څنګه کولای شو مناسب رنګ غوره کړو؟

رنګونه د انځور حقوق MOHAMMED ABED/GETTYIMAGES

موده مخکې د اروايي ناروغیو نړیواله ورځ وه، کلونه کېږي چې له نړیوالو سروې ګانو څخه دا اورېدل کېږي چې افغانستان داسې یو هیواد دی چې ډېری وګړي یې په اروايي ناروغیو اخته دي، کېدای شي دا ناروغۍ د جګړې، لوږې او بې روزګارۍ تر څنګ بېلابېل نور لاملونه ولري چې یو هغه لامل چې مونږ لږ پام ورته کړی هغه زمونږ د هستوګنې او کار په ځایونو کې د رنګونو ټاکنه ده.

مونږ په دې لیکنه کې هڅه کړې د رنګونو فزیکي ماهیت او له دې ماهیت سره د رغنېزو چارو تړاو په ډېر لنډ ډول را وسپړو تر څو د لیکنې له لوستلو وروستو لوستونکی د رنګونو او له هغو سره د رڼا او اروا تړاو درک پیدا کړي.

لمړی ځل په ۱۳۶۶ کې انګرېز فزیکپوه ایساک نیوټن وموندله چې له یوه منشور څخه په تېرېدو سره سپینه رڼا په بېلابېلو رڼاګانو بدلېږي، د نیوټن د وېش پر بنسټ د لیدلو وړ نور اووه رنګه دی چې په سره څخه پیل او په بنفش ختمېږي.

د انځور حقوق CRISTINA QUICLER/GETTYIMAGES

که چېرې بېلابېل رنګونه سره یوځای شي نو ترکیبي رنګونه او آن بې رنګي رامینځ ته کولای شي چې د بېلګې په توګه د سره او ژېړ نور او رنګ له یوځایوالي څخه نارنجي هغه او د بانجاني او ژړ له یوځایوالي څخه سپین رنګ یا بېرنګي را مینځ ته کېږي.

هر شی تر هغو پورې بې رنګه دی تر څو د لیدلو وړنور په مقابل کې واقع شي، په دې وخت کې په نور یا رڼا معروض شی ځینې رنګونه جذبوي او ځینې هم منعکسوي چې د دې عملیې په ترڅ کې موږ شیان رنګین وینو.

که همدا کار یواځې د یوه مونو کروماتیک یا یو یوې رنګې نوري منبعې په مټ تر سره کړو نو معروض شی به یواځې په هغه یوه رنګ راته ښکاري د کوم په وړاندې چې مو معروض کړی.

د انځور حقوق Rob Stothard/ GETTYIMAGES

د لیدلو پروسې په ترڅ کې اجسامو ته د را رسېدونکي نور هغه برخه چې جذب نه او بېرته منعکسه شي زموږ د سترګو کسي ته را رسېږي، د نور دغه برخه یو ځانګړی رنګ لري ځکه خو مونږ معروض جسم هم په همدغه منعکس شوي رنګ کې وینو.

د بېلګې په ډول نباتات رنګ نه لري خو کله چې د لیدو وړ نور وباندې ولګېږي نو د نور د شین رنګې څپې په استثنا نور ټول رنګونه جذبوي او شین بېرته منعکس کوي چې دغه منعکس شوی نور زموږ سترګو ته را رسېږي او په پایله کې موږ ته نباتات شنه ښکاري.

همدا راز موږ فکر کوؤ چې تور شی تیاره دی او هیڅ رنګ نه لري او سپین شي ته یو ځانګړی رنګ چې هیڅ اصلا موجود نه دی مانا سپین رنګ قایل یو خو په حقیقت کې موضوع په بشپړ ډول معکوسه ده.

سپین رنګي شیان ټول اووه رنګونه په بشپړه توګه منعکس کوي خو سترګې په یوه وخت دا ټول رنګونه نه شي تشخیص کولای او موږ شی بې رنګه وینو.

د انځور حقوق Abid Katib/GETTYIMAGES

همدا راز تور رنګي شیان ټول رنګونه جذبوي او د منعکس کولو لپاره څه نه لري چې زموږ سترګو ته یې را ولېږي ځکه خو موږ ته تور ښکاري چې په حقیقت کې تور رنګ هم وجود نه لري.

بله بېلګه یې دا ده چې لمر د سهار او مازدیګر لخوا سور ښکاري هغه ځکه چې سهار او مازدیګر لمر له موږ نه لرې وي او کله چې وړانګې له لمر څخه تر موږ پورې واټن وهي په لاره کې ځینې بڅرکي شته چې د لمر سور رنګ نه شي جذبولای او هغه منعکس کوي چې په پایله کې موږ ته لمر سور ښکارېږي.

دا ټولې څرګندونې موږ ته ښيي چې زموږ د لیدلو او یا هم نور حواس حقیقت نه بلکې مجاز احساسوي او موږ ته تل مجازي مالومات راکوي نه حقیقي مالومات نو پر همدې بنسټ ویلای شو چې نړۍ ټوله په اصل کې بې رنګه ده او یوازې سترګو ته را رسېدونکې منعکسه څپې دي چې هر شي ته رنګ ورکوي.

د رنګونو تشخیص، د هغه په وړاندې د انسانانو بېلابېل احساسي غبرګونونه او د انسان په اروايي حالت اغېز یې د رغونې په انجنیري کې خورا ارزښتناک رول لري هغه ځکه که چېرې د ودانیو د بېلابېلو چاپیریالونو لکه دهلیز، خوړو خونې، خوب خونې او ناست خونې په رغولو کې د رنګ او ښکلا په وړاندې انساني احساسات او سایکولوژي په پام کې ونه نیول شي، رغول چي یې په هرڅومره ستر لګښت تر سره شي د هوساینې په ځای کېدای شي انسان ته په زندان کې د اوسېدلو احساس ورکړي او بلاخره یې په اروايي ناروغۍ اخته کړي، ځکه په اروايي لحاظ نور د انسان اروا لپاره یوه مهمه انرژي ګڼل شوې، اوس راځو په همدې برخه باندې نور هم تم کېږو چې د رنګ په واسطه په رغنیزو چارو کې څه بدلولای شو.

د انځور حقوق OZAN KOSE/GETTYIMAGES

رنګونه د انسانانو د احساساتو، شخصیت او سلیقې پېژندونکي کوډونه دي. رنګ په مهندسي کې یو ډېر مهم پارامتر دی چې د ډیزاین په وخت ورته نه پاملرنه کولای شي په ودانۍ کې د اوسېدونکي انسان اروا د تل لپاره زیامنه کړي.

درنګ په واسطه کولای شو یوه کوټه توده او یا هم سړه وښیو، کولای شو د ودانۍ عیبونه پټ او یا هم ښکاره کړو، کولای شو ځایونه پکې تر اصلي مساحت پراخه او یا هم کوچیني وښیو، کولای شو د هستوګنې فضا پکې آرامه او یا هم نارامه او زړه تنګې وښیو.

د دې لپاره چې پورتني بدلونونه د رنګ په واسطه را مینځ کړای شي نو اړینه ده د رغنیزو او مهندسي اصولو سره سم رنګونو ډلبندي ته ځير شو. په مهندسي کې د لیدلو وړ نوري طیف د انسان لیدلو احساس له اړخه په دوو غټو او څو فرعي ډلو وېشل شوی، چې یوه ډله یې تاوده رنګونه او بله ډله یې ساړه رنګونه دي چې سور، نارنجي او ژېړ یې تاوده او شین، زرغون او بانجاني یې ساړه رنګونه بلل شوي.

د انځور حقوق KARL-JOSEF HILDENBRAND/GETTYIMAGES

پر دې سربیره تاوده رنګونه فعال او تحریکوونکي او ساړه رنګونه آرامښت بښونکي او معتدل، روښانه رنګونه خوشالوونکي، مینځني روښانه د تحمل و او تیاره رنګونه خفه کوونکي ښوول شوي.

تاوده اوساړه رنګونه

د رنګونو په ټاکنه کې باید هڅه وشي چې رنګ د چاپیریال سره همغږی وټاکل شي، که چېرې دا ټکی له پامه وغورځېږي نو کېدای شي د دوو نږدې چاپیریالونو تر مینځ ستر توپیر یا کانټراست را مینځ ته شي چې دا خپله د لیدونکي د حیرانتیا او ذهني نارامي لامل کېږي.

د بېلګې په ډول که د کوټې یو دېوال سور او بل یې زرغون ورنګوو نو په لیدو یې انسان د حیرانتیا او آن کېدای شي د نارامي حالت ته ولاړ شي، دا چاره د ودانیو په دنني برخه یا انټریور ډیزاین کې ډېره مهمه بلل کېږي.

د رنګ په غوراوي کې سلیقه او همرنګي هغه دوه مهم ټکي دي چې د لاندې پوښتنو په ځوابولو سره کولای شي تعیین شي.

د انځور حقوق MOHAMMAD TANHA
  • په دېځای کې کوم ډول فعالیتونه او کار ترسره کېږي ؟
  • په دېځای کې کوم ډول طبیعي رنګونو شته ؟ مثلا تیږه ، لرګی، خښته او که ...
  • آیا چاپیریال تیاره دی او که روښانه، څومره رڼا ته دلته اړتیا شته ؟
  • کوم ډول چاپیریال ته اړتیا ده، خوشاله او فعاله او که آرام او کرار ؟
  • آیا غواړی چې دغه ځای تر اصلي اندازې ستر او یا هم وړوکی وښیاست ؟
  • آیا غواړۍ د دغه ځای فضا ګرمه یا سړه وښیاست ؟
  • د دغه ځای اصلي بڼه څه ده ؟ آیا دغه ځای کم سوری، سورور، اوږد او که یا هم لنډ دی ؟

دغو پوښتنو ته د ځواب په تکل کې باید تر ټولو لومړی پدې پوه شوچی له دغه ځای څخه د کوم کارلپاره ګټه اخلو ترڅو د فعالیت څرنګوالي له امله رنګ چټل او یا هم دمینځه لاړ نشي، د بېلګې په ډول که د غولي لپاره سپین رنګ غوره کړو د ګټې اخیستلو وخت کی ډیرامکان شته چی چټل شي یا هم له منځه لاړشی یا هم د پخلنځی دمیزرنګ چی دغذا د تیاریدو په وخت کې د مختلفو موادو ترتاثیرلاندي راځی.

همدا راز مو که په ودانۍ یا خونه کې طبیعی رنګونه موجود وه نوکوښښ باید وشی چی داسي رنګونه غوره کړوچی همغږی ولري مثلا لرګی یا تیږی رنګ په پام کی نیولوسره رنګونه غوره کړو. دا معلومه خبره ده چی دخونود رڼا کچه د خوني په فعالیت پوري مستقیمه اړه لري اود فعالیت په پام کی نیولوسره ټاکل کیږي، چې دهري خوني لپاره د رڼا اندازه د شته معیارونو پام کې نیولو سره محاسبه کیږي.

د انځور حقوق JOERG KOCH/GETTYIMAGES

دې ته ورته د رنګونو په واسطه کولای شوچی یوځای له اصلي اندازي ستریا کوچنی وښیو که چیرته روښانه رنګونه کارشي خونه په نظرلویه راځي او برعکس که تیاره رنګونه کارشي خونه یا دیوال مونږته له اصلي اندازي وړوکی مالومېږي چې دې حادثې ته د رنګ - اندازې ایلوژن وايي.

پورتینو پوښتنو ته دځواب په لټه د ودانیو په رنګولو کې لاندي ټکي په پام کې نیول هم اړین دي:

چت

د دې لپاره چې کوټه یا هم ودانۍ د طبیعي رڼا په نه شتون کې په نسبي توګه روښانه وي نو د چت لپاره سپین، سپین ته نږدې او یاهم ژیړ رنګ ټاکل دود دی. د دې تر څنګ که وغواړو چې چت تر اصلي لوړوالي نږدې وښیو نو بیا د تک سپين یا روښانه په ځای باید تیاره سپین و کارول شي.

دیوال

په کوټه یا ودانۍ کې له طبیعي او یا هم مصنوعي رڼا څخه د اعظمي ګټنې په پار د چت په څېر دیوالونو کې هم باید روښانه، سپین او مینځني سپین رنګونه وکارول شي. خو که چېرې کوټه پخپله کافي رڼا ولري نو بیا د شخصي ذوق مطابق د نورو رنګونو کارول هم اروايي زیان نه رسوي.

د ودانۍ غولی

د چت او دیوالونو په څېر د کوټې یا دودانۍ غولی هم باید د طبیعي رڼا شتون کچې ته په کتو سره رنګ شي. د غولي په رنګونو کې یو بل اصل دا هم په پام کې نیول دي چې غولی د ودانۍ بلې هرې برخې په پرتله د چټلېدو ډېر امکان لري نو نو ځکه خو د تیاره رنګونو کارولو توصیه پکې ډېره شوې. خو که چېرې بیا هم له روښانه رنګونو سره ډېره لېوالتیا لرۍ نو د غولي هغه برخې چې پکې تګ راتګ ډېر کوۍ په روښانه رنګ مه رنګوئ.

ناست خونه

ناست خونه یا صالون معمولا دخبرواترو، مطالعی، موسیقی اوریدلو، تلویزون کتلو او داسې نورو چارو لپاره کارول کېږي چې د حواسو آرامښت ته اړتیا ده، نو په داسې کوټه یا ځای کې د متضادو رنګونو کارول د حواسو ګډوډولو لامل کېږي چې نه کارول یې توسیه شوي.

د خوړلو خونه

خوراک یوه ښه بوختیا او سرګرمي بلل شوې، آن په ځینو الوتنو کې خوراک ته انټرټېنمنټ یا د خوښې بوختیا ویل شوې، نو د دې لپاره چې له خوراک څخه په یوه خوشال، تاوده او دوستانه چاپیریال کې خوند واخیستل شي باید روښانه او تاوده رنګونه وکارېږي. د دې ترڅنګ د ډوډۍ مېز او یا هم سر مېزې کې د متضادو رنګونو کارول بیا د پام را اړولو لامل ګرځي او خوراک ته د زړه ور کښلو شونتیا زیاتوي نو ځکه خو یې د کارولو توسیه شوې.

خوب خونه

د خوب خونه د آرمتیا او استراحت ځای دی، پدې خونه کې باید ساړه رنګونه وکارول شي، همدا راز د متضادو رنګونو کارول د دې سبب ګرځي چې د حواسو پرېشاني را مینځ ته کړي نو کارول یې ندي توسیه شوي. د خوب کوټې د رنګونو غوراوی د سیمي چاپیریالي حالت او هوا پوري تړلی ده، په سړه سیمه کې د تاودو او په توده سیمه کې سړو رنګونو کارولو توسیه شوې.

پخلنځی

پخلنځی د خوځښت او فعالیت ځای دی چې په ټوله کې یې دېوالونو ته تاوده رنګونه مناسب دي خو، د المارۍ او میز لپاره یې د متضادو رنګونو کارولو توسیه په دې شوې چې هلته باید بدلون د تعجب او چټک غبرګون او چټک کار لامل شي. همدا راز د پخلنځي په تیاره کونجونو او ځاینو کې د ډېرې سپینې رڼا کارول چې د کار تحرک لا پسې زیاتوي اړین بلل شوي.

حمام

حمام معمولا تنګ او په واړه ځای کې جوړېږي نو دېوالونه یې په روښانه او مینځني روښانه رنګ لړل به یې د زړه تنګي څخه د مخنیوي په چاره کې ګټه وکړي، په حمام کې سپین رنګ چې د پاکوالي نښه بلل کېږي کارول تر ټولو نورو رنګونو مناسب دی. له دېوالونو او تال (تشت یا ټپ) پرته نورو شیان که صابون ځای، شاپوځای، برس، شاور پایپ او داسې نور چې د مینځنلو په وخت کې پام ور اړولو او چټک پېژندل یې اړین دي باید متضاد رنګونه ولري.

د ماشومانو خونه

له ۱۳ کلن څخه ټیټ عمر لرونکو ماشومانو ته د تودو او انرژی لرونکو رنګونو لکه سره او نارنجي کارونې توسیه شوې، دا رنګونه په ماشوم کې د خوځښت او خوښۍ احساس زیاتوي. تر ۱۳ کلونو پورته ماشومانو لپاره د زرغون او شین رنګ ځکه توصیه شوې چې دا رنګونه د سکون او ثبات احساس ورکوي.

هیله ده لوستونکي د رنګونو فزیکي ماهیت، اروايي اغېز او انجنیري وړاندیزونو ته په کتو سره په ودانیو کې د خوشاله ژوند تېرولو په پار دا لنډ یادښتونه په پام کې ونیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب