کورد ټولپوښتنه بلوڅانو ته څه انګېزه ورکوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه او ایران هم کوردان لري چې له لسیزو راهیسې د حکومت پرضد د خرپ او ترپ بریدونه کوي.

د عراق کوردانو نږدې سل کلونه د خپلې کورواکۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه. د دغه هېواد کورواک کوردستان د دوشنبې په ورځ د خپلواکۍ ټولپوښتنه وکړه.

که څه هم دوی وايي، ټولپوښتنه په دې مانا نه ده چې دوی سملاسي له عراق بېلږي، خو پر عراق سربېره ترکیه او ایران هم د دې ټولپوښتنې سخت مخالف دي.

ځکه ترکیه او ایران هم کوردان لري چې له لسیزو راهیسې د حکومت پرضد د خرپ او ترپ بریدونه کوي.

ایران او ترکیې ګواښ کړی چې کوردستان به په رسمیت ونه پېژني. ایران له کوردستان سره هوايي پولې تړلې، خو ځمکنۍ پولې یې پرانیستې دي.

ترکیې هم ګواښ کړی چې د کوردستان د تيلو لېږد مخنیوی به وکړي او لار به پرې وتړي.

"نن کوردستان سبا بلوچستان"

پر ترکیه او ایران سربېره نور هېوادونه هم د کوردانو د ټولپوښتنې مخالف دي، دوی په دې باور دي چې نور لږکي به هم د مرکزي حکومتونو په مقابل کې وپاروي.

د انځور حقوق FB
Image caption خواله رسنیو کې خپور شوی انځور چې وايي، نن کوردستان سبا بلوچستان.

له دې ټولپوښتنې وروسته په خواله رسنیو کې ځینې ویډیويي تصویرونه د ایران کورد مېشتو ښارونو کې د کوردانو خوښۍ ښيي.

دوی د عراق کوردستان د ټولپوښتنې پایلو ته خوښ دي.

د کوردانو په څېر بلوڅان هم په دریو هېوادونو کې وېشلي او له ورته حالت سره مخ دي.

په فېسبوک کې داسې انځورونه هم خپاره شوي چې پر دغه ټولپوښتنه د بلوڅانو خوښي ښيي.

پر انځورونو لیکل شوي "نن کوردستان سبا بلوڅستان".

خپلواک بلوچستان

د انځور حقوق MOFA
Image caption جنیوا کي لګول شوي پوسټرونه چې خپلواک بلوچستان پر لیکل شوی دی.

د پاکستان بلوچستان کې هغه وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې د حکومت ضد جګړه کوي، چې ځانونه د بلوڅانو د حقونو مدافع بولي.

د پاکستان د بلوڅانو دا هڅې له تېرو ۱۵ کلونو ډېرې شوې دي.

دوی پر جګړه سربېره نړیوالې هڅې هم کوي.

دوی د روانې میاشتې په لومړیو کې د سویس یا سویزرلنډ پلازمېنه جنیوا کې په ځینې سیمو او ګاډو د خپلواک بلوچستان یا "فري بلوچستان" په نوم داسې پوسټرونه ځوړند کړل، چې د بلوچستان د ازادۍ او پاکستان کې یې له لږکیو سره د ناوړه چلند کیسې کولې.

دغې چارې پاکستان غوسه کړ او استازي یې په ملګرو ملتونو کې د سویس استازي ته شکایت وکړ او دا کار یې د پاکستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د سویس سفیر هم ور وباله او شکایت یې ورته وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې بلوڅ وسلوال.

یو بل بلوڅ سیاستوال عبدالنواز بګټي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو غونډه کې په ګډون سره په پاکستان تور ولګاوه چې له انساني حقونو سرغړونه کوي.

نوموړي اسلام اباد تورن کړ چې له خپل ټاټوبي بلوڅان ورکوي او ډېر بلوڅان یې ژوندي ورک کړي، چې وروسته یې شکنجه شوي مړي موندل شوي.

بلوڅان په دا ډول هڅو سره د ځان لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ خپلول غواړي.

پاکستان په تېرو کلونو کې کراچۍ، قبایلي سیمو او بلوچستان کې له یو نه یو ډول تاوریخوالي سره مخ دی. قبایلو کې وسلوال طالبان، په سند کې د مهاجر قومي غورځنګ هڅې او بلوچستان کې قومپرست وسلوال ور سره په جګړه و.

* بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته کې مرګژوبله اوښتې

* بلوچستان کې وسلوالو ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۳ ټپیان کړل

په قبایلي سیمو او کراچۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو عملیات بریالي بلل کېږي، خو داسې ښکاري بلوچستان کې پاتې راغلي.

پاکستان پر هند تور لګوي چې د بلوچستان تاوتریخوالي کې لاس لري، خو د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه ایالت پخواني سر وزیر سردار اختر مینګل تېره میاشت له بي بي سي سره خبرو کې د روان تاوتریخوالي مسوولیت پر هغو ډلو، ادارو او حکومتونو واچاوه، چې د ده په وینا، د بلوچستان ځوانان یې دومره بې برخې او ناهیلي کړل چې د خپلواکۍ لپاره یې وسلوالې مبارزې ته لاس واچاوه.

له ایران د بلوڅانو تازه غوښتنې او ګواښونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تهران کې د سنیانو ویجاړ شوی جومات. د ایران حکومت په تهران کې سنیانو ته د جومات جوړولو اجازه هم نه ور کوي.

په ایران کې پر کوردانو سربېره بلوڅ وسلوالې ډلې-چې ځانونه د خپلو خلکو د حقونو مبارزین ګڼي او ایران یې ترهکر بولي- هم پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.

ایران وخت ناوخت تور لګوي چې دغه وسلوال د پاکستان له پولې ور اوړي.

تېر اپرېل کې د لسو ایرانیو پوله ساتو له وژنې وروسته تهران ګواښ وکړ چې که ورته برید وشي، په وسلوالو پسې به پاکستان ته ور واوړي.

پر وسلواله مبارزه سربېره ایران کې بلوڅ مذهبي عالمان او روڼاندي هم وخت نا وخت له حکومت غواړي چې د دوی حقونو ته پام وکړي.

* وسله والو د ايران د زابل عمومي څارنوال وژلی

* د ایران سوېل ختیځ کې ۸ سوله ساتونکي وژل شوي

* ایران له پاکستان وغوښتل پر پوله د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي

د سپټمبر لومړیو کې د کوردانو له ټولپوښتنې سره د ایران مخالفت هم ډېر شو، خو د همدې میاشتې پر ۷ د سیستان بلوچستان د مرکز زاهدان د جمعې امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي- چې د بلوڅانو مذهبي مشر په سترګه ورته کتل کېږي - د ایران پر حکومت غږ وکړ د دغه هېواد د مذهبي مشر پر لیک عمل وکړي.

نوموړي امام خامنه يي ته په لیک کې ویلي و، چې په ایران کې له سنیانو سره توپیر کېږي، هغه په ځواب کې ورته لیکلي و:

"ټولو حکومتي ادارو ته پکار دي، د ایرانیانو ترمنځ د قوم، ژبې او مذهب له مخې توپیر ونه کړي".

د ولسمشرۍ مراسمو کې د سنیانو مشر ته بلنه نه ور کول

د انځور حقوق Ilna
Image caption مولوي عبدالحمید د حسن روحاني د بریالیتوب جشن ته ور بلل شوی و، خو د لومړې مراسمو ته نه و ور بلل شوی.

مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د خامنه يي د لیک له مخې له غوښتنې نږدې شپږ ورځې وروسته په یو بل خبرداري کې وویل، چې "که د سنیانو په مقابل کې له توپیر ډډه ونه شي او د دوی غوښتنې ونه منل شي، په راتلونکو ټاکنو کې به د سمون پالو پرځای اصولپالو ته رایه ور کړي".

نوموړي له همشهري ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، که د دوی رایه نه وی حسن روحاني به ولسمشر نه و، ځکه ترې هیله لري چې د دې رایې ارزښت وپېژني.

د بي بي سي خبریال حسن باستاني هم په یوه شننه کې لیکي: که د بلوڅانو رایه نه وی، د ایران د ۱۳۹۲ کال ټاکنې دویم پړاو ته تللې او هغه مهال د حسن روحاني کامیابېدل ګرانېدل.

* عبدالمالک ريګي اعدام شو

* ''جيش العدل ډلې ايراني سرتېري خوشي کړي''

په هغو ټاکنو کې حسن روحاني له ټاکلې اندازې دوه لکه ۶۰ زره ډېرې رایې درلودې او له بلوڅانو یې اوه لکه اویا زره رایې ترلاسه کړې وې.

په اوسنیو ټاکنو کې هم بلوڅانو د حسن روحاني پراخ ملاتړ کړی و، که د دوی ملاتړ نه وی، بیا هم دویم پړاو ته د ټاکنو د تللو امکان و، خو کله چې حسن روحاني ته د واک سپارلو مراسم و، د سنیانو دغه مذهبي مشر ته یې بلنه نه وه ور کړې.

خو د مولوي عبدالحمید دا ډول غوښتنې او ګواښونه د تېر پرتله بې مخینې دي او دا ښيي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پر حکومت د فشار اچولو هڅه کوي.

دا هغه څه دي چې د کوردانو له ټولپوښتنې سره په ورته مهال شوي دي او له کورد ټولپوښتنې سره د ایران یو مخالفت له همدې امله هم و چې د خپلو لږکیو له فشار سره به نور هم مخ کېږي هغه که د غوښتنو په شکل وي یا د نښتو له لارې.

د کوردانو او بلوڅانو ګډ ټکي

د انځور حقوق .
Image caption د عراق کوردستان.

د کوردانو نفوس د ۲۸ او ۴۰ میلیونو ترمنځ ښودل شوی چې نیمايي ترکیه او پاتې په ایران، عراق او سوریه کې ژوند کوي.

پر ۲۰۱۳ کال سي ای اې څېړنه وايي، چې نږدې ۱۲ میلیونه بلوڅان په ټوله نړۍ کې ژوند کوي چې ۶،۹ میلیونه پاکستان، ۱،۵ میلیونه ایران، درې لکه پنځوس زره افغانستان، څلور لکه ۳۴ زره عمان، څلور لکه ۶۸ زره متحده عربي اماراتو، اووه لکه هند او ۳۰ زره ترکمنستان کې ژوند کوي.

که کوردان په ترکیه، ایران، عراق او سوریه کې وېشلي او مرکزي حکومتونه له دوی سره په زیاتي تورنوي.

بلوڅان هم په دریو هېوادونو پاکستان، ایران او افغانستان کې پر دریو برخو وېشلي دي.

د کوردانو په څېر د ایران او پاکستان بلوڅ وسلوالې ډلې هم له لسیزو راهیسې د مرکزي حکومتونو پرضد بریدونه کوي.

د پاکستان بلوڅان وايي، د ګاز زېرمې یې نورو ایالتونو ته ځي او دوی له لومړنیو حقونو بې برخې دي.

د ایران بلوڅان هم ورته ادعا لري، حکومت په واک نه ور کولو او مذهبي ازادۍ نه لرلو تورنوي.

خو د افغانستان بلوڅان، چې شمېر یې خورا کم دی له حکومت خوښ دي.

د کوردانو او بلوڅانو سیمه او زېرمې

ر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کوردانو په څېر د ایران، پاکستان او افغانستان کوردان هم له یو بل سره په وېشلې جعرافیه کې پراته دي.

د عراق کوردستان د جنجالي سیمو په ګډون نږدې ۷۸ زره کیلومتره مربع سیمه کې پروت دی. تر پنځه نیم میلیونو وګړي لري.

د تېلو بډایه زېرمې لري، خو سمندر ته لار نه لري.

خو د ایران سیستان بلوچستان نږدې یو لک ۸۸ زره کیلومتره مربع سیمه ده.

د ایران ۱۱ سلنه خاوره یې نیولې ده، پراختیا یې د سوریې په اندازه ده، چې خپلواک هېواد دی.

سیستان بلوچستان له عمان سمندرګي سره ۳۰۰ کیلومتره پوله لري، چابهار بندر یې ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت لري، چې منځنۍ اسیا له منځني ختیځ او نورې نړۍ سره نښلوي.

دغه ولایت د اوسپنې، مسو او نورو کاني موادو ډېرې زېرمې هم لري.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کوردستان مشر مسعود بارزاني ته ګوته نیول کېږي چې د خپلواکۍ ټولپوښتنې لپاره یې خلک په احساساتو راوستل.

د پاکستان بلوچستان د دغه هېواد ۴۴ سلنه خاوره نیولې ده، چې پراخوالی یې د سوریې له دوه چنده ډېر دی، خو د دغه هېواد تر ټولو کم وګړی ایالت دی.

د پاکستان وروستۍ سر شمېرنه کې ویل شوي چې ۱۳ میلیونه وګړي په بلوچستان کې اوسېږي.

د پاکستان بلوچستان له عرب سمندرګي سره پر پوله پروت دی، ګوادر بندر پکې دی چې پاکستان یې د چین په مرسته جوړوي او منځنی ختیځ او چین سره نښلوي.

بلوچستان د ګاز لویې زېرمې لري، خو ځينې خلک يې وايي له دې زېرمو بې برخې دي او پنجاب ترې کار اخلي.

د افغانستان بلوڅان تر ډېره نیمروز او څه اندازه کندهار کې دي، شمېر یې د څلورو لکو شاوخوا دی.

د ایران، ترکیې، سوریې او عراق کوردان په خپلو سیمو کې خورا لوی اکثریت دي او ان تر نوي سلونو یې وګړي رسېږي.

خو د ایران بلوچستان سیستان کې که بلوڅان اکثریت دي، پراخ لږکي هم لري چې ډېری سیستاني پارسیان او لږ کوردان هم دي.

د پاکستان بلوچستان کې ۵۲ سلنه بلوڅ، ۳۶ سلنه پښتانه او پاتې نور لږکي دي.

د افغانستان لپاره پایله

د انځور حقوق MOFA
Image caption جنیوا کي بل لګول شوی پوسټر.

د روانې میاشتې له لومړیو راهیسې په ایران کې د سنیانو د یو مذهبي مشر او په اروپا کې د بلوڅانو مدني هڅې ښيي چې په دواړو هېوادونو کې به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره بلوڅان په کور د ننه له مدني لارو پر اړوند حکومتونو زور اچوي چې حقونه یې ور کړي.

همدارنګه په ایران او پاکستان کې د حکومتونو پرضد د بلوڅ ازادي غوښتونکو د وسلوالو نښتو د زیاتېدلو وېره هم شته.

خو په افغانستان کې بلوڅان ډېر کم لږکي دي، بل له حکومت یې تراوسه کوم شکایت نه دی کړی، ځکه افغان حکومت په دې برخه کې اندېښنه نه لري.