اویا کلن پاکستان تر ډېره پوځ ولې اداره کړ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان ۷۰ کلن عمر کې پوځ څلور ځله واکمن شو.

د ۲۰۱۷ کال د اګسټ ۱۴ سره د پاکستان جوړېدلو ۷۰ کلیزه ده، خو دا هېواد نږدې درې نیمې لسیزې چې نیمايي ژوند یې دی پوځ اداره کړ.

په دغه مهال واک د پوځ لاس کې و، هغه که جنرال ایوب خان، جنرال یحییخان، جنرال ضیاء الحق او یا جنرال مشرف و.

له جنرال ایوب خان نیولې تر مشرف پورې پوځي دیکتاتورانو دا یوه ناره وهله چې ولسي چارواکي ناوړه، بډيخواره او د خطر کندې ته د هېواد ور اچوونکي دي.

* اویا کلن پاکستان او پښتانه

* هند او پاکستان څنګه جلا شول؟

د دفاعي چارو شنونکی حسن عسکري وايي، پوځ په دا ډول غواړي ټولې مسلې له دوی سره په مشوره پر مخ لاړې شي.

د هغه په خبره، د بهرني امنیت بوج هم په دوی دی ، د کورني امنیت او ترهګرۍ مخنیوی هم د پوځ په غاړه دی، د ولسي حکومت رول محدود دی، ځکه تر کومه چې د سلا مشورې کار یې روان وي، نو تر هغه مسلې ټیک وي.

د جنجال اصلي ټکي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال ایوب خان پوځي جنرال او د پاکستان دویم ولسمشر.

حسن عسکري وايي، بله مسله د بودیجې ده، چې هغه هم باید له دوی سره په مشوره وي، دریم دا هم چې ځینې وزیران ځانونه واکمن بولي، نو پر پوځ نیوکې کوي چې له امله یې د دواړو ترمنځ اړیکي خرابېږي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نږدې دوه اونۍ مخکې د ناوړه په نوم له واګ ګوښه شو، خو دی لا هم د احتجاجي غونډو مشري کوي او په دغه ډول له اسلام اباد تر لاهور ورسېد.

په دې سفر کې د ویناوو پر مهال نېغ یا کله کله څنګزن پر پوځ او عدلیه د نوموړي د ګوښه کولو تور ولګېد.

* " د ضیا الحق واکمنېدل د پاکستان په تایخ کې توره ورځ"

* د پاکستان ۷۰ کلن عمر کې د پښتنو اقتصاد ولې په کې کمزوری دی؟

د محکمې له خوا د نواز شریف ګوښه کولو یو ځل بیا پاکستان کې د ولسي برلاسي خبره پورته کړه.

نواز شریف دوه ځلې خورا لوی اکثریت سره واکمن شو، خو دا دریم ځل دی چې له واک ګوښه کېږي.

خو دا ځل د اړیکو د خرابي لاملونه څه دي؟ دفاعي شنونکې ډاکټر عایشه صدیقه باوري ده چې یو لوی لامل یې هم د نوموړي بهرنۍ پالیسي ده.

نواز شریف بیا چا ګوښه کړ؟

د انځور حقوق AFP
Image caption نواز شریف دوه ځل پوځ او دریم ځل محکمې له واک ګوښه کړ.

د هغې په خبره، نواز شریف ګام په ګام بهرنۍ پالیسي بدلوله او د ملي امنیت یو نوی چوکاټ یې جوړاوه چې هندوستان یې مرکز و، خو پوځ چې دا کتل په مقابل کې یې د رسنیو هڅې پیل کړې او بالاخره یې نواز ګوښه کړ.

د نواز شریف له ګوښه کېدلو وروسته ځینې شنونکي وايي، چې نوموړي له تېر څه زده نه کړل.

دفاعي شنونکی نګار شجاع نواز وايي، د پوځي او ولسي ټکر اصلي وجه په ویلو او کولو کې توپیر دی.

* د عکسونو البوم: د هند د تصویرونو له خزانې

* ایا هند کې د مسلمانانو پر وړاندې زغم کم شوی؟

"نظام یواځې په خبرو نه بلکې عمل سره ولاړ وي، په دې کې نه یوازې د ولسي حکومت یا پوځ تېروتنه ده، بلکې دا د ټولنې مسولیت هم جوړېږي".

"د پاکستان اصلي اړتیا ښه حکومتولي ده، کله چې حکومت د خلکو اړتیا پوره کړي او په ریښتونولۍ کار وکړي، ولس به هم ور سره ولاړ وي، بیا به یې بل ځواک پرځولی نشي".

د پوځ او حکومت دوه ډوله اړیکي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان دویم دیکتاتوریحیا خان ( کیڼ اړخ ته) د امریکا له ولسمشر نېکسن سره.

د پاکستان د ولسي حکومت او پوځ ترمنځ اړیکي رسمي او نارسمي چوکاټ کې دي.

یو وخت د لومړي وزیر، ولسمشر او د لوی درستیز درې ګوټیزې لیدنې مهمې وې.

له هغه وروسته د ملي امنیت شورا او اوسمهال د ملي عمل پلان له مخې پوځ خپل دریځ مخته مخته کوي.

* د هند وېش

* په هند کې ناقانونه وژنې

خو شنونکی حسن عسکري وايي، دا ډول ادارې فعالې نه وې.

"د ملي امنیت شورا درې څلور ناستې وي، د لومړي وزیر او لوی درستیز نارسمي ناستې وي، کله چې دا ډول نارسمي چارې پرمخ ځي په دې سره ادارې کمزورې کېږي او ولسي برلاسی له پوښتنې سره مخ کېږي".

تېر کې له ځمکني مارشال جنرال ایوب خان نیولې تر جنرال پروېز مشرف پورې د پوځ واکمنۍ سره بهرنی ملاتړ هم و، دا ملاتړ یوازې سیاسي نه بلکې د مرستو په بڼه هم و.

له پوځي حکومت سره د نړۍ مرستې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شجاع نواز وايي، که ولسي حکومت سم خدمت وکړي، بیا به یې څوک له واګ وښه نه کړي.

شنونکی او لیکوال شجاع نواز وايي، کله چې پوځي حکومت وي له پاکستان سره د مرستو ګراف هم لوړ وي:

"ښکاره ده چې پاکستان کمزوری دی، ځکه امریکا او نورو لویو هېوادونو سره ګډ مزل غواړي، په دې سبب دا ستر هېوادونه له پوځي حکومتونو سره ژر مرستې کوي".

* هند د درمل جوړولو یو مخکښ هېواد

* جرمنۍ ډاکټرې، پاکستانیانو ته څه وکړل؟

د پاکستان تېر ۷۰ کلونه چې پوځ سیاسي اغېز زیاتوي، هلته د شکرې یا بورې او سرې کارځیو نیولې تر بېکري یا خوړو جوړولو کارځیو پورې یې کاروبار کې شراکت هم ډېر شوی، نو پوښتنه دا ده چې د ځواک زیاتېدلو وجه یې د کاروبار پراختیا او پیاوړتیا ده؟

د پوځ د شکرې او سرې کاروبار

ضیاء الحق د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان دریم دیکتاتور ضیاء الحق.

د پوځ کاروبار کتاب لیکواله ډاکټر عایشه صدیقه وايي، د کاروبار زیاتولو وجه دا شعار ښيي چې هند یې دوښمن دی او پوځ د دې هېواد د پرمختګ او امنیت لپاره کار کوي، ځکه د کاروبار حق هم لري.

"سیاستوالو کله هم د دوی کاروبار ته ګوته ونه نیوله او هغوی په دا ډول سوچ سره هرڅه وکړل او د نورو خوله یې چوپ وساتله، خو دا تر هغه وخت نه کېږی چې پوځ د ځمکنۍ بشپړتیا شعار بدل کړی نه وي".

* دیکتاتوران څه ډول خوراکونه خوښوي؟

* مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې سیاسي څېره؟

پاکستان کې د زورواکو ادارو پر مهال خبریال د ولسواکۍ د واکمنېدلو او د بیان ازادۍ په هڅو کې شریک دی. مخکښ خبریال راشد رحمن وايي، ځینې هغه رسنوال چې د زورواکۍ ملګرتیا یې کړې، په بده سترګه ورته کتل کېږی، خو اوسنی وضعیت ډېر خواشینوونکی دی.

"په تلوېزوني چینلونو او ترڅه اندازه ورځپانو کې چې څه ویل کېږي دا ورته د پوځ ادارې جوړ کړي وي، دا بیانیې په پوهاوي سره نه بلکې د وېرې یا بل لامل په سبب خبریالانو خپلې کړې وي. زه پوهېږم چې دا نه د رسنوالۍ غوښتنې پوره کوي او نه هغه مسوولیتونه چې د رسنوالو دي".

د بیان ازادي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پروېز مشرف چې نواز شریف یې له واکه ګوښه کړ او نږدې اته کاله واکمن و. د پاکستان څلورو دیکتاتور دی.

پاکستان کې د پوځي ادارو پر مهال اساسي قانون کې ترمیم راځي او دا ډول یو ترمیم کې نواز شریف هم په نښه شو.

د پاکستان د خلکو ګوند د واکمنۍ پر مهال کله چې ۱۸ ترمیم وشو، بیا د پوځي مشر جنرال ضیا‌ء الحق پر مهال د صادق او امین د برخې ختمولو وړاندیز وشو، خو مسلم لیګ نواز ډلې یې مخالفت وکړ او وروسته د دې نښې ښکار شول.

* پر جنرال مشرف د بوټ وار وشو

* پښتونخوا: په جنرال مشرف د جمهوريت ازار

اوس د خلکو ګوند، مسلم لیګ نواز او نورې ډلې دا برخه ختمول غواړي، خو تحریک انصاف یې مخالفت کوي.

د انساني حقونو یوه مشره عاصمه جهانګیر وايي، هغه لارې بندول پکار دي چې مخکې دیکتاتورونو پرېښودلې او دوی تللي، پردې سربېره بنسټیز انساني حقونه هم پیاوړي کول پکار دي چې په اساسي قانون کې راغلي دي.

هغه وايي، د بیان ازادۍ په هکله ۱۹ ماده دا وايي، چې ته هر څه ویلی شې، خو حقیقت کې یوازې د کورنۍ په خلاف دا ویلی شې، پاکستان کې نه پر پوځ بحث کولی شې او نه هم پر عدلیه.

د انځور حقوق AFP
Image caption عایشه وايي پوځ په دې شعار خپل کار پراخوي چې د هېواد پرمختګ غواړي.