روسيه څومره افغانستان کې ښکېله شوې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې گنگوسې رادبره شوي چې گواکې روسيه په خپله بهرنۍ تگلاره کې افغانستان ته هم د هغو هېوادونو په ډله کې ځاى ورکړى چې لوېديځ په کې ننگوي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر تېره اوونۍ په مسکو کې وويل ځينې تور لگوي چې روسيه د طالبانو ملاتړ کوي خو بيا ځينې دا وايي چې امريکايي چورلکې د داعش جنگيالي لېږدوي، چې د يوۀ ثبوت هم موږ سره نشته.

د ښاغلي اتمر وړانديز دا و چې راځئ د حقيقت موندنې لپاره يو گڼ اړخيز کمېسيون جوړ کړو چې د اورپکو د بهرني ملاتړ په تړاو پلټنې وکړي.

له لسيزو وروسته يو ځل بيا داسې گنگوسې رادبره شوي چې گواکې روسيه په خپله بهرنۍ تگلاره کې افغانستان ته هم د اوکرايين او سوريې په څېر د هغو هېوادونو په ډله کې ځاى ورکړى چې لوېديځ په کې ننگوي.

ځينې په دې اند دي چې روسيې دې موخې لپاره طالبانو سره اړيکي جوړ کړي.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جان نيکولسن په څرگنده دا ادعا وکړه او وې ويل په دې کې شک نشته چې روسيه طالبانو ته وسلې ورکوي او ورسره مالي مرسته کوي. د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس هم طالبانو سره د روسيې د مرستې خبره نه يوازې دا چې رد نکړه بلکې هغه د روسيې په زيان وبلله.

دا گنگوسو وروسته له هغه لا پسې زور واخيست چې ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې داسې يو رپوټ خپور کړ، چې په وينايي غزني کې د طالبانو يوۀ قومندان ورته ته ويلي "روسيه د تېلو د ناقانونه کاروبار له لارې طالبانو ته پيسې رسوي."

که څه هم د طالبانو وياند دا خبره رد کړه، او افغان حکومت هم وايي چې د دغو تورونو د ثابتولو لپاره څرگند شواهد په لاس کې نه لري.

خو پوښتنه دا ده چې روسيه رښتيا له لسيزو وروسته يو ځل بيا افغانستان ته مخه کړې؟

افغان دولت کې په دې تړاو يوازې ولسي جرگې تر يوۀ بريده ډانگ پېيلې خبره کړې. جرگې د تېر کال په وروستيو کې له دې امله اندېښنه څرگنده کړې وه چې گواکې روسان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د يوې پرېکړه ليک په ترڅ کې يې له ولسمشر غني غوښتي و چې گاونډي هېوادونه په افغان کورنيو چارو کې لاسوهنې ته پرېنږدي.

د روسيې اندېښنې

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانى وزير او د ولسمشر کرزي د د دفتر رييس کريم خرم افغانستان کې د روسانو احتمالي ښکېلتيا د امريکا د تگلارو پر وړاندې يو غبرگون بولي.

روسيه افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسيې په تېرې فبرورۍ کې ١٠ زره ميله کلاشنيکوف وسلې افغان حکومت ته ورکړې

ښاغلى خرم وايي "روسانو سره د طالبانو اړيکي خراب و، خو هغه څه چې امريکايانو په افغانستان کې وکړل او خپله تگلاره يې گام په گام پلې کوله، نو روسان په دې باور شول چې گواکې امريکا سيمه کې ستر ستراتيژيک اهداف لري نو اړ شول چې د افغانستان په چارو کې بيا ښکېل شي او دا لاسوهنه ښايي په راتلونکې کې ډېره شي"

خو سياسي فعال او پخوانى ډيپلومات بشير پيوستون بيا په دې باور دى چې روسيه د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان په تړاو نه يوازې دا چې گوښې او بې پرې نه ده پاتې بلکې په دې اړه جدي هم وه.

ښاغلى پيوستون وايي په تېرو دريو لسيزو کې د روسيې د چوپتيا لامل يوازې له دې امله وه چې پر خپلو اوږدمهالو تگلارو يې د پانگونې شونتيا نه درلوده.

نوموړى زياتوي "روسانو پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله ته په رسمي ډول وړانديز کړى و چې د منځنۍ اسيا د پولو په اوږدو، په افغان خاوره کې دننه تر سلو کيلومترو دې د روسيې د گټو تضمين وشي. خو ولسمشر نجيب دا وړانديز رد کړ او همدا د هغه د حکومت پر وړاندې د روسيې د نارضايتۍ او غوسې يو لوى لامل و. روسيې اوس دا وړتيا موندلې چې بيا ډگر ته را ودانگي."

روسيې له طالبانو سره د وسلو د مرستې ادعاوې تل رد کړي او وايي يوازې ورسره تماسونه لري ځکه په وينا يې طالبان اوس په افغانستان کې يو ځواک دى.

افغانستان کې د روسيې سفير الکساندر مانتڅکي رسنيو سره په خبرو کې طالبانو سره د اړيکو موخه د روسيې د اتباعو امنيت او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو هڅول ښوولي و.

روسيه په دې برخه کې په ډيپلوماتيک ډگر کې هم فعاله شوه او په ٢٠١٦ م کال کې د افغانستان په تړاو د پاکستان او چين په گډون د يوې غونډې کوربه توب يې وکړ چې وروسته بيا افغان حکومت، هند، ايران او د منځنۍ آسيا هېوادونه هم په کې ور گډ شول، خو دغه ناستې څه پايله نه درلوده.

د روسانو بله اندېښنه په افغانستان کې د د داعش ظهور برېښي.

ښاغلى خرم وايي د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون د نه لاسليک کولو تر شاه يو لامل هم همدا اندېښنې وې، چې ښايي په سيمه کې د سترو اهدافو لپاره کار وشي او د تړون له لاسليک کېدو وروسته و چې داعش ډله د افغانستان په ختيځ کې را وټوکېده او اوس يې لمنه د افغانستان شمال ته وغځېده."

روسيه انگېري چې د طالبانو جگړه د افغانستان پر جغرافيې ورټوله ده، خو اسلامي دولت نومې ډله منځنۍ آسيا او په خپله روسيې ته خطر دى.

سيمه ييزه سيالي

د روسانو په باور طالبان په افغانستان کې د داعش د ودې خنډ گرځېداى شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال وژلو شويو روسي سرتېرو ته درناوى

خو په امريکا کې د پوهنتون استاد او د سياسي چارو څارونکى جهانگير خټک په دې باور دى که روسيه له يوې لوري د داعش له امله اندېښمنه ده خو په افغانستان کې يې د ښکېلېدو بل مهم لامل د امريکا پر وړاندې په سيمه کې د نفوذ سيالي ده.

دى وايي "روسيه په دې باور ده چې د داعش تر شا د منځنۍ آسيا د بې ثباته کولو توطيه پرته چې پر روسيې ناوړه اغېز وکړي."

ښاغلى خټک په دې باور دى چې افغانستان کې د روسيې د ښکلېدا لامل د داعش له امله اندېښنه او سيمه ييزه سيالي دواړه دي او ان د سيمه ييزې سيالۍ تله درنه ده.

بل لوري ته افغانستان کې فعالېدل د منځنۍ آسيا د هېوادونو په سترگو کې د روسيې دريځ نور هم پياوړى کوي. ځکه ترکمنستان او ازبکستان دا اندېښنه لري چې تاوتريخوالى د افغانستان له لارې د دوى پولو ته و نه غځېږي، نو له دې امله يې تکيه پر روسيه لا ډېرېړي.

سياسي فعال بشير پيوستون په دې اند دى چې د افغانستان له لارې امريکا سره سيالۍ ته وتل روسيې لپاره په کمه بيه خو ډېره گټوره پريوځي.

د دۀ په وينا "روسان په افغانستان کې امکانات او اړيکي لري، ډلې او کړۍ يې له اوږدې مودې راهيسې د خپلو اوږدو او لنډمهالو پروژو لپاره ساتلي دي، چې اوس يې کارولى شي."

خو داسې باورونه هم شته چې شونې ده طالبانو سره د روسيې نژدېوالى خپلې موخې ترلاسه نکړي، ځکه په دغه ډله کې داسې کسان کم نه دي چې له روسيې سره د خپلې ډلې د نژدېوالي مخالف دي.

ترهغه ځايه چې په نړېوال ډگر کې د روسيې د اغېز او برلاسۍ خبره ده د هغې پر وړاندې هم د دغه هېواد اقتصادي محدوديتونه په يوه خنډ بدلېداى شي.

ورته مطالب