کاکا ولې دې دا ووهله؟

که زراعت له کتابه را ځمکې ته شي موږ به نه یوازې دا چې یو څه ګلورین ښوونځي او رڼه هوا ولرو بلکې دوی به د کمینه خوی څښتانان هم شي د انځور حقوق Getty Images
Image caption که زراعت له کتابه را ځمکې ته شي موږ به نه یوازې دا چې یو څه ګلورین ښوونځي او رڼه هوا ولرو بلکې خلک به د کمینه خوی څښتانان هم شي.

ګاونډیان مو یوه زړه ښځه او یو بو‌ډا سړی دي. انګړ یې له رنګارنګ ګلانو ډک دی. خو زما به یې تل پام یوې ونۍ ته ور اوښت.

دغه ونه زموږ د کور له بامه هم جګه وه. ونې پلنې، پاڼې لرلې. څانګې یې یو خوا بل خوا داسې تللې وې چې ګرده یې ښکاروله.

پسرلي کې به یې چې وړې، وړې پاڼه وکړې لکه تازه رڼې اوبه، سترګې به یې ارامولې. په اوړي به ببره وه، د ډېرو الوتونکو پناه ځای وه. منی به رنګارنګ شوه، خو طلايي رنګ به یې له ډېرو پاڼو راګرځیدلې و.

ژمي کې به چې سپینه واوره د دې پر لغړو څانګو پرته وه سترګې به نه ترې اوښتې.

ډېر کله به مې له سپوږمۍ سره د دې د پاڼو تر منځ پټ پټونی کاوه.

خو پروسږ چې د ژمي لومړۍ ورځې وې مازدیګر بام ته وختلم. ونه نه وه.

لاندې مې د دوی کور ته وکتل.

ونه اره شوې وه.

د مرغیو د ځالې خلي یو خوا بل خوا پراته وو.

بوډا ګاونډي مې د ونې په تنه ناست و نورې څانګې یې اره کولې.

زړه کې مې خوږ شو. پرې غږ مې کړ:

ـ کاکا ولې دې دا ووهله؟

ده وخندل:

ـ ښه نو لورې څه مې پرې کول. ژمی خو به مې کوټه توده کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هېچا ذهن ته نه ورځي چې همدا بوټي او ونې څومره زموږ په فزیکي او روحي روغتیا ښه اغیز کوي.

دا پوښتنه چې په ونو، یا شنو بوټو څه کوو؟ ښايي زموږ ټولنه کې ډېر ورسره مخامخ شئ.

دلته که د ونې نوم واخیستل شي توده کوټه، یا المارۍ، ور، چت او نور داسې شیان مو لومړی ذهن ته راځي چې د استوګنې لپاره یې کاروو.

د ونو ارزښت

خو دا د هېچا ذهن ته نه ورځي چې همدا بوټي او ونې څومره زموږ په فزیکي او روحي روغتیا ښه اغیز کوي.

تېر کال زما سترګې خوږیدې. هند کې ډاکټرې راته وویل:

ـ زما تر درملو تاته شنه بوټي او ونې ډېره ګټه رسوي.

زه د دې مسلې پر طبي اړخ نه پوهیږم، خو چې هر څومره به مې ذهن ګډوډ و د ګاون‌ډي د کاله ونې ته به مې چې وکتل د ارامېدو احساس به مې کاوه. هلته به یوه مرغۍ کېناسته، بله به الوته. پاڼې به ورو، ورو باد ته نڅیدې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدو جهد کې لیکلي، چې پښتنو زراعت عیب ګڼلو. خو ما خپلو پټیو کې خپله کرنه پېل کړه

پاچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدو جهد کې لیکلي، چې پښتنو زراعت عیب ګڼلو. خو ما خپلو پټیو کې خپله کرنه پېل کړه، لومړیو کې ټول راته حیران وو، خو وروسته دوی خپله هم پیل کړه. دا خبره اوس هم عامه ده. زموږ ځوانان دا ننګ بولي چې خاورو ته دې ور نږدې شي. په ځانګړې ډول لوستي مو.

دوی چې ښه د ونو او بوټو له ارزښتونو خبر هم وي خو بیا به هم چې چیرته داسې کوم کار کېږي دوی د پښو پر څوکو هلته ځي.

* د ښځې کور کوم يو دی؟

* یو اړخیز ارزښتونه

* ۱۰۰ ښځې: غر هم د اوسېدو نه دی ښار هم دغسې دی

زموږ د ښوونځیو انګړونه لوی دي. په جریبونو ځمکه لري. حد اقل دوه یا درې خو به حتما وي.

خو که تاسې ور وګورئ وچ ډاګونه دي. کابل کې د حبیبې لیسه خورا لویه ده، خو مځکه یې سپیره ده.

همداسې غازي لیسه، د نادریې لیسه… در واخلئ. د هلکانو مکتبونه د زراعت په نوم یو مضمون هم لري. خو د دې مضمون او دومره لوی انګړ ګټه څه شوه؟

که د ښوونځیو په همدې ځمکو کې کر وشي او خپله زده کوونکي وهڅوي چې ویې پالي. دوی به عملا یو کسب زده کړي. زما د نیکه دې جنت ځای شي تل به یې راته ویل:

ـ لورې کمال زده کړه، د کندو شاته یې واچوه. یو وخت به دې په کار شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زموږ د ښوونځیو انګړونه لوی دي. په جریبونو ځمکه لري. حد اقل دوه یا درې خو به حتما وي

په نهم ټولګي کې وم. یوې ښوونکې مو ټول ټولګیوال وپوښتل چې څه شی یې ذهن اراموي. ما وویل چې کله لوڅې پښې په لانده چمن وګرځم. شاید هر زده کوونکي ته دا خبره جالبه او ګټور نه وي خو که په شنو بوټو یبلې پښې تګ د هر چا مازغه نه تسکینوي حد اقل هوا پاکوي او پاکه هوا طبعا زموږ پر ذهن ښه اغېز لري.

څه وخت وړاندې زما د دوو ملګرو د افغانانو په غریبي بحث و. دوی کې یو وویل:

ـ ځینې افغانان که یوازې په خپلو نیمايي ځمکو هم کر وکړي وږي به پاتې نه شي.

زموږ یوه خپل دوه درې کاله مخکې په دوه، درې متره پټي زعفران کرلي و. د دې له پلوره یې تر یو لکو افغانیو ګټلې وې.

یو بل بوډا ګاونډی مو و په کلي کې هغه الوګان کرل.

ماشومان او ځینې ټولنیز ارزښتونه

د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟

خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

دوی به اوړي کې یو نیم وخت د الوګانو ګلان پخول او ژمي ته به یې هم ځانته د وړیا کچالو زیرمه لرله هم به یې دومره وپلورل چې بل د اړتیا وړ شی پرې را ونیسي.

یو بل خپل مو یوازې د یوه واړه باغ له مڼو سږ درې نیم لکه افغانۍ ګټلې وې.

خو که دغه کمال 'کرنه ' زموږ په ځوان نسل کې ننګ ونه بلل شي، تر دې ډېرې ګټې ترې کولی شو.

زموږ مکتیبان بیا چارۍ او کولنګ ته لاس ور وړل د ځان سپکاوی بولي.

که لوی، واړه د دې شیانو په ارزښت پوه شي بیا که د کونړ یا بل ولایت د ځنګلونو په پلورلو میلیونران کېږو هم شاید وې نه پلورو. ځکه روغتیا تر هرڅه ارزښتمنه ده.

که ژوند او صحت نه وي، پیسې او نور شیان بې مانا کیږي. عیب همدا دی چې دلته څوک نه پوهیږي.

چې دا وړې پاڼې مو ژوند ژغورلی شي، عمر مو اوږدولی شي، د سترګو دید مو ښه کولی شي او بالاخره ستړی روح او زړه مو خوښ ساتلی شي.

د همدې مکتبونو مخته د ګندنې او کچالو پېرکي، چپس، نخود او نور خواړه پلورل کېږي خو نه هغومره صحي دي‌ او نه دومره ارزانه چې هر زده کوونکی دې واخلي.

زما کوچني ورور تېر کال څو وارې دا پېرکي خوړلي و چې د نس له خوږو به ځورېده.

خو که دوی خپله دا کښت وکړي‌ او ویې پالي‌ هم به یې خوراک سوتره شي هم به یې بیه راښکته شي.

د انځور حقوق Getty Images

ورو، ورو ممکن دا په یو دود بدل شي او همدا زده کوونکي دا کښت په خپلو کورنو کې هم وکړي چې د کورنیو له اقصادي‌ حالت سره به هم مرسته وي.

که مدني ټولنې همداسې یو کمپاین پېل کړي، ښوونځیو ته ورشي هلته دا خبره شریکه کړي.

بیا یو څو بوټي وکري او حداقل دوو دریو میاشتو کې یو وار یې د ښاروالۍ په مرسته څارنه وکړي. بیا به وروسته زده کوونکي او ښوونکي ښايي خپله پام پرې کوي.

همدارنګه رسنۍ کولی شي د نباتاتو د ګټو په اړه ځینې بحثونه وکړي. زما یوه ښوونکې وه هغې به راته ویل چې څومره خاورې په لاسونو کې اخلې هغومره به دې بې ځایه غرور او خودخواهي کمېږي.

همداسې که زراعت له کتابه را ځمکې ته شي موږ به نه یوازې دا چې یو څه ګلورین ښوونځي او رڼه هوا ولرو بلکې دوی به د کمینه خوی څښتانان هم شي.

اړونده مطالب