محدوديتونه ولې تر ډېره د ښځو لپاره وي؟

  • نور بادشاه یوسفزی
  • لیکوال او ژورنالیست جرمني
women

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښځه ولې دومره د توپيري چلند ښکار ده؟ حال دا چې زمونږ مور، خور او ټبر هم دا ښځه ده.

په نړۍ کې، په تېره بيا زموږ په ټولنه کې سفر د ښځو لپاره يو له سترو مسلو دى.

دلته له سفره زما مقصد يوازې له يوه ښاره بل ښار، يا له يوۀ ملک بل ته تګ نه دی. که ښځه له کوره د پنځو دقیقو لپاره يو بل کور ته ځي هم، له يوۀ فشاره ډک حالته تېرېږي چې څنګه پرده وکړي او څنګه د يو چا له نظرونو ځان وساتي؟

يوه نجلۍ که له کوره ښوونځي ته ځي يا له ښوونځي کور ته راځي، اول ضرور په دې فکر کوي چې په لاره به څنګه تېرېږي.

يو رپوټ مې لوست، په کې د هغو لسو هېوادونو یادوونه شوې، چې يوه ښځه په کې پرته له کوم خطره يوازې سفر کولی شي، يوازې ګرځيدلى شي، هوټل، پارک او د سمندر غاړې ته تللی شي، له نارينه سره برابر حقونه يې ترلاسه کړي، خو له بده مرغه په دغو هېوادونو کې يو هم اسلامي هېواد نه شته چې د افسوس پرته پرې انسان نور څه کولی شي؟

زه له دوو کلونو راهيسې په اروپا کې ژوند کوم، د يوې داسې ټولنې وگړى يم چې له اروپا سره يې دود او فکر په ټکر کې دی، نو ځکه زه چې په اروپا کې څه وينم له خپل وطن سره يې پرتله کوم.

کله چې زه دلته ښځې په آرام فکر پر کار بوختې وينم، لکه د بس يا اورگاډي د چلولو، په دفترونو يا سوپر مارکېټونو کې د کار پر مهال، نو ماته د خپل وطن د نجونو او ښځو په حال افسوس راشي، چې آن له يوۀ کوره بل کور ته يې تګ له ذهني عذاب سره مل وي، نور حال يې خو پرېږده.

کله چې زمونږ په وطن کې نارینه واده وکړي، ټول نه، خو د پام وړ شمېر يې هڅه کوي خپله مېرمن تر اغېز لاندې راولي يا يې و وېروي او ټول عمر د يوۀ ديکتاتور په توگه ورباندې حکم وچلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

يوه نجلۍ که له کوره ښوونځي ته ځي په دې فکر کوي چې په لاره به څنګه تېرېږي.

دا راز کسان غواړي چې ښځه همداسې لاس لاندې او بې تعليمه پاتې وي.

که فکر وکړو مونږ د مذهب، او کلتور ټول اړخونه تر ډېره پر ښځې ور ټول ساتلي، يعنی که ښځه کوم کار وکړي نو ژر خلک راټول شي د ښځو پرضد د مذهب او کلتور له لارې فيصلې وکړي، خو که نارينه کوم کار وکړي نو بيا هيڅ نه وي.

ښځه ولې دومره د توپيري چلند ښکار ده؟ حال دا چې زمونږ مور، خور او ټبر هم دا ښځه ده.

يوه جرمن نجلۍ چې په دفتر کې کار کوي وايي له تېرو پنځلسو کلونو په دفتري کار بوخته ده او هېڅ کله له توپيري چلند سره نه ده مخ شوې، خو ما څلور کاله مخکې په پښتونخوا کې يوۀ دفتر کې کار کاوۀ او زمونږ په دفتر کې ښځينه همکارانې د ډېرى نارينه همکارانو له لاسه په عذاب وې او دا نارينه همکاران له کوم بل ځايه نه وو راغلي، همدا زموږ د ټولنې وگړي و.

سياسي فعاله پلوشه عباس وايي، زمونږ په ټولنه کې ښځې ته يوازې د جنس په نظر کتل کېږي، تر څو چې دولت د ښځو د ژوندانه بدلولو او تعليم په برخه کې کار ونکړي، ښځې نه شي کولی چې خپل حقونه وپيژني او وې غواړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ښځو حقونو، تعليم، او مبارزې په برخه کې باید ورسره مرسته وکړي

ما چې څومره لوست او ليده کاته وکړه، نو دې نتيجې ته ورسيدم چې پر ښځو محدوديتونه ډېر زيات دي او هڅه کېږي چې په مټ يې ښځه لاس لاندې وساتل شي، نو هغه ښځې چې پوه دي، تعليمونه يې کړي څه نه څه خپل حق يې تر لاسه کړى، دا د روشن خيالو خلکو دنده ده چې د ښځو د حقونو، تعليم، او مبارزې په برخه کې ورسره مرسته وکړي او کور په کور ښځې د ځان او د خپل ژوندانه پر اهميت پوه شي.

تر څو به زموږ د ټولنې نيم بدن فلج وي؟