که ښځې له فزیکي پلوه تر سړیو پیاوړې وی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوهان وايي، که ښځې ځواکمنې شي د سړیو په څېر به تاوتریخجنې هم وي.

که ښځې ناڅاپه د نارینه وو پرتله له فزیکي پلوه پیاوړې شوې وی، ټولنه کې به څه بدلون راغلی و؟ ریچل نوور ددغې جالبې فکري تجربې په اړه له څیړونکو او د جنسیت کارپوهانو څخه پوښتنه کړې.

کله چې په ۱۹۶۳ کې د جودیت ګارډنر پلار مړشو، مور یې چې یوه حقوق پوهه وه، د دوی د حقوقي شرکت چارې پرغاړه واخیستې.

هغه مهال ډیرو لږو ښځو دغسې مقامونه درلودل، خو د ګارډنر مور په دې چاروکې په بریالیتوب پرمخ لاړه.

هغې د خپل دفتر میز لوړ کړ چې د نارینه مشتریانو پرتله خپل قد چې ۱۵۰ سانتي متره وو یو څه لوړ وښيي او تل به یې په کاري دفتر کې د ډوډۍ خوړلو پیسې له خپل حسابه له وړاندې ورکولې.

د شیکاګو په ایلینای پوهنتون کې د انګریزي، د جنسیت د چارو او د ښځو د څیړنو پوهانده ګارډنر وايي:'' هغې د ډیرو ساده ورځینو کارونو هغه لارې چارې زده کړې وې چې معمولا به نارینه و کول. هغې په ناعادي حالاتو کې خپل صلاحیت او وړتیا کارولی شول.''

خو که د ګارډنر د مور قد لوړ وی او اړتیا یې نه درلودی چې خپل قد په مصنوعي ډول لوړ وښيي څه به پېښ شوي وی؟

که چېرې د تدریجي تکامل د سلګونو زرو کلونو له مرستې پرته، له فزیکي پلوه ښځې د نارینه و پرتله ناڅاپه پیاوړې شوې وی، بدنونه یې غټ او غښتلي وی، څه به پېښ شوي و؟

البته چې دا کار شونی نه دی- خو په دې اړه د کارپوهانو نظر پوښتل چې د دې فکري تجربې په هکله اټکل وکړي، دا څرګندولی شي چې په ریښتیانۍ نړۍ کې جنسیتي عوامل او د ښځې او نارینه ترمنځ اړیکي څرنګه بدلون مومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ' د ۵۰ فوټه لوړې ښځې برید' په ۱۹۵۸کې یو امریکايي ساینسي تخیلي فېلم چې برنارډ ولنر جوړ کړی وو.

د یادولو ده چې، د نړۍ په زیاترو ژویو کې- له حشراتو نیولې تر چنګښو او کبانو- په طبیعي نړۍ کې معمولا ښځې تر سړیو غټې وي، ځکه چې هغوی په خپل بدن کې له ځان سره په زرګونو هګۍ وړي.

د انسانانو په ګډون، زیاتره نور ځمکني د ملاتیر لرونکي ژوي، له دې قانونه مثتثنا دي.

ښځینه تریوه حده وده کوي او بیا پکې د نسل د تولید حالت رامنځته کېږي، د عضلاتو او هډوکو پر ځای یې په بدن کې وازده یا غوړ ډېر تولیدیږي.

خو، نارینه لکه انسانان خپله انرژي زیاتره پر هغو وړتیاو لګوي- د بدن غټوالی او قوت- چې د دغو ښځو د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړی شي.

په داسې حال کې چې د جنسیتونو ترمنځ فزیکي تفاوتونه په کمېدو دي- د بدني ورزش، اتلیتیک، په ځینو هڅو کې ښځې له نارینه و سره سیالي کوي- خو تراوسه ځینې بنسټیز توپیرونه شته دي، چې د زرګونو کلونو په ترڅ کې رامنځته شوي.

د بېلګې په توګه، په منځنۍ کچه، سړي تر ښځو غټ او غښتلي وي، د بدن سکلیت یې ۱۰ کیلو ګرامه عضلې لري، د بدن د لوړې برخې قوت یې ۴۰ سلنه ډېر وي او د بدن ټیټه برخه یې ۳۰ سلنه ډېر قوت لري.

خو که ښځې ناڅاپه د نارینه و پرتله غښتلې شي، باید غټې هم شي، ځکه چې د غټو عضلاتو لپاره باید غټ هډوکي هم ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حیواناتو په ډېری انواعو کې ښځینه د نارینه پرتله غټې وي، لکه دا دوه چونګوښې.

د دغو بدلونونو ترڅنګ باید نارینه هورمون یا ټسټوسټیرون او نور هورمونونه هم زیات شي. که ټولنه یواځې د طبیعت قوانین مراعات کړي، نو دا به له ښځې د نارینه پر لور یو بدلون وي.

د کلیفرنیا پوهنتون د بیالوجي پروفیسره ډفني فېر بېرن، وايي:'' یوه مور واکې(مور سالاره) ټولنه به رامنځته شي چې ښځې به واکمنې وي او نارینه به د ماشومانو ساتنه پالنه کوي.''

هغه وايي د ښځو لپاره به د ماشوم زېږولو کار سخت وي:'' که دا بدلون په ښځو کې د ټسټوسټیرون هورومون د زیاتېدو له لارې رامنځته شي، په ښځو کې به د نسل د تولید فعالیتونو لپاره څرګندې منفي پایلې ولري.''

د زیات قوت درلودل ښايي روحي پایلې هم ولري، لکه د نارینه و په شان چې اوس یې لري، که په ورځنۍ توګه له خپلو عضلاتو کار اخلي که نه یې اخلي.

د بېلګې په توګه، د ارهوس پوهنتون د سیاسي علومو پروفېسر بانګ پیټرسن وايي، په هغو نارینه و کې چې د بدن د لوړې برخې قوت یې تر نورو ډېر وي د کمزورو نارینه و پرتله ډېره شونې ده چې هغه سیاسي تګلارې خوښې کړي چې دوی ته ګټه رسوي.

''د مثال په توګه، غښتلي شتمن نارینه معمولا بېوزلو ته د پېسو ویشلو سره مخالفت کوي. ''

پیټرسن وايي کېدی شي د دغو نارینه و چلند له نیکونو څخه ورته پاتې وي، چې له فزیکي پلوه غښتلیو کسانو به د زېرمو ډېره برخه د ځان لپاره غوښتله.

پیټرسن استدلال کوي چې غښتلي، غټ سړي ښايي د سلسله مراتبو او سیالۍ پلویان هم وي.

دا صفتونه او ځانګړتیاوې لږترلږه د طبیعي انتخاب له امله کېدی شي.

لکه چې پیټرسن وايي،'' نارینه په دې خاطر تاوتریخجن نه دي چې غښتلي دي، بلکې په دې خاطر غښتلي دي چې د تدریجې تکامل د تاریخ په ترڅ کې په بیلابیلو طریقو د نارینه سایکالوجي اغېزمنه شوې ده او دې ته یې اړتیا درلوده چې له تاوتریخوالي کار واخلي.

په داسې حال کې په دې اړه بحثونه روان دي چې ترکومه حده طبیعت او ترکومه حده روزنه او پالنه ځینې صفتونه او خاصیتونه لکه برتري غوښتنه او تیری کول اغېزمنوي، ناشونې نه ده چې که ښځې ناڅاپه - غښتلې شي لږترلږه ځینې نارینه ځانګړتیاوې یې پیاوړې کېږي.

د دې ترڅنګ، د ښځو فزیکي ښکلا هم د شخصیت د ځینو ځانګړتیاو سبب کېدی شي.

د انځور حقوق ( د کانګرس د کتابتون انځور)
Image caption کاتي ساندوینا،' مېرمن هرکولیس' چې درې سړي یې په غېږ کې پورته کړي

دا ټول بدلونونه د سړیو او ښځو ترمنځ پر ځینو اړیکو اغېز اچولی شي.

فېر بېرن استدلال کوي، ځینې ښځې، چې اوس احساسوي د نارینه د راجلبولو لپاره باید ځان کمزوری وښيي، ښايي نور دې کار ته اړتیا ونه لري او دغسې پېښې لیدل شوې هم دي.

د بېلګې په توګه د هغې ۳۰ کلنې لور څو ځله هڅه وکړه چې ځان ته د ژوند یو ملګری پېدا کړي خو بریالۍ نشوه، ځکه چې نارینه معمولا له ځانه پورته ښځې نه خوښوي، خو دا نجلۍ ډېرې وړتیاوې لري، د دوکتورا تحصیلي سند لري، ۵۰ میله لار په ځغاسته وهلی شي، د کور سخت کارونه کولی شي او د دې لپاره چې نارینه یې خوښه کړي نه غواړي ځان کمزوری وښيي.

قوت یو له هغو شیانو دی چې معمولا په نارینه و کې د ښځو پرتله ډېر دی - خو که په دې کې بدلون راشي، نو په ريښتیانۍ نړۍ کې د نارینه و هویت او 'دودیزه' عضلاتي پیاوړتیا ګواښېدلی شي چې همدا اوس هم د ګواښېدو په حال کې ده.

په تېرو ۵۰ کلونو کې، ښځې تر ډېره خپلواکې شوې دي، په ډېرو مواردو کې یې عایدات، لاسته راوړنې او بریاوې له نارینه و ډېرې شوې دي.

تکنالوجي هم د نارینه او ښځو ترمنځ توپیرونو کمولو کې مرسته کړې. هغو ساحو کې چې له تاریخي پلوه پکې نارینه مسلط وه، لکه صنعت او سوداګري او پوځي چارې اوس د ښځو پرمخ هم پرانیستې دي.

ښځې اوس د بدني قوت پرځای پر خپله پوهه او د لاسونو او سترګو پر هماهنګۍ متکي دي، مثلا موټر جوړولی یا په جګړه ییزو فعالیتونو کې برخه اخیستلی شي.

نو، ځینې نارینه تراوسه د خپل جنسیت په فزیکي ځواک پورې نښتي دي او له دې امله فکر کوي چې ځواکمنتوب د دوی لپاره دی.

جکسن کاتز د یو روزنیز شرکت مشر دی چې د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوۍ په برخه کې خلک روزي.

هغه استدلال کوي'' په داسې حال کې چې ښځې اوس په هغو ساحوکې له نارینه و سره سیالي کوي چې له تاریخي پلوه نارینه و دوی ور څخه مثتثنا کړې وې، ځینې نارینه و دا فکر ټینګ کړی چې فزیکي غټوالی او قوت ډېر مهم دی، ځکه چې دا یوه داسې ساحه ده چې نارینه پکې تراوسه پر ښځو برتري لري.''

کاتز استدلال کوي چې له همدې امله د امریکايي فوټبال لوبه، سوک وهل او له تاوتریخوالي ډک نور ورزشونه ډېر مینوال لري.

'' یو سړی ښايي په دې پوه نشي او دا بیانولی نشي، خو په اصل کې دا فکر داسې دی چې، ' هو، یوه ښځه ښايي زما پرتله ډېرې پېسې وګټي، زما مشره ښايي یوه ښځه وي، زما مېرمن ښايي له ما بهتره دنده ولري، یو یوه یې هم د فوټبال لوبه نشي کولای.''

کاتز وايي، خو د فزیکي پیاوړتیا په اړه وسواس ترډېره یوه امریکايي ښکارنده یا پدیده ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښځو په نړیواله ورځ یوه هندۍ ښځه د هند شمال ختیځ ایالت ناګالند په دیماپور سیمه کې د خښتو پخولو یوه بټۍ کې کار کوي

خو کاتز وايي یو مثبت اړخ یې دا دی چې، که ښځې د نارینه و پرتله پیاوړې وي، د نارینه و لخوا به لږ ځورول کېږي او د تاوتریخوالي او جنسي تیري پېښې به کمې وي.

خو سمه به نه وي که فکر وکړو چې د ښځو د قوت برتري به ستونزې رامنځته نه کړي.

سره د دې هغوی د تاوتریخوالي وړتیا لري: په ۱۷-۴۵ سلنه لیزبین یا همجنس بازو ښځو کې د ملګرو ښځو له لاسه فزیکي ځورونې لیدل شوې دي.

سره د دې چې ناهمجنسبازو ښځو او سړیو کې، ښځې تر نارینه و ډېرې ځورول کېږي- ۱۹ سلنه سړیو ویلي چې لږترلږه یو ځلي د خپلو ښځو لخوا ورباندې برید شوی دی.

نو په داسې حال کې چې کیدای شي د نارینه و لخوا په کورونوکې د ښځو د ځورولو پېښې کمې شي، ښايي د ښځو لخوا د نارینه و د ځورولو پېښې ډېرې شي.

فېر بېرن وايي '' نارینه ځکه ښځې ځوروي چې توان یې لري- ځکه چې نارینه غښتلي دي. ښځې مې ډېرې خوښېږي، خو فکر نه کوم چې موږ بې عېبه یو او هرڅه مو سم دي.''

خو داچې په کارځي کې به نابرابرۍ او جنسیتي توپیرونو باندې څه ډول اغېز وکړي بشپړه روښانه نه ده. ريښتیا ده د پیاوړو عضلاتو درلودونکې ځانګړتیاوې د ځواکمن دریځ سره تړاو درلودلی- د مثال په توګه مارګریټ ټاچر خپل ځان ته روزنه وکوله چې غږ یې ژور او ځواکمن شي، یا دا چې په اویایمه لسیزې کې به سوداګرو خلکو دریشي اغوسته چې نور نارینه همکاران یې درناوی وکړي.

فېر بېرن وايي که ښځې د ځان د پیاوړتیا لپاره نور له فیشنه، بدنې حرکتونو او د غږ روزنې څخه کار وا نخلي- که په طبیعي ډول له نارینه و همکارانو ځان لوړ کړي- نو هغه مهال به د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند له منځه لاړ شي.

ګارډنر فکر نه کوي چې دا کاربه سان وي. هغه وايي حتمي نه ده چې فزیکي غټوالی او قوت د نابرابریو د دوام سبب شي.

'' سپین پوستي په منځنۍ کچه تر نورو خلکو غټ او پیاوړي نه دي، د کوم څرګند فزیکي بنسټ پرته د سپین پوستو برتري دوام کړی.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بایسکل درلودونکو پولیسو د ګزمې د ډلې غړي د چین په نامینګ سیمه کې ځوانو هلکانو ته ټوپک ښيي

هغه وايی دا استدلال چې ولې باید په کارځي کې تراوسه نارینه پر ښځو مسلط وي بدلیدونکی دی، لکه دا ادعاګانې چې وايي خدای ښځو ته امر کړی چې د نارینه و خدمت وکړي او دا چې وايي ښځې ډېرې احساساتي دي او په ځواکمنو دریځونو کې کار نشي کولی.

ګارډنر وايي'' دا استدلالونه د واقعیتونو پر بنسټ نه دي ولاړ، بلکې د نارینه و د برتري پر نظریې بنا دي. ځواکمن کسان تل هڅه کوي او له هر ډول وسایلو کار اخلي چې په خپل ځواکمن دریځ کې پاتې شي.''

په دې معنا چې ان که د ښځو قوت زیات هم شي، بیا به هم اړې وي چې د نارینه و تر ولکې لاندې ساحو کې له مصنوعي جوړ شویو خنډونو څخه د تېرېدو لپاره هڅې وکړي.

ځینې نوې پیاوړې شوې ښځې، ښايي موجود حالت بهتر وګڼي. د فیمینیزم یا د ښځو د حقونو د هڅو ځینې ډېرې په ډاګه مخالفانې ښځې وې.

د دې پرځای چې د سیستم پرضد مبارزه وکړي، ښايي داسې لارې چارې یې موندلې وې چې په خپله ګټه یې وکاروي او تریوه حده د جنسیتي چلند مخنیوی وکړي، په دې دلیل چې ''دا محرمې شخصي خبرې دي''.

د اوسمهال په سیاست کې، د دې مخالفو غورځنګونو اغیز څرګند دی- چې ځینې یې د مساوات پلوي او ځینې یې مخالف دي.

کاتز وايي له یوې خوا، د امریکا په متحدو ایالتونو کې،'' داسې کسان شته چې په ډاګه د هغو وختونو یادونه کوي چې ښځې یو زینتي شی ګڼل کېده''

له بلې خوا، پیټرسن زیاتوي چې، ټولنې لا پیچلې، ډیموکراتیکې او سوله ییزې شوې او د کنټرول د یوې وسیلې په توګه له تاوتریخوالي او تیري څخه ډېر کار نه اخیستل کېږي.

له دې امله یو شمېر ښځې سیاسي مشرتابه ته رسېدلې - یوه نامتو بېلګه یې انګلا مېرکل ده.

نو په داسې حال کې چې دا تش یو خیال دی چې ښځې به ناڅاپه له فزیکي پلوه د نارینه و پرتله پیاوړې شي، خو د دغسې یو حالت د رامنځته کېدو په لار کې ځینې بدلونونه همدا اوس رامنځته شوی دي.

هغسې چې فېر بېرن وايی،'' ښه به وي چې نړۍ د ښځو په لاس کې وي.''