پر چاپېریال د 'بمونو د مور' اغېز

  • ریاض درمل
  • چاپېریالپوه
بم

د عکس سرچینه، USAF via Getty Images

د عکس تشریح،

امریکا په لومړي ځل د ۲۰۰۳ کال د نومبر پر ۲۱مه، د فلوریډا ایالت ایګلین هوايي ځواکونو اډه کې د 'ټولو بمونو مور' ۲۱٫۷۰۰ پونډه بم له ۲۰٫۰۰۰ فوټه لوړ نه وازمویه

تېره ‍‍پنجشنبه (اپرېل ۱۳مه) ماښام ۷:۳۲ بجې امریکايي ځواکونو د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې جي بي یو ۴۳ بي بم چې د 'ټولو بمونو مور' ګڼل کېږي وغورځاوه.‌

دغه بم په خواله رسنیو کې د افغانانو ترمنځ ډېرې ناندرۍ راوپارولې، چې یوه تر ټولو مهمه يې د بم له کارولو وروسته پر چاپېریال اغېز دی.

اېم او بې د امریکا له خوا په جنګ کې د لومړي ځل لپاره کارول شوی بم دی چې ‍شاوخوا ۹۸۰۰ کیلو ګرامه وزن او ۹ متره اوږدوالی لري. دا د امریکا هوايي ځواکونو تر ټولو ستر نااټومي بم بلل کېږي.

له نورو بمونو سره په توپیر دغه بم ځمکې تر رسېدو مخکې ۱.۸ متره پاس په هوا کې چووي او همدا لامل دی چې د ځمکې په سر تر ټولو ډېر ورانی کوي.

دغه بم د 'ټرایټونل' په نوم له منفجره کیمیاوي مواد جوړ دی چې ۸۰ سلنه يې 'ټرای نایټرو ټولین' ‍ او ۲۰ سلنه يې د المونیمو پوډر تشکیلوي.

په رسنیو کې د ورکړل شویو معلوماتو پربنسټ، ۸۵۰۰ کیلو ګرامه منفجره مواد په دغه بم کې ځای په ځای شوي وو چې د ترکیبي محاسبې له مخې ۶۸۰۰ کیلوګرامه يې ټي اېن ټي کېږي.

ټي اېن ټي یو ډېر کارول شوي منفجره مواد دي چې ډېرې چاپېریالي ستونزې زیږوي. ټي اېن ټي زیړ رنګه بې بویه کیمیاوي ماده ده چې په طبیعي ډول په نړۍ کې نه موندل کېږي او په مصنوعي ډول تولیدېږي.

عموماً له بمباریو وروسته د ټي اېڼ ټي په څېر منفجره کیمیاوي مواد د ځمکې پر سر له خاورو سره ګډېږي او خاوره په ډېره ستره کچه ککړولی شي؛ دا چې دغه مواد په خاوره کې د جذب خاصه ځانګړتیا لري، نو تر ډېره د ځمکې پر سر پاتې کېږي، خو په هغو ځایونو کې چې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه جګه وي هلته په اوبو کې هم موندل کېږي - حال دا چې په اوبو کې دغه مواد نیمه جذبېږي، خو په اوبو کې په ډېره کمه کچه موجودیت يې د انسانانو روغتیا ته نېغ ګواښ پېښوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دغه بم د 'ټرایټونل' په نوم له منفجره کیمیاوي مواد جوړ دی چې ۸۰ سلنه يې 'ټرای نایټرو ټولین' ‍ او ۲۰ سلنه يې د المونیمو پوډر تشکیلوي.

ټي اېن ټي؛ د مثانې سرطان سبب کېږي؟

داسې شواهد ډېر کم دي چې ګواکې ټي اين ټي د حیواناتو په بدن کې جذبېږي، خو دا مواد د خاورې له لارې په ونو بوټو کې جذبېدی شي. تر ټولو خطرناک يې هغه حالت دی چې په دغه ځمکه سبزي یا سابه، غله یا میوې کرل شوې وي؛ ځکه د دغو حاصلاتو په خوړلو ټي اېن ټي زموږ بدن ته لار پیدا کولی شي.

په انسانانو کې ‌ټي اېن ټي د هوا، اوبو، ‌خوړو او پوستکي له لارې جذبېږي چې د پښتورګو د خرابېدو او وینې د کمي سبب کېږي، داسې شواهد نشته چې ټي اېن ټي دې په انسانانو کې د سرطان سبب وګرځي خو پر یو شمېر موږکانو تجربې ښیي چې ټي اېن ټي د مثانې سرطان سبب کېږي.

د احتیاط لپاره چاپېریال ساتونکو ټي اېن ټي د هغو کیمیاوي موادو په نوم ثبت کړي چې سرطان رامنځ ته کوي، په تېره بیا د څښلو د اوبو په اړه دغه تدبیرونه په پام کې نیول شوي دي.‌

څېړنې‎ ښيي، هغه کسان چې دغو منفجره موادو ته ډېر څرګند او نژدې وي، د سترګو او پوستکي له ناروغیو سره مخامخ کېږي.

په هغو بمباریو کې چې ټي اېن ټي کارول شوي وي، په یو ګرام خاوره کې يې اندازه تر څو سوه ملي ګرامو رسېږي.

د عکس سرچینه، DVIDSHUB.NET

د عکس تشریح،

له نورو بمونو سره ‍په توپیر دغه بم ځمکې تر رسېدو مخکې ۱.۸ متره پاس په هوا کې چووي او همدا لامل دی چې د ځمکې په سر تر ټولو ډېر د ویجاړۍ سبب کېږي.

د امریکا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معیارونو په اساس، باید په یو ګرام خاوره کې د ټي اېن ټي کچه له ۱۹ ملي ګرامه او اوبو کې له ۲٫۲ مایکرو ګرامو کمه وي، چې چاپېریال او انسانانو ته ګواښ پېښ نه کړي.‌

په دغه کارول شوي بم کې یوه برخه د المونیمو هم ده چې ډېر مقدار یې‌ په انسانانو کې کم خون او د ‌پښتورګو او هډوکو ناروغۍ پیدا کولی شي.

په هغو سیمو کې چې دغسې بمبارۍ کېږي، عام وګړي باید د پېښې له ځایه ځان لرې وساتي، د نږدې سیمو خلک باید ماسکونه وکاروي، د هغو سبزیو او مېوو له خوړلو ډډه وکړي چې په دغه سیمه کې کرل شوي وي او یا په نږدې راتلونکې کې کرل کېږي.‌

د اوبو له هغو سرچینو لرې وګرځي چې ګومان کېږي د برید له کبله ککړې شوې وي.

د کروندې په سیمه کې د کار ‍په وخت کې لاسموغان (دست کش) په لاس شي او خپل ماشومان په خاورو کې له لوبو کولو منع کړی شي.‌ د هر ډول ناڅاپي صحي اثراتو په وخت کې باید نږدې ډاکتر ته مراجعه وشي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د جي بي یو ۴۳ د یو بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ده او لومړی ځل پر ۲۰۰۳ دریم کال تجربه شو، خو تراوسه کارول شوی نه و.