخه خلاصه نه ده، کېدای شي ځینې نورې تر دې ډېرې ناوړه ستونزې او دودونه وي چې د افغان مېرمنو غوړېدونکي علمي ځلا یې په تپه تیاره اړولې. موږ په ډېرو اسلامي هیوادونو کې لیدلي چې مېرمنې د څېړنو په ډګر کې تر نارینه ډېرې ښې ځلېدلي، د خپلو ټولو دینو شعائرو ساتلو تر څنګ یې په ساینسي ډګر کې د هېوادونو هویت برم ساتلی.

د تونس ښځې 'یوګام پرشا' اخلي

دا خبره به په یویشتمه پېړۍ کې ډېره بې منطقه وي چې په علمي ډګر او څېړنځای کې د مېرمنو کار د دیني شعائرو خلاف وګڼل شي، که داسې واي نو بیا له سعودي عربستان څخه نیولې بیا تر ترکیې، مالیزیا، اندونیزیا او نږدې نورو پنځوس اسلامي هېوادونو کې به یوه څېړونکې مېرمن هم نه وه.

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي څېړنځای

په ډاډ سره ویلا شو چې د نورو ډګرونو په څېر که موږ په علمي ډګر کې د مېرمنو کار او وړتیا ته په ټیټه نه کتلای، موږ په دودیز ډول د مېرمنو کار ته ټیټ ارزښت نه ورکولای، د مېرمنو د وزرونو پرې کولو پر ځای مو د هغو مات وزرونه ور پیوندولای نن به له پامیره تره موسی کلا، له تور غونډۍ تر تر تورخمه او له سپین بولدکه تر شیرخان بندره مونږ په سلګونو ماري کیوریانې لرې چې نړۍ ته به مو په ویاړ د خپل تاریخ، کلتور او ساینسي وړتیاوو ننداره ښوولای.

د انځور حقوق .
Image caption ډېرې داسې مېرمنې موږ پېژنو چې له کلونو زیار وروسته په ټولنه کې په یوه علمي کدر باندې بدلې شوي خو د کورنیو دا ډول تکراري چلند دېته اړایستلې دي چې دنده پرېږدي، په کور کېني او علمي وړتیا یې د تل لپاره د کور تناره په اور کې وسوځي.

زموږ خویندې، مېرمنې او میندې به کورنۍ ته د اولاد په راوړلو نه مړې کېدلای، موږ به خپله په ماشوم ناروغه مېرمن په ټیټو سترګو لاس نیولې د تورخم یا اسلام کلا په دروازه نه ور ننیستلای.

په دې هیله چې موږ د ټولنې بشپړ پوټانشیل نه کاروونې تشې ډکولو ته کار ووايو، د مېرمنو انزوا نوره په خوب بدله او دا خبره غطه ثابته کړو چې "مېرمن یا د کور ده یا د ګور".

ورته مطالب