پر ادبياتو د ټولنيزو رسنيو منفي او مثبت اغېز

ټولنیزې رسنۍ د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم ټولنیزې رسنۍ شاید ښه موضوع لیکلو ته راکړي، خو ډېر کله مو د یوې ښې لیکنې تلوسه هم په اوبو لاهو کوي.

ما چې په ۲۰۱۴ کې فېسبوک جوړ کړ هر ماښام به مې یوه کیسه یا شعر ټاکه چې سبا به یې خپروم. یو نیم وخت به داسې راغی چې د سبا لپاره به څه نه و. بیا مې یا هڅه کوله ويې لیکم، یا دا چې زړې کتابچې به مې کتلې چې د کار خبره په کې پیدا کړم.

د فېسبوک کارولو یو ډول مسوولیت را له غاړې کړی و، چې باید لیکل وکړم. خو عیب یې دا و چې اړه وم ژر، ژر او ډېر لیکل وکړم.

څوک چې ډېر غږېږي نسبتا تکرار خبرې کوي او همدا ژر، ژر لیکل شاید وخت در نه کړي، چې په لیکنه بیا بیا فکر وشي.

بلکې باید ژر خپره شي.

خوږې شېرزاد هم راته ویل "چې فیسبوک مې بند کړم، شاعري هم ورسره ولاړه شي."

یو دلیل یې شاید دا وي چې ټولنیزو رسنیو کې لیکلو ته سوژه موندل کېدای شي. هلته هر څوک یوه خبره ویلو ته لري، یو کمال دا وي چې یوازې لیکل نه وي.

ویډیو او انځورونه هم پرېمانه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه ملګرې مې ده سل مخه کتاب شاید دریو ساعتونو کې ولولي خو په فېسبوک کې یې لږ اوږدې لیکنې ته له پښو ساه وتلې وي

اجمل پسرلي راته ویلي چې یو وار یې د کیسه لیکوال فاروق سرور یو انځور ولید. دی د یوې زړې کوټې څنګ ته ناست و.

اجمل باندې دې انځور کیسه لیکلې وه.

زه چې په کور یم نو بیا ټولنیزې رسنۍ ډېرې ګورم چې لیکلو ته څه په کې پیدا کړم.

عموما کالم لیکلو ته موضوع راکوي.

ماشومان او ځینې ټولنیز ارزښتونه

په څېړنیز ډګر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه

خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

انسټګرام کې مې ډېر داسې انځورونه لیدلي چې د شعر لپاره مې یې تخیل پارولی دی.

کله چې په انسټګرام کې ښه انځور یا وړه ویډیو وینم ورته تمېږم او دا هغومره خوند راکوي لکه ښه لیکنه یا کتاب چې مې لوستی وي.

د لوستونکو چلند

یو بل دلیل چې ولې د خواله رسنیو فعالیت په لیکوالي ښه اغېز لري، د لوستونکو مستقیم چلند دی.

هغوی ډېر په اسانه په لیکنه غږېدلی شي. او دا غږېدل کله، کله لیکوونکو ته د لیکنې نېمګړتیا ور ښيي. او کله بیا د اناهیتا روهي خبره چې د دوی ستاینه او هڅونه زړه لا ژوندی کوي چې لیکل وکړي.

د لوستلو کلتور

ایمل پسرلی مې وپوښت چې ولې خپلې کیسې په ټولنیزو رسنیو نه خپروي؟

ویل اوږدې دي او فکر کوم خلک به یې ونه لولي.

خبره یې دقیقه ده.

یوه ملګرې مې ده سل مخه کتاب شاید دریو ساعتونو کې ولولي خو په فېسبوک کې یې لږ اوږدې لیکنې ته له پښو ساه وتلې وي.

راته یې ویل "که ډېره مهمه راښکاره نه شي نه يې لولم. " ټوېټر او انستګرام کې خو که له یوې جملې اوږدې شوې هم غمیږي.

همدا دلیل و چې لنډکي شعرونه او غزلونه خورا ډېر شول.

دوی لنډ و. لوستلو یې وخت نه اخیست. خو بیا هغومره سخت لیکل کېږي هم. دا چې یو څو کرښو کې ډېرې خبرې ونغښتل شي اسانه کار نه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټولنیزو شبکو یو ناوړه اغیز یې ممکن دا وي چې د ښې او دقیقې مطالعې وخت او حوصله داسې زبیښي لکه لمر چې په ګل پرخه وچوي.

لیکن دا چې خلکو ژر، ژر لوستل، لیکوونکي یې وهڅېدل او دومره یې ولیکل چې بیا یې له ځینو خپله هم لار ورکه کړې وه.

پخوا به د هغوی لیکنې چاپېدې چې نوم به یې درلود.

ګومان کوم سخته به وه چې هر څوک دې خپله خبره تر نورو ورسوي. خو دې رسنیو همدا مرسته هم کړې چې هر څوک لیکل کولی شي او هر څوک یې لوستلی هم شي.

د خپلو خبرو مسوولیت

خو یوه بله ستونزه چې زما په نظر ډېره جدي ده هغه دا ده چې دلته څوک د خبرو مسوولیت نه احساسوي.

کله چې څوک دا احساس وکړي چې د یوه توري، کلیمه او کرښه چې زما له ادرسه خپرېږي مسوولیت یې زما دی، ډاډه یم ډېر به غلي شي.

دا چې دوی د خپلې خبرې مسوولیت نه مني نو عموما داسې مسایل ترې لیکل کېږي چې یا ځان یا نورو ته تاوان رسوي.

که څه هم ټولنیزې رسنۍ شاید ښه موضوع لیکلو ته راکړي، خو ډېر کله مو د یوې ښې لیکنې تلوسه هم په اوبو لاهو کوي.

د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟

د ښځو پر ضد منفي ذهنیت کې د ولسي ادبیاتو ونډه

ولې خلک په ټوولنیزو رسنیو کې ښکنځل کوي؟

زه چې انسټګرام کې یو انځور خپروم یو نیم یاداښت ورسره ولیکم، دا یاداښت ډېر کله د شعر تنده راماته کړي.

اجمل پسرلي هم راته ویل چې یو نیم وخت مې کیسه ذهن کې وي، خو چې کله په ټولنیزو رسنیو کې یوه نیمه تبصره هم وکړم د کیسې موضوع مې رانه کډه وکړي.

د لیکوالانو نږدېوالی

خو د ټولنیزو رسنیو یوه ګټه دا هم ده چې لیکولان او شاعران یې سره نږدې کړي دي.

دوی په اسانی یو بل سره اړیکه لرلی شي.

څه وخت وړاندې د کرکتنې او ادبي مسایلو اړوند فېسبوک ګروپ جوړ شوی و. هلته به ډېر داسې بحثونه کېدل چې شاید د ادبیاتو د فاکولتې په یوه ټولګي کې هم ونه شي.

ښه والی یې دا هم و چې هر چا هر وخت خپله خبره کولى شوای. زه چې څومره ادبي غونډو ته تللې يم هلته مشخص خلک غږېږي یو خو په دې لحاظ چې مشران دي او د خبرو لومړیتوب لري، بل وخت نه وي چې هر څوک خبرې وکړي.

د دې موقع هم نه وي چې نظر باندې په بیا، بیا فکر وکړي چې پایلې ته ورسېږي.

خو دې ګروپ دا ټولې مسلې حل کړې وې.

کله چې بېلابېل خلک وغږیږي، او په ځانګړي ډول هغوی چې په کومه برخه کې نوي وي، حتما به یوه نه یوه نوې خبره هم لري نو دا ډول بحثونه ښې پایلې لرلی شي.

یو بل ناوړه اغیز یې ممکن دا وي چې د ښې او دقیقې مطالعې وخت او حوصله داسې زبیښي لکه لمر چې په ګل پرخه وچوي.

اناهیتا روهي راته ويل "ډېر کم داسې مسایل په فیسبوک لولم چې فکر کوم د ذهن چېنه به مې تازه وساتي. " همدارنګه ډېر موضوعات له یو بله شریک شوي وي، یانې په بیا بیا تکرار مخته راځي.

د میري فره لیني فوسیت امریکايي خبریالې په خبره هر څه مثبتې او منفي پایلې لري، او زما په نظر دا به په موږ پورې اړه لري چې د تلې کومه خوا درنه وساتو.

اړونده مطالب