هغه ستونزې چې يوازې د ښځو لوست يې له منځه وړى شي

نالوستې مېرمنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نالوستې میرمنې یوه لویه ستونزه دا ده چې له خپلو انساني او مذهبي حقونو نه وي خبره

د یونسکو د نړیوال سازمان او معارف وزارت د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې په سلو کې څه ناڅه نوي فیصده ښځې نالوستې( بې سواده) دي چې دا فیصدي په کلیوالو سیمو کې له ښاري سیمو په تیره بیا کابل ښار ډيره لوړه ده.

زده کړو ته د نه لاسرسي له ګڼو لاملونو څخه یو هم د بدو او بې بنسټه رواجونو شتون ښودل کیږي چې د هغه له مخې نجونو او میرمنو ته دا اجازه نه ورکول کیږي ترڅو زده کړې وکړي.

د نړۍ چټک پرمختګ د ژوند سطح لوړه کړې خو کله نا کله په لوړه سطح ژوند کول ستونزمن او پیچلی شي.

د نارینه او ښځینه و ګډ تعامل کولی شي دا ستونزې او پېچلتیا په یوه خوندوره تجربه بدله کړي.

ټولنیزې بیلګې ښيي، هغه میرمن چې زده کړې لري د کورنۍ او خاوند سره په چلند، ماشومانو په روزنه، د کورنۍ اقتصادي بسیاینه او نورو ډیرو چارو کې د لوړ درک او مناسب چلند څښتنه وي.

له همدې ټولنیزو بیلګو او شته تجربو یې ویلی شو چې زده کړې د دیوې اړتیا تر بریده ضروري دي او که یوه میرمن لږ ډیرې زده کړې ولري نو د ژوند سطح به یې له هغې میرمنې چې زده کړې نه لري له ډيرو اړخونو د پرتلې نه وړ او لوړه وي.

دلته په ټولنه کې د نالوستو میرمنو ځينې ستونزې یادوو.

حقوقي ستونزې

د نالوستې میرمنې یوه لویه ستونزه دا ده چې له خپلو انساني او مذهبي حقونو نه وي خبره او په دې توګه د هغو دفاع او غوښتنه هم نه شي کولی. هغې ته خو په ټولنه کې مروج رواجونه او دودنه د مذهبي عقایدو په څير سپېڅلي او د منلو وړ برېښي او د هغه بدلول او ماتول لکه د یوې ګناه په څير ناوړه بولي.

نالوستې مېرمنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption نالوستې ښځې څومره چې خپله له خپل وروسته پاتې حالت څخه ځوریږي په هماغه اندازه يې کورنۍ او ټولنه ورسره ستونزې ګالي

نالوستې میرمنې نه یوازې دا چې پر خپلو حقونو نه دي خبرې بلکې د خپل خاوند، ماشومانو او کورنۍ له حقونو څخه هم پوره خبرتیا نه لري او همدا لامل شي چې ډیر کله د هغوی له نارضایتی او په ناغوښتي ډول بې پروایۍ سره مخ شي.

چې دا بیا تر هر چا ډيره خپله میرمنو ته ځورونکې وي.

کورنۍ ستونزې:

ډیر کله د افغاني ټولنې نارینه په دې تورن دي چې دوی خپلو د کورنۍ میرمنو ته دا اجازه نه ورکوي تر څو زده کړې وکړي او دا کار یو ډول شرم ګڼي.

خو که له داسې نارینه څخه چې د زده کړو ډیر کلک مخالف هم وي دا پوښتنه وشي چې دی غواړې میرمن یې زده کړې ولري که نه؟ نو هغه به بې له ځنډه ووايي چې دا به ښه وي چې تر یوې کچې پورې یې لیک او لوست زده وي او په یو څه پوه شي.

دا ځکه هغه کسان چې د نجونو د تعلیم مخالف هم دي په دې پوهیږي چې زده کړې اړینې دي او لوستې میرمن تر نالوستې میرمنې د ګډ ژوند لپاره ښه انتخاب دی.

زه داسې ده مېرمنې له نژدې پېژنم چې د لوست او نه لوست مسله يې ژوند اغېزمن کړى.

سارا تر شپږم ټولګي زده کړې کړې. نوموړې له خپلو څلورو ماشومانو سره مرسته کوي چې څنګه خپله کورنۍ دنده ولیکي، هغه په دې هم پوهیږي چې ماشومان یې په لوستونو کې کومې ستونزې لري، ځکه هغه میاشت په میاشت د خپلو ماشومانو ښوونځي ته ورځي او د ښوونځي له ادارې د هغوی د لوستونو په اړه پوښتنه کوي.

د هغې خاوند په یوه بهرني هیواد کې په عالي زده کړو بوخت دی او د سارا په شتون یې له کورنۍ زړه ډاډه دی.

له کم عمره مېرمنې سره کوروالي "زبرزنا" ده

افغان مېرمنې په اتو انځورونو کې

بله خوا فاطمه بيا د خپلو ماشومانو له زده کړو نه ده خوښه. هغه په دې هم نه ده خبره چې ماشومان یې کوم ورځ ښوونځي ته ځي او کومه ورځ نه ځي. د فاطمې خاوند هغې ته وايي چې د خپلو ماشومانو ښوونځي ته ورشي او د هغوی له ښوونکو سره وغږیږي، خو فاطمه وايي چې زه دومره زړه نه شم کولای چې د ښوونځي له مدیرې سره چې یوه لوستې میرمن ده وغږیږم.

دې ته ورته بیلګې ښيي کوم نارینه چې میرمنې یې لوستې دي، دا چانس یې ورسره ډير دی چې د ماشومانو د زده کړو په برخه کې ډيره خواري د دوی میرمنې وګالي او له دې سره دوی په پوره اندازه وخت لري چې په خپله کاري برخه کې ښه پرمختګ وکړي. هغوی وخت پر وخت د خپلو وړتیاوو د لوړولو لپاره ښه چانس لري او د کورنۍ او ګډ ژوند ستونزې یې تر هغه نارینه چې نالوستې میرمن لري کمې وي.

نالوستې مېرمنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوې ټولنې د متوازن پرمختګ تر ټولو لومړنى شرط په هغه ټولنه کې د میرمنو فعاله ونډه ده

خو د یوې نالوستې ښځې خاوند اړ دی چې د ژوند او ماشومانو د زده کړو بار په یوازې ځان اوچت کړي. ځکه نالوستې میرمن نه شي کولی چې هغه ډول چې یوه لوستې میرمن د خاوند، ژوند او ماشومانو په پرمختګ کې ونډه اخلي همغومره فعاله واوسي.

همدارنګه هغه نارینه چې میرمن یې نالوستې ده د کورنۍ او ماشومانو په پرمختګ کې ډیر کار او پاملرنې ته اړ دی او نه شي کولی چې څرنګه غواړي خپلې کاري یا هم تحصیلي وړتیاوې لوړې کړي او که وغواړي دې کار ته ملا وتړي نو د کورنۍ مسولیت ټول بار د میرمنې پر غاړه ورواچوي. که دا کار وه هم کړي نو دا چاره به ډيره ګټوره ورته تمامه نه شي.

ټولنیزې ستونزې

زموږ ټولنه یوه له هغو ټولنو ده چې د نارینه او ښځینه اولاد تر منځ ډیر جوت ټوپیر کیږي او له بده مرغه دا تور پر ښځو لګیږي چې د دې توپیر تر شا د دوی لوی لاس دی، خو که له حقیقت څخه تیر نه شو نو دا خبره تر یوه بریده رښتیا هم ده.

یوه مشره ښځه چې زه یې پیژنم دا خبره تل کوي چې ماته مې نارینه لمسیان تر ښځينه لمسیانو ډير ګران دی.

دا یوه کیسه هم کوي چې ځنګه په پخوا زمانو کې د هغوی یو لېرې خپل چې کله مړ شو نو تربورانو یې د هغوی په میراث ویشلو شروع وکړه او د هغوی پنځه لوڼې یې هم پر خپلو زامنو ووېشلې تر څو ورسره نکاح وکړي، خو کله چې د هغه کس کونډې میرمنې وویل چې هغه د دریو میاشتو راپه دیخوا مېندواره ده نو ټولو د ماشوم تر زیږیدو صبر وکړ او بیا کله چې هغې زوی وزیږوه نو د هغه خویندې او له پلاره پاتې شته د هغه ماشوم هلک له برکته د هغه په نوم خوندي پاتې شول.

په داسې حال کې چې که د هغې کونډې پنځه لوڼې لوستې وای نو هر یوه یې د پلار د شتمنۍ او کورنۍ په ساتلو کې د ورور په اندازه صلاحیت درلود.

له دې سره سره زموږ په ټولنه کې ډير داسې بې ځایه رواجونه او دودنه له پخوا څخه شته او ښځې د دې رواجونو په پاللو کې له نارینوو څو ګامه مخکې دي.

نو ښکاره خبره ده که چیرې میرمنې زده کړې کړي وي د دغه ډول دودونو په له منځه وړلو کې به ډير لوی لاس هم د همدې ښځې و اوسي.

اقتصادي ستونزې:

اقتصاد د یوې ټولنې د شمزۍ په څير عمل کوي او د ټولنې او کورنۍ په سوکالۍ کې يې ونډه له پامه نه شو غورځولی.

نالوستې مېرمنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption لوستې ښځې د کورنۍ د اقتصاد په ښه والي کې مهم رول لوبوي

لوستې میرمنې د کورنۍ د اقتصاد په ښه والي کې نه یوازې چې مرسته کولی شي بلکې په سختو شرایطو کې د کورنۍ د اقتصاد ټول بار هم دوی په غاړه اخیستی شي.

یوه میرمن پیژنم چې خاوند یې مناسب کار او تنخوا لري او له دې غواړي چې خپلې لوړې زده کړې په نیمه کې پریږدي، خو هغه دا کار نه کوي. هغه وايي زما راتلونکی څوک تضمینوي چې که کله مې خاوند دنده له لاسه ورکړي او یا هم بله پېښه ورسره وشي نو زما ماشومان سوال کولو ته اړ نه شي.

دا د هغو ستونزې ځينې بیلګې دي چې نالوستې میرمنې ورسره مخ دی او موږ یې په خپل شاوخوا کې وینو او همدا یې وخت دی چې دا ستونزې جدي وګڼو او د حل لپاره یې لاس په کار شو.

د یوې ټولنې د متوازن پرمختګ تر ټولو لومړنى شرط په هغه ټولنه کې د میرمنو فعاله ونډه ده چې دا ونډه له تعلیم پرته ناممکنه ده او هغه ټولنه چې ښځې یې نالوستې او پر خپل وړتیاوو بسیا نه دي کله هم د نړۍ سره سیالي نه شي کولای.

نالوستې میرمنې څومره چې خپله له خپل وروسته پاتې حالت څخه ځوریږي په هماغه اندازه د هغوی د ژوند ملګرى، ماشومان، کورنۍ او ټولنه ورسره ستونزې ګالي، ځکه خو د هغوی په حالت بدلولو او لوستې کولو کې د ټولو ګډې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا ده.

ورته مطالب