"افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې نظر دا دى چې افغانستان د دغه هېواد له اقتصادي کلابندۍ ځان خلاص کړى

په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور اوس یقیني شوی چې کابل په اقتصادي او تجارتي ډګر کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیز او دهلیزه بهر شوی او افغان ولسمشر وتوانېد چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هېواد خلاص کړي.

دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې په بازارونو کې یې د پا کستاني توکو څېرې نور د خلکو له ذهنونو په وتو دي.

پر ډیورنډ پراته د تورخم او سپین بولدک پرتله، اوس د نیمروز، شیرخان بندر، حیرتانو، تورغونډۍ، اقینې او اسلام کلا بندرونه ډیر بوخت دي.

په وچه کې د راګېرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنى تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. په پنجاب کې د سیاستوالو د ورځيني بحث دويمه درجه توده موضوع د افغانستان د بهرنۍ او اقتصادي تګلارو بری دی، چې د پاکستاني شنونکو په باور یې وکولای شوای له پاکستان پرته نړۍ سره پخه او ډاډمنه راشه درشه پراخه کړي.

کابل ته اوس له اسیا، اروپا، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او ان امریکا څخه سوداګریزو توکو نوې لارې موندلي او افغان بازارونو په رنګارنګ نړیوالو معیاري مصرفي توکو بېله ښکلا خپله کړې ده.

بهرني سوداگريز توکي

اوس د افغانستان په سترو ښارونو کې د منځني پوړ مصرفوونکي افغانان د خپلې ورځنۍ اړتیا لپاره د داسې هیوادونو د اجناسو غوښتنه کوي، چې تر۵ کاله وړاندې یې ډیرو هټیوالو ته یادول خوب برېښېده. سږکال هندي څپلیو د افغانستان بازارونه په بشپړ ډول لاندې کړي، چې د بیې له اړخه د ۸۰ سلنې افغانانو له ژوند او ښکلاسره برابر وو. پر جامو سربېره درمل د اړتیا وړ هغه بل مهم توکی دی چې د افغانستان د طبي سوداګرو د ټولنې په وینا تر۲۰۰ میلیون ډالرو پورې هندي کمپنیو سره معاملې کړې دي او په دې توګه یې د پاکستان د کراچۍ د درملو کمپنیو ته زیان اړولی.

د وارداتو په خواکې د افغانستان صادراتو ته هم پراخ نړیوال مارکیټونه په لاس ورغلي چې د منځنۍ اسیا پر بازارونو سربېره، ترمسکو او اروپايي مارکیټونو، د منځني ختیځ دشمتنو شیخانو تر دسترخوانونو او د هندوستان د بېوزلو ترکورونو د افغانستان تازه او وچې میوې ورسیدې.

په تیرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان د تازه میوو او سبزیو لپاره ۲۰۱۷ م کال بی ساری وو. سږکال دافغان بزګرانو د حاصلاتو او کورنیو او نړیوالو بازارونو ترمنځ باثباته او منظمه اړیکه رامنځ ته شوې او په تیرو ۶ میاشتو کې د افغانستان د تازه میوو بازار ګرم دی، او افغان بزګرانو سږکال د خپلو تویې کړو خولو ثمره وڅکله. له څلورو لسیزو وروسته په جګړه کې د ښکیل افغانستان ټولې لویې لارې د پخوا خلاف تقریبا په مساوي ډول په سوداګریزو توکو بار لویولاریو د تګ راتګ شاهدې دي، چې د دې هیواد په هرگوټ کې د اقتصادي خوځښت زیری ورکوي.

تر ۲۰۱۶ م کال وړاندې د تورخم او سپین بولدک سړکونه د افغانستان د اقتصادي جریان اصلي کرښې وې، چې ترډیره به د پاکستان له اړخه لارۍ ډکې او د افغانستان لخوا به خالي روانې وې. خو اوس د صادراتو او وارداتو انډول ته پام سره دا لویې لارۍ له دواړو غاړو بارونه له شماله ترختیځه او له لویدیځه ترمرکز او سویله کښته پورته کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چابهار بندر د پاکستان له اقتصادي اغېزه د افغانستان په رايستلو کې مهم رول لوبوي

سره له دې چې پاکستان وکولی شول په تیرو ۴ لسیزوکې د افغان سپین ږیرو او ځوانانو وینو او مغزو ته خپل اغېزورپیچکاري کړي، خو د وروستۍ یوې نیمې لسیزې د سیاست له امله د پاکستان نوم او څېره دافغانانو د زړه د کرکې کندې ته ورټیل وهل شوی او ټولې خوارۍ یې د پاکستان مرده باد له شعار سره وتړل شوې. اوس ځينې افغانان پاکستان ته په خپل کړي هجرت پیښمانه بریښي او له پاکستاني اکاډمیکو بنسټونو ترلاسه کړو اسنادو باندې د یو ډول نا هیلۍ احساس کوي.

د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستان د ستراتیژیک ژوروالي سیاست اوس په خپله دوی له هره اړخه ناکام ګڼي.

پاکستان او غليم گاونډيان

د اسلام اباد دسیاست د الف او با لیکونکي فکر کوي، چې په سیاسي ډګر کې هم دوی خپله لوبه هندوستان ته بایلودې اوله خپله لاس جوړو دښمنو ګاونډیانو په منځ کې راچارپېردی. پاکستان کې د استخباراتو او پوځي ډګرپخواني لوبغاړي چې اوس د رسنیو د بحثونوپه مټ پوځي سیاست ته نظرونه تیاروي داسې انګېري، چې د دوی د ګواډر بندر په څه باندې ۲۰۰ کیلومترۍ کې د چابهار بندر ته د هند د جاسوسۍ ادارې کارکونکي د بندري کارګرو اوانجینرانو په نومونو را درومي، چې د دوی په فکر تر کراچۍ وروسته د دوی دغه نوی خوندي بندر به هم دهندیانو تردوربینونو لاندې وي.

پرډیورنډ د پاکستانۍ ادارې لخوا د اغزن تار غځولو ته په افغانستان کې د ډیورنډ د رسمي کولو د پلان په سترګه کتل کیږي، خو د پنجاب واکمن یې پرافغان خاوره د دوی په اند د هند د بالقوه اغېز د زیاتېدا او په پاکستانۍ خاوره کې دممکنه لاسوهنې او هلته د دوی په اند له یو شمېر ډلو سره د لاس وړلو مخنیوي په موخه عملي کوي. په بلوچستان کې د یوه هندي وګړي کلبوشن يادو او بیا د هند ستخباراتي ادارې سره د هغه د تړاو مسله هم له دغه ډول اندیښنې سره تړلې چې په کابل کې ورته رسنیو ډیر پام ونکړ.

کابل او نوي ډیلي څه باندې یوه لسیزه د واګې بندر ته اړولي وو، چې د دوی د موټرونو پرمخ یې خوله خلاصه نشوه او بلاخره هندوستان د چابهار له لارې تر کابل او منځنۍ اسیا دتګ راتګ موزې په پښو او پر افغان خاورې یې د ځمکې له لارې هندي غنم شیندل شوني کړل.

د هند وېش: پښتانه ولې لاهم مزدوران دي؟

''پاک- افغان سیاسي کړکېچ پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی''

نیمروز دامهال د افغانستان ګوټ ګوټ ته د لاریو د ورتګ کوربه دی، چې په کور دننه د لویوګاډو د تګ راتګ بازارته یې نوی لوری ورکړی.

سیمه د بدلون په درشل کې ښکاري، اود افغانستان یو وروسته پاتې او له نظره لېرې پروت ولایت نیمروز په یوه سوداګریزه بندري سیمه بدلیدونکی دی، چې ژر به دعوایدو او کاروبار له اړخه د کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ په څیر نوم او نښان تر لاسه کړي.

افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نورو هېوادونو سوداګریزو توکو افغان بازارونو ته بېله ښکلا بښلې

هند وايي د چابهار بندر له لارې به د کابل اوډیلي راکړه ورکړه ژر میلیاردونو ډالرو ته ورسیږي او هندیان غواړي له زرنج څخه د افغانستان ترمرکزي سیمو او ان شماله د اورګاډي داسې پټلۍ او کرښه جوړه کړي، چې پر کابل او مزار سربیره یې مالونه منځنۍ اسیا ته ورسیږي. دا په سیمه کې د څو هیوادونو د راکړې ورکړې د نوي موسم پیل دی، چې ویل کیږي ځينو لپاره چې د دغه نوي توپان په مخالف لوري حرکت کوي، بې هدفه ستوماني وي.

پر افغان سولې د پاکستان اغېز

د پاکستان پر ARY تلویزیون یوۀ بحث کې دا خبره کېده چې له اسلام اباد څخه د کابل د سولې د مرستې هیله به هم یوه ورځ د چا بهار په څېر له پاکستان پرته ترسره او افغانستان به د پاکستان له دې اغیزه هم خلاص شي.

د پاکستان نوم وتي تلویزیوني سیاستوالو دا زمزمه تیزه کړې چې اوس وخت ، بخت او تخت له کابل سره دی او د بیجینګ په مټو کې شته زور د دوی درد او مړژواندې ناروغي نشي رغولی.

د همدغو پاکستاني شنونکو چیغه داده، چې کابل له سرې کرښې خپل سرخوندې کړی او د خپلې تنې د خوندي کولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي، خو اندېښنه یې داده، چې اسلام اباد پر داسې تیاره او بې اکسیجنه سوړه ننوتونکی دی، چې له کابل سره د راشه درشه او لیدو کتو چانس پکې د لاسه ورکوي.

سیاسي او نظامي مشران یې لاهم له افغانستان سره د نوې لوبې پیل ته زړه نازړه دي، چې د ترسره کېدو او نه ترسره کېدو په حال کې یې د څلوېښتو کلونو خواري په سیند ورته لاهو کېدونکې بریښي.

اړونده مطالب

ورته مطالب