سرور سلطان، يوه ستره مېرمن

د انځور حقوق .
Image caption امان الله خان له خ‍پلې مېرمنې او مور (سرور سلطان) سره

په دولسم ټولگي کې وم. د تاریخ ساعت و. د درس موضوع د شاه امان الله خان د سلطنت دوره وه . ما چې درس تشریح کاوه په هغه پراګراف مې تر نورو ډیرې خبرې وکړې چې د ملکه ثریا ذکر په کې راغلی و.

ښايي ځکه چې د۱۸۳ مخیز کتاب بل هیڅ پراګراف د کومې ښځې ذکر ته نه و بیل شوی.

اوس به نو تاسو ووایاست چې ولې د مکتب په کتابونو کې خو د میوند ملاله هم یاده شوې ده:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګي ته دې ساتینه

دا لنډۍ به د کومې افغانې نه وي زده؟ خو د میوند د ملالې په هکله بې له دې لنډۍ نور څومره معلومات لرو؟ متاسفانه هیڅ یا هیڅ ته نژدې.

په هغه وخت کې به مې فکر کاوه چې په پخوا زمانو کې شرایط دغسې وو چې ښځو مشري نه شوای کولی.

دا خبره اوس هم منم، زموږ په وطن کې هېڅ کله ښځو د اجتماعي ژوند په ساحه کې له نارینه و سره مساوی شرایط نه درلودل خو دا تصور غلط دی چې د دې وطن په تاریخ کې لویې ښځې نه دي تېرې شوې.

په دې ورستیو کې مې د افغانستان د تکړه مورخ ارواښاد عزیزالدین وکیلي پوپلزي تازه چاپ شوی کتاب "سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان" ولوست.

دې کتاب په ټوله کې زما لپاره نوې خبرې درلودې خو هغو برخو یې چې په کې د مېرمن سرور سلطان یادونه شوې وه، هم حیرانه او هم خوشحاله کړم. سرور سلطان د شاه امان الله خان مور او د خپل وخت له مشاهیرو څخه وه. سرور سلطانه له نن څخه ١٤٤ کاله پخوا دنیا ته راغله، ١٧ کلنه وه چې د امیرعبداالرحمان خان په خوښه یې د هغه له زوی ، سردار حبیب الله خان سره واده وکړ.

واک ته د حبيب الله خان رسېدل

۱۲۸۰ لمریز هجري کال و چې د باغ بالا په قصر کې درباریانو فیصله وکړه چې د امیرعبداالرحمان خان ناروغي به له خلکو پټه ساتي. په دې وخت کې د امیر معتبرې ملکې حلیمه سلطان د پوځ په ځینو منصبدارانو طلاوې او ګاڼې ووېشلې. دې چې د شاهي خزانې د څلورمې برخې برابر زیورات لرل، دا وعدې يې هم ورکولې چې :

"که مو زما زوی سردار محمد عمر جان ته خدمت وکړ، نورې طلاوې به مو هم په نصیب شي او که زما زوی پاچا شو نو ستاسو ټولو په ګ‍ټه به وي."

سرور سلطانې چې سیاسي حالات یې څارل، د خپلې مور او پلار د قبیلې مشرانو ته احوال ولیږه او هغوی یې د حلیمه سلطانې له دسیسې او د امیرعبداالرحمان له ناروغۍ خبر کړل. د سرور سلطانې د مور او پلار د قبیلې کسان سره راټول شول او فیصله یې وکړه چې د امیر له وفاته وروسته به د هغه د ولیعهد حبیب الله خان په طرفداري قیام کوي… لنډه دا چې په قوم او په شاهي رساله کې د سرور سلطانې نفوذ او اعتبار و چې حبیب الله خان یې پاچا کړ.

له ننه یو ١١٦ کاله پخوا د میزان لسمه نیټه او د مني پیل و، د زرغونو پاڼو سېکه په ختمیدو وه خو سرور سلطانه، تر پخوا پیاوړې،په شاهي دربار کې ولاړه وه .

په هغې پنجشنبې د حبیب الله خان د بخت ستوری د اسمان تر لمر روښانه و. دی په دې ورځ د سلطنت پر تخت کښیناست . روایت دی وایي چې که مو باز په اوږه کښیناست نو پاچاهې ته رسیږئ. امیر حبیب الله هم د خپل بخت بازه هیره نه کړه او سرور سلطانې ته یې د سراج الخواتین لقب او د پاچایانو غوندې امتیازونه ورکړل .

وروسته له دې به سرور سل‍طانه علیا حضرت سراج الخواتین بلل کېده. دا د افغانستان لومړنۍ ملکه وه چې د تیزرفتار خاص موټر یې په خدمت کې و.‌ د دې د قصر او موټر پر سر به بیرغ رپېده او چې په سفر به وتله د توپ ډز او د عسکري سلام مراسم به ترسره کېدل…

تاریخ کیسه کوله: کله چې امیر حبیب الله خان د هندوستان له سفره راستون شو نو غوښتل یې د ښځو د نهضت او مخ لوڅي په تړاو ځینې اصلاحات رامنځته کړي . امیر له سرور سلطانې مشوره وغوښته.

. د انځور حقوق .
Image caption امير حبيب الله خان د سرور سلطانې په هڅو واک ته ورسېد

دې ورته وویل: د ټولو افغانو کورنیو ښځې او نجونې موټر، ګاډۍ، ملکي او نظامي نوکران او ساتونکي نه لري. کله چې یوه ښځه د ښار له یوه ګوټه بل ګوټ ته ځي نو‌ که په کوڅو کې له لوکسو جامو سره وګرځي دا به د عفت او عصمت خلاف عمل وي. ځکه داسې منظم لباس کم پیدا کیږي چې د هرې محترمې افغانې د حیثیت او وقار ساتنه وکړي. او که د داسې جامو تولید ډیر هم شي ،تر وخت پنځوس کاله مخکې خبره ده . دې کار کې ډیره عجله نه ده پکار. زما په فکر د لویو کورنیو ښځې او نجونې باید د تمدن او عصري ژوند لپاره وروزل شي چې له مدني ادابو بې برخې پاتې نه شي. زه پخپله حاضره یم چې په دې لاره کې مخکښه واوسم او له داسې تحول سره مرسته وکړم چې هم زموږ پخواني اسلامي او افغاني اداب رعایت شي او هم ښځې او نجونې د عصري ‍ژوند طریقې خپلې کړي…

امیر حبیب الله خان خپل نظر او د سرور سلطانې نظر د دولت له مشاورینو سره شریک کړ. په مجموع کې ټولو مشاورینو د علیا حضرتې سرور سلطانې نظر تایید کړ. علیا حضرتې به په بابر بڼ،‌چهل ستون بڼ او شهر آرا باغ کې د ښځو لپاره پروګرامونه جوړول.‌ د ښځو ټولنیز نهضت د هغه وخت له شرایطو سره سم د علیا حضرتې په وخت کې شروع شو. د علیا حضرتې له لویو کارونو یو هم په ١٢٩٠لمریز هجري کال کې د دارالعدالت محکمې د تاسیس وړاندیز و.‌

دې به ویل:‌ ماته هره ورځ د خلکو شکایتونه راځي. معلومه ده چې خلکو ته چندانې پام نه کیږي. د خلکو عریضو ته د غور لپاره دې یوه خاصه محکمه جوړه شي.

د دې محکمې جوړېدل خلک خوشحاله کړل. د هغه وخت یو شاعر وویل "دارالعدالت د مظلومانو لپاره دارالشفا ده."

په بل کال د علیا حضرتې په امر د کابل په شور بازار کې د یوۀ جومات او مدرسې تهداب کیښودل شو او ډیرې پیسې ورباندې ولګیدې. د انسانانو له ظلمونو ستړى تاریخ د علیا حضرتې ذکر په ورین تندي کوي او وایي: کله چې به دولت د اعدام، بندي کولو، فرار، شکنجې، توبیخ او د خلکو د جایداد د ضبطولو حکمونه کول، علیا حضرتې به مداخله کوله او داسې هم شوي چې ډیرې مهمې شاهي فیصله یې بدلې کړې دي. دې به د سترګو تور، مشر زوی امان الله ته ویل "په روحانیونو،غریبانو او مظلومانو باندې تل پام کوه.‌"

کله چې په عقرب کې ١٢٩٣ کال سړه سړه ساه ایستله، په دربار کې د امان الله خان او ثریا طرزي د واده ګرمې ګرمې خبرې روانې وې. امیر حبیب الله خان د واده په مناسبت امر وکړ چې اووه شپې او ورځې دې په کابل کې جشن وي او ډول ډول جامې او ګاڼې دې جوړې شي. شهزاده امان الله چې د پلار له حکمه خبر شو، هغه ته یې وړاندیز وکړ "دا به د اعلى حضرت همایوني لطف وي چې اجازه وکړي واده ته بېلې شوې پیسې د نجونو لپاره د یوۀ ښوونځي په جوړولو یا د ښځو لپاره د یو روغتون په ابادولو ولګېږي. په دې ډول به یو همېشنی یادګار پاتې شي او د بې ځایه اسراف مخنیوی به شوی وي."

د شهزاده خبرو امیر حبیب الله خان حیران کړ او د ده وړاندیز یې ومانه…. علیا حضرتې وویل: هره مور د خپل زوی لپاره غوښتنې او هیلې لري. خو زه د خپل علم دوست او غریب دوست زوی د نظر قدر کوم او غواړم چې د هر چا اولاد د خیر رسولو او وطن دوستې دغسې احساس ولري.

د پاچا وژل کېدل

د تاریخ زړه له داسو ډیرو رازونو ډک دی چې له موږ سره یې نه شریکوي. د ١٢٠٧ لمریز هجري کال په ژمي کې د امیر حبیب الله خان له مرموز قتله وروسته د دۀ ورور نصرالله خان په جلال آباد کې د سلطنت دعوا وکړه او امان الله خان په کابل کې حیران دریان پاتې شو. علیا حضرته د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې د فاتحې په مراسمو مصروفه وه . نصرالله خان چې خبر شو چې امان الله خان یې سلطنت نه مني نو په جلال آباد کې یې ایسارې علیا حضرتې ته وویل:‌

"د امان الله خان دا پریکړه ښه پایله نه لري . هغه ته پيغام ولیږه او ورته ووایه چې ماته بیعت وکړي. په ‍پيغام کې دا هم ولیکه چې که دې کاکا ته بیعت و نه کړ، ناراضه کېږم او خپلې پاکې شیدې نه در بښم.‌"

علیا حضرتې وویل:‌ زه له کابله بې خبره یم. که زه په دې طرز پيغام ولېږم دا به په سیاسي او سلطنتي چارو کې زما له خوا ښکاره دخالت وي، حال دا چې امان الله خان غواړي د پلار د وینې غچ او د ټول افغانستان استقلال واخلي. په دې موضوع کې زه په هیڅ وجه وسیله کېدی نه شم. البته که امان الله د تورې په زور تسلیم کړې زه کومه نیوکه نه لرم.

نصرالله خان وویل "که تاسو نه غواړئ په دې موضوع کې دخالت وکړئ نو تر اخره پرې کار مه لرئ، او داسې باید نه شي چې یوه ورځ د زوی لپاره د شفاعت عریضه راته راوړې."‌

علیا حضرتې وویل : د امان الله لپاره تر دې مرګ بهتره دی چې د پلاره له قاتله یې شفاعت وغواړم.

کله چې د جلال آباد کابل لاره د اماني قواوو په کنټرول کې راغله، د علیا حضرتې موټر د کابل په خوا روان شو . په پخوا زمانو کې هسې هم سفر اسانه نه و خو هغه څوک چې عزیز یې تازه په خاورو سپارلی وي، په زوی یې د ستونزو باران اوري نو سفر به څرنګه نه اوږدېږي؟

البته، د تاریخ ټول سفرونه بالاخره پای ته رسېدليدي. علیا حضرته چې څنګه د کابل په ارګ کې له موټره ښکته شوه، خپل زوی ته، د کورنۍ نارینه غړیو ته او هغه نظامي هیات ته چې استقبال ته یې ولاړ وو، وویل:

"تر هغو چې مو د شهید امیر صاحب بدل او د ټول افغانستان استقلال نه وي اخيستی زه مو د شهید امیر صاحب بچي نه ګڼم. هغه تاسې ټولو ته د خپل اولاد په سترګه کتل او دا ستاسې ټولووظیفه ده چې د پلار حق ادا کړئ. د منافقینو او مخالفینو په خبرو مه غلطیږئ ، بې ځایه تشویشونه او فکرونه زړه ته مه اچوئ، په خدای توکل وکړئ او له ذوالجلال (ج)خالقه کومک او مرسته وغواړئ. ستاسو مدعا حقه ده او حق تعالی به ستاسو یار او مددګار وي…"

د انځور حقوق .
Image caption امان الله خان له خپلې مېرمنې ملکه ثريا سره

محمد عمر خان کرنیل چې د علیا حضرتې د موټر څنګ ته ولاړ و، د دې خبرې په جګ اواز ولاړو عسکرو ته تکرارولې‌ . د هغې خبرې اثرناکې وې. په عسکرو کې جذبه او ولوله پیدا شوه او ټولو په لوړ اواز وویل:

"تر هغو چې موروح په بدن کې وي، په شا ګام نه اخلو."

څو ورځې وروسته علیا حضرتې په یو مجلس کې ښځو ته خطاب وکړ:

"د شهید امیر صاحب په وخت کې مې څو ځلې وویل چې په ملي او ټولنیزو چارو کې دې ځینې اصلاحات راشي. په هغه وخت کې د شرایطو د نه مساعد والي له امله زما خبرې منظورې نه شوې. اوس یې وخت دی چې هغه غوښتنې عملي شي. د مجلس حاضرینو! په زړه کې دا مه در تېروئ چې زموږ ښځو یې په سیاست او سلطنت باندې څه؟ هو، زه ښځه یم خو له سیاست سره مې سرو کار دی..."

په دې وینا کې علیا حضرتی دا هم وویل "اول باید کنیزانې او غلامان ازاد شي او د غلامي رواج دې په افغانستان کې له مینځه ولاړ شي. بندیان دې، چې په هر نوم او هرېخطا بندي شوي دي، خوشې شي او فراریان دې له بهره راوغوښتل شي.‌"

هغه بندیان چې د امان الله خان په وخت کې له زندانونو راووتل، د حکومت منندوی ول او ویل به یې چې امان الله خان مخکې له دې چې لا پاچا شي، د مور او انا په مشورې یې څو ځلې په زندان کې د بندیانو د حال پوښتنه وکړه.‌ پر موږ یې نغذې پیسې ، جامې او د ژمي په یخني کې پوستینچې وویشلې او زموږ عریضې یې امیر حبیب الله خان ته ورسولې.

علیا حضرتې به ځان د اماني دولت بنسټ ایښودونکې باله. کله چې شاه امان الله خان خپله تر ټولو لویه وعده پوره کړه او د افغانستان استقلال یې واخیست، علیا حضرتې د شکرانې لپاره په خپلو شخصي پیسو په کابل کې د سخي شاه مردان د زیارت ګنبده جوړه کړه.

د علیا حضرتې په امر به هر کال یو ځل لوی نذر پخېده او د سخي صاحب په زیارت کې به په غریبانو باندې مالیدې،حلواوې او وچې ډوډۍ ویشل کیدلې. د دغه نذر په ورځ به غریبو ته پیسې هم ورکول کېدې . دا نذر اوس په دیګ سخي مشهور دی.

علیا حضرتې پخوا لا د امیرحبیب الله خان په زمانه کې ویلې ول:

"زما طلاوی د ملت دي او په خیریه کارونو، عسکرو او د جوماتونو په جوړولو به مصرفېږي."

علیا حضرتې زیارتونو ته خاصه توجه درلوده. دې د سید اسحق ختلاني زیارت له سره ودان کړ او د کابل مشهور جومات، شاه دو شمشېره هم ، د دې یادګار دی.

دغه ستره ښځه په دیارلس سوه څلور لمریز هجري کال کې له خپل پاچا زوی سره سترکندهار ته لاړه. هلته یې د خرقې شریفې زیارت وکړ او هغه قیمتي پوښ یې چې له کابله راوړی و، د خرقه شریفې پر صندوق باندې وغوړاوه. په هغه پروګرام کې چې اعلى حضرت امان الله خان وینا کوله، د علیا حضرتې وینا هم ولوستل شوه. هر ورځ به په سلګونو کندهارۍ ښځې د دې لیدو ته ورتلې او د کندهار میرمنو علیا حضرتې ته یو شانداره جشن جوړ کړ… مورخ وکیلي پوپلزۍ لیکي: د اعلیحضرت امان الله مور د افغانستان په سیاسي،عرفاني، عمراني او اجتماعي تاریخ کې فعاله او ښکاره ونډه درلوده. محمود طرزي به ویل:

" تاریخ کیسه ده سیاسي مقصدونه یې تاسو پیدا کړئ."

اړونده مطالب

ورته مطالب