د پښتو ادبياتو تاريخ څرنگوالى

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ډيرو مواردو کې ادبیات د تاریخ مواد ګرځي او په ډيرو ځایونو کې بیا تاریخ د ادبیاتو موضوع شي

تېره اوونۍ مو د پښتو ادبیاتو تاریخ ازموینه درلوده، چمتوالي له پاره مې د استاد له خوا راکړل شویو موادو سربېره هڅه وکړه چې د پښتو ادبیاتو په اړه د لیکل شويو تاريخي کتابونو مطالعه وکړم.

د څو کتابونو په لوستو ډيرو عجیبو او حیرانوونکو مواردو سره مخ شوم.

ادبیات په خپله د یوې ژبې او د هغې د ویوونکو د هویت یوه برخه ده اوبيا د دوى د ساتنې دنده هم په غاړه لري.

خو له بل لورې د دې ټولو د ساتنې دنده بيا تاریخ ته ور ترغاړې ده، نو په دې توګه ادبیات او تاریخ سره نښلي.

په ډيرو مواردو کې ادبیات د تاریخ مواد ګرځي او په ډيرو ځایونو کې بیا تاریخ د ادبیاتو موضوع شي.

خو زه چې د کوم تاریخ یادونه کوم موخه مې ترې د پښتو ادبیاتو تاریخ دی، چې د یوې زده کوونکې په توګه مې ترې هیله دا ده چې ماته د پښتو ادبیاتو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات راکړي.

دغه معلومات نه یوازې دا چې تاریخي اعتبار ولري؛ بلکې د خپل څرنګوالي پر اساس باید د تېر ادبي یون یو روښانه انځور هم راته ذهن کې جوړ کړي.

له ښه مرغه په دې برخه کې د مطالعې د هڅو په پایله کې د پښتو ادبیاتو د تاریخ ښو ښو کتابونو سره مخ شوم. تر ټولو جالبه برخه یې راته دا وه چې زمونږ ځینې د ادبیاتو د تاریخ کتابونه د ادبي دورو ویش د کلونو پر بنسټ کوي او ډيره پاملرنه یې د شاعرانو او د ادبیاتو د بهیر مهال ته وي.

د ادبي دورو وېش

که زموږ موخه له ادبي دورو څخه دا وي چې په دې پړاو کې ادبیاتو یو نوی رنګ خپل کړی او نوي مسایل او مواد زموږ د ادبیاتو برخه ګرځېدلي؛ نو فکر کوم چې د کلونو شمېر به د ادبي دورو د ویش یوه مناسبه لاره نه وي، ځکه موږ ګورو نژدې پیړۍ تېره شوې؛ مګر وضعیت کې بدلون نه دی راغلى او زمونږ د ادبیاتو لوری هم هغه ډول دی، څنګه چې پخوا و.

خو داسې هم شوي چې په ډير کم وخت کې ادبیاتو خپل رنګ او لوری بدل کړی او په دې توګه موږ د یوۀ نوي پړاو سره اشنا کېږو.

پر پښتو ادبياتو د جگړې اغېز

د بیلګې په ډول که په وروستیو څلورو لسیزو کې افغانستان کې ادبیاتو ته ځغلنده نظر وکړو، له ورايه په کې د جګړې اثار ښکاري، د همدې جګړې له امله د اديب او لیکوال قلم یو ډول نه يو ډول متاثر دی.

(ځانمرګی ناول) د ښاغلي ډاکټر زغم اثر دی د يو ځانمرګي بريدګر پر ژوند لنډ بحث لري او ډير تیاره اړخونه په کې لیکوال څيړلي دي.

(جنت کوټ ناول) د وږمې سبا هغه ناول دی چې په وزیرستان کې د يوې ډلې له لوري ځانمرګي بريد ته هڅول کيږي؛ خو ياد ځوان د خپلې مينې له لوري، له دې کاره منعه کيږي.

همداسې که راشو ولسي ادب په ځانگړې توگه لنډيو ته، دا برخه تر نورو ډيره له وخت څخه متاثره شوې:

که په ميوند کې شهيد نشوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

دغه ټپه د خپل وخت د جبر او پښتون نسل د میړانې لپاره د هڅونې يو سمبول دی.

په اوس وخت کې:

جانانه سمه امریکا يې

هم ملامت يي هم زارۍ درته کومه

د روان وضعيت يو بل انځور دی چې وړاندې کوي يي، په دواړو برنیو لنډيو کې په يوه کې ولس هڅول شوی څو د وخت ښکېلاک پر وړاندې غږ پورته کړي او په بله لنډۍ کې بیا زورور او کمزوری يو بل شان سره پرتله شوی دی.

ممکن د ادبیاتو پیاوړي استادان بل او سم نظر ولري، خو زه وایم که زمونږ د ادبیاتو د تاریخ لیکنې پرمهال دې موضوع ته جدي کتنه وشي، کیدای شي په دې برخه کې نوي معلومات تر لاسه کړو.

ادبي چوکاټ

یوه بله موضوع چې د ادبیاتو د تاریخ په برخه کې راته سخته برېښي؛ هغه د ادبي تاریخ له ادبي چوکاټه وتل دي، په دې برخه کې یو کتاب ته اشاره کوم: دوی د خوشال خان خټک د کورنۍ او جګړو او د یوسفزیو سره د اړیکو او جګړو یادونه په دومره تفصیل سره کړې، چې د یوې لوستونکې په توګه یې زه له اصل موضوع بلې خوا ته وړلم. دا به ډيره ښه وي که زمونږ د ادبیاتو تاریخ لیکونکي دا ډول معلومات د هغه پېر د ادبي یون سره بحث کړي او د دغو ټولنیزو او سیاسي تحولاتو له امله په ادبیاتو کې رامنځ ته شوي تحولات پرې تحلیل کړي؛ د ستر خوشال بابا پر دې ناره:

پس له بنده دی دا عزم

د خوشال د خاطر جزم

يا نیولی مخ مکې ته

یا مغولو سره رزم

ستر خوشال خان بابا په پښتو کې څو بعدي شخصیت دی، خو متاسفانه دوی د يو څو بعدي شخصيت د ژوندانه او اند يوازې او یوازې پر یوۀ اړخ داسې بحث کړی، چې د نوموړي سياسي نظریات او اند ولس ته سم نه دی تعريف شوی، په دغه تاريخي لیک کې یواځې د نېټو پر اساس یوه کیسه راخیستل شوې او په دې توګه د خوشال بابا څواړخیز شخصیت په ځانګړې توګه ادبي برخه یې کم رنګه شوې ده.

په رنتبور کې د خوشال خان بابا سختې شپې او له کورنۍ يي د يوسفزیو ساتنه موږ ته بيخي يو بل پيغام لري، د دستار او رهبريت په اړه د بابا دريځ بیا بیخي بل لوري ته روان دی او ټاکل شوي معيارونه ډير لوړ دي.

هغه چې مې ولوستل هلته دغه تاریخي پېر دومره بحث شوی چې ادبي رنګ یې له لاسه ورکړی او یواځې تاریخي واقعات پاتې شوي دي، که مونږ چېرې د هغه مهال د سیاسي او ټولنیز وضعیت جاج اخیستی وای ممکن دا یوه ښه نمونه شوې وای، خو دا چې بحث د ادبیاتو له تاریخ کيږي نو مناسبه به وه چې د دغو موضوعاتو زیات رنګ ادبي تاریخ ته ورته وای، نه دا چې موږ ټول سره داسې ګډ وډ کړو چې لوستونکي خصوصا هغه محصلین چې نوي د ادب نړۍ ته راځي بل لوري ته سوق شي.

ادبي څېرې

په پښتنو کې زموږ ډيری پخواني مشران څو بعدي شخصيتونه دي خو متاسفانه کله يي ادبي برخې سیاسي نظریات متاثر کړي او کله یې سياسي نظریاتو ادبی نړۍ متاثره کړې.

دا واقعیت دی چې هر وخت روان سیاسي او ټولنیز وضعیت د یو ادبي دور روان حالت اغیزمنوي او همدا ډول د ادبیاتو همدا اړخ په ادبي شخصیت باندې هم خپل سيوری غوړوي.

د تحلیل ډوله او تشریح ډوله کره کتنې پرمهال دا اړینه کيږي چې دغه غوړېدلی سيوری د اصلي هدف او موضوع په منځ کې واټن نه شي.

مونږ دا په اسانۍ سره کولای شو چې ادبي تاریخ لیکنه په یو نوي ډول بدله کړو او د هغې په پرتله چې تاریخ په نیټو ولاړ وي، مونږ د ذهن او فکر د تولید د تاریخ او د هغه پېر د مزاج او وضعیت د ګډ درک په مرسته اساسي او بنیادي کار تر سره کړو.

اړونده مطالب

ورته مطالب