آیا د فرانسې په کلې کمپ کې حالت بدل شوى؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ځنگله کمپ اوس تړل شوى خو د هغه مهال پر تله اوس ډېر کډوال په دغه سيمه کې ژوند کوي

تېر کال د اکتوبر پر ٢٤ نېټې د کلې پنډغالى وتړل شو. په کې مېشت ځیني ک‌‌‌‌‌‌ډوال بريتانیا ته په راتګ بریالي شول، ځينې یۍ په فرانسه کې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو په مرکزونو کې اوسېدو ته اړ شول او ځينو یې په فرانسه کې رسما" پناه وغوښته.

خو پوښتنه دا ده چې آیا یو کال وروسته په کلې کې حالت بدل شوى؟

د پنډغالي له تړل کېدا سره سره اوس هم شاوخوا ١٠٠٠ ک‌‌‌‌‌‌ډوال په کلې کې اوسېږي او نور هم ور روان دي.

دلیل یې هماغه پخوانى دى، بريتانيا ته ځان رسول.

د دوى پر وړاندې هېڅ راز داسې يوه قانوني لار نشته چې په مټ يې له کلې بريتانيا ته واوړي.

نو ځکه هغو خطرناکو لارو ته مخ کوي چې وار له مخه يې د يو شمېر کډوالو ژوند اخيستى.

ک‌‌‌‌‌‌ډوال خپلې موخې يانې بريتانيا ته ځان رسولو لپاره په بندري سیمو او سمندرغاړو کې راغونډېږي چې له فرصته په گټه اخیستو بريتانیا ته واوړي. دغه راز بندري سيمې په فرانسه کې کلې، دنکرک او په بلجیم کې د زیبېرګ دي.

د کلې حالت د پخوا پرتله ‌‌‌‌‌‌ډېر خراب شوى او په کې د شته ستونزو لست اوږد دی.

د سم مېشت ځايونو نشتوالی، د ناروغیو خپرېدل په خاصه توګه د پوستکي او د ژامو ناروغۍ چې لامل یې د ځان او بدن نه مینځل او ناپاکي ده.

د څښاک اوبه او خوراکي توکي هم نشته چې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو پر روغتیا او فزیکي حالت ‌‌‌‌‌‌يې ډېر بد اغېز کړى.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې د کلې پنډغالی وتړل شو نو ځینې کډوال د فرانسې په لرې پرتو سیمو کې د کډوالو مرکزونو ته واستول شول

داسې ک‌‌‌‌‌‌ډوال هم شته چې په څو ورځو کې یو او دوه ځل خواړه خوړلي دي. خیریه او ټولنیزې موسسې وېره لري چې د ژمي را رسېدو سره به د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

اکسيجن، د افغان ماشوم کيسه چې يو ټيليفوني پيغام يې ژوند وژغوره

ویډیو کلې کې بې سرپرسته کډوال ماشومان

په کلې د ځنگله پنډ غالي له ورانېدو وړاندې ماشومانو ته د ژبې لیک لوست او د لوبې وسايل هم ورکول کېدل خو اوس هېڅ نشته.

فرانسه کې کډ‌‌وال

کله چې د کلې پنډغالی وتړل شو نو ځینې ک‌‌‌‌‌‌ډوال د فرانسې په لرې پرتو سیمو کې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو مرکزونو ته واستول شول. ځینې دغو مرکزونو کې شرایط ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه وو او ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ته په تېره بیا ماشومانو ته ‌‌‌‌‌‌طبي، قانوني او تعلیمي اسانتیاوې برابرې شوې وې خو په ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو کې سربېره پردې چې هېڅ هم نه وو د ځایي خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

همدا وو چې د ماشومانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ‌‌‌‌‌‌ډېری ک‌‌‌‌‌‌ډوالو دا مرکزونه په خپله خوښه پرېښودل او کلې خوا ته یې مخه کړه.

د ٢٠١٦ كال په دسمبر کې د بریتانیا حکومت دغه هېواد ته د هغو بې سرپرستو کډوالو ماشومانو د راوستو بهير ودراوه چې خپلوان یې دلته بریتانیا کې اوسېږي.

په ٢٠١٥ كال کې کله چې اروپا کې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو شمېر په بې سارې توګه لوړ شو نو برېتانیا ته د اوښتو په هیله ګڼ شمېر ک‌‌‌‌‌‌ډوال د کلې شا وخوا ته راورسېدل او د ځنگله په نامه کمپ جوړ شو.

که څه هم د ځنگله کمپ اوس تړل شوى خو د هغه مهال پر تله اوس ډېر کډوال په دغه سيمه کې ژوند کوي

هغه ک‌‌‌‌‌‌ډوال چې مخکې په کلې که اوسېدل په دوو برخو ووېشل شول یو هغه چې غواړي برېتانیا ته واوړي او بل هغه چې غواړي په فرانسه کې پناه وغواړي.

لومړی برخه خو یې هملته کلې کې بريتانيا ته د راتگ په تمه شپې سبا کوي او دوهمه برخه یې د فرانسې د لویو ښارونو په کوڅو، سړکونو او پارکونو کې له مياشتو راهيسې اوسېږي.

همدا اوس شاوخوا ٢٠٠٠ تنه پاریس کې او ٤٠٠ په مېتز کې پر سړکونو شپې ورځې تېروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کډوال بريتانيا ته رسېدو لپاره ډېرو خطرناکو لارو ته مخه کوي چې ځينو ان خپل ژوند بايللى

تېر کال کله چې پاریس ته تللې وم او له یوې فرانسوۍ مېرمنې نه مې د یوه پارک پوښتنه کوله راته ویې ویل هغه د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو پارک ښیې. ما ورته وویل، هو.

نو داسې ښکاري چې ان د ښار ځینې برخې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د مېشت ځایونو په نامه پېژندل کېږي.

په اروپا کې د دوبلېن ٣ قانون پر بنسټ ک‌‌‌‌‌‌ډوال اروپا ته د ننوتو په لومړي هیواد کې باید د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ غوښتنه وکړي، او ډېرى کډوال د بلغاریا، ایتالیا او یونان له لارې لوېديزې اروپا راځي.

اوس مهال ١٠٠٠ تنه ک‌‌‌‌‌‌ډوال په کلې، ٢٥٠ دنکرک، ٤٠٠ بروكسل، ١٥٠٠ پاریس او ٤٠٠ مېتز کې دي چې ټول ټال څه د پاسه ٣٠٠٠ تنه کېږي، چې ډېرى په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

تېر کال په همدې وخت کې د برېتانیا دولت ٣٠٠٠ هغو ماشومانو ته د ويزې د ورکړې ژمنه کړې وه چې په يوازې سر اروپا ته راغلي او په فرانسه کې مېشت و، خو يوازې ٧٥٠ کسانو ويزه ترلاسه کړه.

خیریه موسسې اوس د برېتانیا له حکومته غوښتنه کوي چې له ک‌‌‌‌‌‌ډوالو سره خپلې ژمنې پوره کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب