یو اړخیز ارزښتونه

د انځور حقوق Getty Images

زموږ د ټولنې اکثره ښځې بېسوادې دي، زدکړې ښځې مو هم د نارینه ټولنې تر سیوري لاندې کار او ژوند کوي.

دغه وضعیت د تعلیم یافته ښځو په عملونو او قضاوتونو څه اغېزه کړې؟

موږ به هر کال په مکتب کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځله. دغه لمانځغونډه به د کال له ځانګړو پروګرامونو څخه وه. د ښځو د مقام او حقونو په اړه به مقالې او شعرونه لیکل کېدل او ویناوې به کېدې.

په دغو ویناوو کې هر کال دغه ډول جملې بیا بیا تکراریدې: دا ښځه ده چې میرویس او احمدشاه یې زېږولي.

ښځه مور ده، نجلۍ د پلار د کور ډیوه ده، او داسې نورې دغه شان جملې پر خواله رسنیو هم ډېرې لولو.

په دغو کلیشه یي جملو کې چې په ظاهره د ښځو په ګټه دي، د نارینه ټولنې سلطه لیدل کېږي او دغه سلطه د دې سبب کېږي چې ان زموږ تعلیم یافته ښځې هم د ښځو موضوع ته د نارینه و له لیدلوري وګوري.

مثلا: دا ښځه ده چې میرویس او احمدشاه یې زېږولي.

دغه جمله وایي: میرویس نیکه او احمدشاه بابا لوی خلک ول او د ښځې اهمیت په دې کې دی چې دغه مهم کسان یې زېږولي دي.

او یا: نجلۍ د پلار د کور ډیوه ده.

د دې جملې معنا دا ده چې پلار اصل او مهم دی او نجلۍ ځکه مهمه ده چې د دغه مهم نارینه د کور ډیوه ده.

د انځور حقوق Getty Images

په ډېرو هغو بحثونو کې چې د ښځو د حقوقو د دفاع په اړه کېږي، د مور د مقام موضوع حتمي یادېږي.

مور ځکه ډېره یادېږي چې افغان نارینه وو ته مور منل شوې ښځه ده. ان هغه نارینه چې له خپلو خویندو، لوڼو او مېرمنو سره تاوتریخوالی کوي، مور ورته ګرانه وي او احترا م یې کوي.

هغه مېرمن چې ملایانو ته د ښځو حقونه ورښيي

ویډیو - طالبان وايي د ښځو حقونه به خوندي وي-

-د سولې خبرو کې بايد د ښځو حقونه قرباني نه شي-

حال دا چې بشري حقونه یوازې مېندو ته نه بلکې ټولو انسانانو ته دي. بشري حقونه دا نه وایي چې پلانی یا پلانۍ له دې چې پلار دی، مور ده، نیکه دی، ماما دی، عالم دی، غریب دی، شتمن دی...نو حقداره دی، بلکې وایي چې هر انسان ځکه بشري حقونه لري چې انسان دی.

یوه نجلۍ ښايي واده ونه کړي او یوه بله ښځه شاید هېڅکله د اولاد څښتنه نه شي.

ښځه ځکه مهمه ده چې ښځه ده نه د دې لپاره چې میرویس نیکه او احمدشاه بابا یې زېږولي.

زه یوه ښځه پېژنم چې په هند کې یې درس لوستی دی، په کابل کې شخصي کلینیک لري، ډاکتره ده او په ښار کې د ښه شهرت خاونده ده.

دا شپږ اولادونه لري ټول یې په شخصي مکتبونو کې شامل کړي او فیس یې دا پخپله ورکوي.

دغې ښځې پوره یو کال له خپلې لور سره چې په ۱۲ ټولګي کې وه پر دې بحث وکړ چې حقوق مه لوله طب ولوله.

دغې تعلیم یافته ښځې به خپلې لور ته ویل، که حقوق ولولې شاید له داسې سړي سره واده وکړې چې د کار اجازه در نکړي خو که طب ولولې سر و کار به دې له ښځو سره وي څوک به دې له کار سره مخالفت نه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

زه د مېندو په تشویشونو او عاطفې بحث نه کوم.

زه غواړم ووایم چې یوې تعلیم یافته، جهان دیده او په خپلو پښو ولاړې ښځې هم د خپلې لور راتلونکې ته د یو نا معلوم نارینه د سلیقې او قضاوت له عینکو کتل.

پاچا خان په (ارشادات و مکتوبات ) کې لیکې، زه تل دا هڅه کوم چې د ښځو له مغزو نه د کمترۍ احساس لرې کړم، په دوی کې دا احساس خود غرضو او ناپوهو سړو پیدا کړی دی.

په نارینه واکمنو ټولنو کې ښځې ځان دوېم جنس احساسوي، او دغه احساس د دې لامل ګرځي چې خپلې ګټې د نارینه وو له ګټو سره غوټه وبولي.

د نارینه ټولنو اساسي اصول د نارینه وو د برتري د اصل په اساس جوړېږي.

هېڅ ښځه به خپل زوی ته ونه وایي چې حقوق ځکه مه لوله چې شاید د راتلونکې مېرمنې به یې خوښ نه شي.

څه موده وړاندې په کابل کې له ملګرو سره هغه رستورانت ته تللې وم چې یوې افغانې ښځې جوړ کړی دی.

په دغه رستورانت کې ښځو هم کار کاوه.

د رستورانت په یو دیوال باندې د افغانستان د پادشاهانو او ولسمشرانو د مېرمنو عکسونه ځوړند ول.

په دغو عکسونو کې یو څو د داسې ښځو عکسونه ول چې تاریخ یې په دروند نوم یادوي او یادې به یې کړي،خو د اکثرو تر ټولو لوی کمال دا و چې د پادشاهانو او ولسمشرانو مېرمنې وې.

- افغان قضایي ادارې ښځو سره ناوړه چلند کوي-

''طالبانو سره ناسته کې مو له خپلو حقونو 'دفاع' وکړه''

د انځور حقوق Getty Images

په دغو عکسونو کې د یوې ښځې عکس په چادري کې و او مخ یې نه ښکارېده.

له ګارسونې مې وپوښتل دا نو څوک ده؟

ځواب یې راکړ، دا مو د ملا عمر د ښځې د عکس پر ځای بند کړی چې د هغه د حکومت د بد وخت یوه نخښه وي.

دغه رستورانت چې کومې ښځې جوړ کړی و، تعلیم یافته وه. دغه رستورانت یې هم د کامیابیو یوه بیلګه وه.

خو دا یوه ښځه یې ځکه بده ګڼله چې د دې په نظر مېړه یې بد و.

او یوه بله ځکه ورته مهمه ښکارېده چې د دې په نظر مېړه یې لوی سړی و.

په نارینه ټولنه کې د ښه او بد معیارونه د نارینه و د سلیقې په اساس جوړېږي.

او دغه معیارونه بیا د ټولنې په اصولو بدلېږي او ټوله ټولنه یې باید ومني.

یوه ورځ یوې ملګرې راته ویل چې یوه افغانه سندرغاړې یې ځکه بده اېسي چې اروپایي کالي اغوندي.

خو دغې ملګرې مې د یو افغان سندرغاړې کلېپ چې اروپایي نجلۍ په کې رقص کوي په ډېر شوق ګوري.

زما د ملګرې دغه قضاوت د کوم اخلاقي اصل پر بنسټ نه بلکې د ټولنې د هغو اصولو پر بنیاد و چې نارینه و جوړ کړي دي.

که د یو نفر اخلاقي اصول اروپایي جامې بدې ګڼي نو د نارینه په کلېپ کې یې هم باید بد وګڼي.

د ټولنې دغه باور چې نارینه تر ښځو بر دي، د ټولنو په ټولو وګړو کم یا زیاته اغېزه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

انسان ټولنیز موجود دی، که د ټولنې یو نا سم باور وهم نه مني، له اغېز یې ځان نه شي ژغورلی۰

که د یوې ټولنې اصول یوازې یو جنس ته په پام سره جوړېږي، په هغې ټولنې کې د عدالت سوال بې ځایه دی او هېڅ وخت پکې شاید تعادل او ثبات رانه شي.

پاچا خان په ( زما ژوند او جد وجهد) کتاب کې لیکي، ښځه او سړی د ګاډي دوه پایې دي، که یوه پنچر وي،نو ګاډی مخکې تلی نشي.

دغه غیرعادلانه حالت به تر هغو پورې په خپل قوت پاتې وي چې ښځې تعلیم یافته نه شي او د خپلې ټولنې د ارزښتونو په جوړولو کې برخه وانخلي.

د عکسونو البوم د فرخندې د وژل کېدو په یاد مراسم او څلی

د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب