کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption کوردان وايي، د سپټمپر پر ۲۵ ټولپوښتنه کوي.

امریکا پرون له کوردانو وغوښتل چې له ټولپوښتنې تېر شي.

واشنګټن وايي، دا ټولپوښتنه په عراق کې د داعش ضد مبارزه زیانمنولی شي.

د واشنګټن دا غوښتنه له هغه وروسته ده چې کورد پارلمان د ټولپوښتنې ملاتړ وکړ.

د کورواکه کوردستان مشر مسعود بارزاني چې تېر جون په اتمه له یوې غونډې وروسته وویل، د روانې میاشتې پر ۲۵ له عراق د خپلواکۍ اخیستلو لپاره ټولپوښتنه کوي.

د عراق لومړي وزیر هم د دې خبر په ځواب کې وویل، چې د خپلواک هېواد هیله پوره کول د کوردانو حق دی، خو اوسني شرایط دغې هڅې ته مناسب نه دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کرکوک له داعش مخکې د عراق د مرکزي حکومت برخه و، خو له داعش چې کوردانو ونیو اوس د بغداد دا خبره نه مني چې خپل بیرغ ترې لرې او د بغداد بیرغ پر ځوړند کړي.

نوموړی له داعش سره جګړه او د ځینې ګاونډیانو( ایران او ترکیه) دا باور چې دا ټولپوښتنه یې امنیت ته ګواښ پېښوي داسې څه بولي چې اوسنيو شرایطو کې باید کوردان ټولپوښتنه ونه کړي.

د اګسټ پر ۱۲ د عراق پارلمان له رایې اخیستلو وروسته د دغه هېواد د کورواکه سیمې کوردستان پر چارواکو غږ وکړ چې د خپلواکۍ اخیستلو په هکله له ټولپوښتنې تېر شي.

د پارلمان مشر سلیم جبوري له حکومت وغوښتل چې د کوردانو له مشرانو سره خبرې وکړي او له دې پرېکړې یې راوگرځوي.

پر عراق واکمن شیعه ایتلاف چې د حیدر عبادي ګوند یې هم غړی دی په کړکېچنو سیمو کې یو لوریز ګام په هکله خبرداری ور کوي.

د انځور حقوق Khamenei.ir
Image caption د ایران مذهبي مشر هم تېر جون د عراق له لومړي وزیر سره لیدنه کې د کورد ټولپوښتنې مخالفت وکړ.

د عراق کوردستان پر ۱۹۹۱ کال د نه الوت سیمه اعلان شوه او هلته کوردانو یو ډول کورواکي تر لاسه کړه.

پر عراق د امریکا له یرغل وروسته د عراقي کوردانو کورواکي ومنل شوه، کوردي ژبه یې په سیمه کې رسمي ده او د عراق پاسپورت او نورو ملي سمبولونو کې هم لیکل کېږي.

خو بیا هم کوردان وايي، په عراق کې یې بشپړ اهمیت او حقونه خوندي نه دي.

د څلورو هېوادونو کوردان

که څه هم له کورواکۍ راهیسې د عراق کوردستان له ترکیې او ایران سره ښه اړیکي لري، خو د کوردانو ټولپوښتنې د ترکیې او ایران توند غبرګون هم پارولی دی، ځکه په ترکیه، ایران او سوریه کې هم کوردان شته.

د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې ۲۱ د کوردانو دي، نږدې له ۱۵ تر ۲۰ سلنه وګړي یې جوړوي او تر ټولو لوی لږکي یې دي.

له نورو هېوادونو(ایران، عراق او سوریې) ډېر کوردان په ترکیه کې دي او له دغه هېواد وروسته په ایران کې د کوردانو شمېر نږدې پنځو میلیونو ته رسېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق کوردستان پر ۱۹۹۱ کال د نه الوت سیمه اعلان شوه او هلته کوردانو یو ډول کورواکي تر لاسه کړه

کوردان چې په څلورو هېوادونو کې له یو بل سره نښلېدلې جغرافیه لري، وخت ناوخت یې په بل هېواد کې د حکومت یا نورو ستونزو په مقابل کې د خپلو خلکو لاسنیوی کړی دی.

په تېرو کلونو کې د عراق کورواک کوردستان نژدې امن دی، د سوریې کوردانو پنا ور وړې ده.

همدارنګه یې د کوباني جګړه کې د دغه کوردستان پېشمرګو ځواکونو د سوریې کوردانو په ملاتړ د ترکیې له لارې په جګړه کې برخه واخیسته.

خو خپلمنځي ستونزې هم لري لکه د عراق کوردستان له پي کې کې سره ښه اړیکي نه لري چې په ترکیه کې جګړه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کوردانو او ترکیې په نښتو کې تر ۴۰ زرو کسان وژل شوي دي.

سره له دې چې ترکیه د عراق له کورواک کوردستان سره ښه اړیکي لري، خو تهران کله کله تور لګوي چې سعودي عربستان له دغې سیمې د ایران کوردان سمبالوي.

تهران فکر کوي چې دا ټولپوښتنه په ایران کې لږکي په تېره کوردان او بلوڅان چې وخت ناوخت د حکومت پرضد بریدونه کوي، نو رهم پارولی شي.

ترکیه هم په دې باور ده چې په عراق کې د کوردستان د ټولپوښتنې په لور ګام په دغه هېواد کې هم کوردان پاروي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایران له مذهبي انقلاب وروسته لومړی ځل د دغه هېواد لومړنی لوی درستیز د ترکیې له ولسمشر او نورو چارواکو سره د کورد ټولپوښتنې د اندېښنې له امله انکرې ته لاړ.

څومره چې کوردانو کورواکۍ ټولپوښتنې نېټې ته ورځې نژدې کېږي، هغومره د دوی مقابل کې هېواونه په تېره ترکیه او ایران سره نژدې کېږي.

د ایران او ترکیې ګډ دریځ

د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري تېره میاشت ترکیې ته سفر درلود.

دا په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته لومړنی لوی درستیز دی چې ترکیې ته ځي.

نوموړي د ترکیې پر پوځي او استخباراتي چارواکو سربېره له ولسمشر طیب اردوغان سره هم ولیدل.

دواړو د لیدنې پای کې د عراق د کوردانو له ټولپوښتنې سره مخالفت وکړ.

باقري وايي په لیدنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ او ډاګیزه یې کړه چې دا ټولپوښتنه که وشي په عراق کې به نوی تاوتریخوال او جګړه پیل شي او نورو ګاونډیو هېوادونو ته به هم وغځېږي.

ر د انځور حقوق AFP
Image caption کوردان په ترکیه، عراق، ایران او سوریه کې وېشلي دي.

ایرنا خبري اژانس د نوموړي له خولې لیکي چې دا ټولپوښتنه، عراق، ایران او ترکیه ښکېلوي او په دې سبب یې دوی ممکنه نه بولي او نه باید داسې وشي.

ترکیې ته د باقري له سفر وروسته رجب طیب اردوغان وویل، چې دواړو لورو د ترهګرو ډلو پرضد د ګډ ګام پورته کولو خبرې کړې دی.

د نوموړي په خبره، دا ګډ ګام د کوردستان کارګر ګوند یا پي کې کې او د هغه د ایرانۍ څانګې پژاک پرضد ممکن دی.

خو د ایران سپاه پاسدران د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې دوی له پولو بهر پراخ عملیات په پلان کې نه لري، مګر که کومه ډلګۍ د عراق شمال ته له خپلو مرکزونو د کوچني ګام پورته کولو هڅه وکړي سخت ځواب به وویني.

ر د انځور حقوق AFP
Image caption عراق کي د اسلامي دولت له څرګندېدلو وروسته کوردان پر نورو سیمو هم واکمن شول.

د عراق وګړي مختلف قومونه او شیعه او سنیان دي، اکثریت شیعه یان په سوېل کې او کوردان او سني عربان په شمال کې اوسي.

د ټولپوښتنې اختلافي سیمې

شیعه یان پر مرکزي حکومت ولکه لري او پر دې سربېره یې مختلفې شیعه وسلوالې ډلې هم په واک کې دي چې د کوردانو له ټولپوښتنې سره مخالفې دی.

کوردان وايي، له عراق د خپلواکۍ ټولپوښتنه د کورداستان په دریو ولایتونو او له دې سیمې بهر نورو برخو کې هم وشي.

د دوی منظور، کرکوک ښار، چې د تېلو بډایه زېرمې لري، مخمور، خناقین، نینوا او سنجار سیمې دي.

دا سیمې پخوا د عراقي حکومت په لاس کې وې، خو پر ۲۰۱۴ کال چې داعش ونیولې د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره کورد پېشمرګو په ګډه اسلامي دولت ترې وشاړه په خپله ولکه کې یې راوستې.

Image caption د عراقي کوردستان مشر د بې بي سي خبریالې سره مرکه کې هیله من دی چې تهران د اربیل او بغداد ترمنځ د ستونزو حل کې مرسته وکړي.

په دغو سیمو کې پر کوردانو سربېره، ترکمنان، عربان او اشوري عیسویان هم اوسي چې د ټولپوښتنې مخالف دي او دا سیمې د دواړو لورو ترمنځ ټکر ته لار برابروي.

سره له دې چې کوردان وايي دا ټولپوښتنه یې د خپلواکۍ په مانا نه ده، یواځې دا معلومول دي چې خلک څه وايي.

دوی دا هم وايي، چې که خپلواک هم شي تر ټولو ستراتیژیک او مهم اړیکي به له عراق سره لري، خو دا به نږدې لس ورځې وروسته معلومېږي چې په عراق کې کومه لوبه پیلېږي.

د کوردانو د خپلواکۍ نوی پړاو او که دې پړاو ته د ننوتلو لپاره یوه بله جګړه او کړکېچ، چې د کوردانو مقابل کې به ممکن د عراق له مرکزي حکومت سره د ایران او ترکیې ملاتړ هم وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب