افغانستان بيا له منځنۍ اسيا سره نښلول کېږي

سوداګري د انځور حقوق Kam Air
Image caption د کابل ډېر پام د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسۍ په پراخېدلو دی

له کابله مخامخ د ازبکستان پلازمېنې ته وروستۍ الوتنه دوې نیمې لسیزې مخکې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال تللې وه، هغه وخت تاشکند د شوروي اتحاد برخه و.

دا تر ۲۵ کلونو وروسته د کابل او تاشکند ترمنځ د مخامخ الوتنو پیل ښيي.

افغانستان اوس منځنۍ اسیا ته پام اړولی او غواړي له دې لارې له خپلو ګاونډو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

درې کاله وړاندې افغانستان له خپل نژدې ګاونډي پاکستان سره د کال ۵ میلیارډه ډالرو په شاوخوا کې راکړه ورکړه درلوده؛ چې د افغانستان د صادراتو ونډه په کې تر۵۰۰ میلیون ډالرو رسېده، خو په ۲۰۱۷ کال کې د سوداګرۍ حجم او انډول بدلون وموند.

د رسمي شمېرو له مخې، له پاکستان سره راکړه ورکړه د کال یو نیم میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې د افغانستان ونډه په کې کابو ۳۵۰ میلیون ډالره بلل کېږي.

د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د صادراتو کچه ۲۱۳٫۴۷ میلیون ډالر وه، په دې معنا چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانستان ته د ټولټال صادراتو کچه به ۱ میلیارد ډالرو ته راټیټه شي، خو له پاکستان سره د سوادګرۍ د کچې کموالی د افغانستان د وارداتو د کموالي په مانا نه دی. کابل توانېدلی چې د خپلو وارداتو لوری بدل کړي؛ اوس د میلیاردونو ډالرو وارداتو حجم د منځنۍ اسیا له هېوادونو او لارو پوره کېږي.

له مزار او هراته هند ته مستقیمې الوتنې پیل شوې

د کورنیو تولیداتو لپاره هرات او جاکارتا مخامخ الوتنې پیلوي

ازبکستان کې ښوونکو ته د معاش بدل کې چرګوړي ورکول کېږي

د انځور حقوق Kam Air
Image caption دوې نیمې لسیزې وروسته له کابله مخامخ تاشکند ته الوتنې پیل شوې

له ایران سره ډېرېدونکی ټرانزیټ

له ایران سره هم د درېیو کلونو پخوا په پرتله د راکړې ورکړې کچه دوه برابره شوې، چې نژدې دوو میلیارد ډالرو ته رسېږي. افغان سوداګر تمه لري چې د چابهار په فعالېدو سره به له ایران سره د افغانستان د ترانزیټ کچه پنځه برابره زیاته شي.

خو د کابل ډېر پام د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسۍ په پراخېدلو دی، د ټرانزیټ له اړخه هم ازبکستان تر قزاقستان، روسیې او چینه مهم هېواد بلل کېږي.

ازبکستان د نفتو او انرژۍ له اړخه هم د افغانستان لپاره یوه مهمه سرچینه ده، چې تمه ده ولسمشر اشرف غني تاشکند ته په خپل راتلونکې اونۍ سفر کې له مقابل لوري سره نوې هوکړې لاسلیک کړي.

د ځینو په اند، د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا پر خرڅلاو سربېره، د منځنۍ اسیا دغه پیاوړی هېواد افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد په برخه کې د پاکستان د کراچۍ تر بندره هم مهم رول لوبوي.

شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د تاشکند او واشنګټن د اړیکو د خرابوالي په پایله کې کابل هم له دغه مهم ګاونډي سره اړیکې کمې کړې، خو د اوسني افغان واکمن په بهرنۍ تګلاره کې، د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د ګاونډیو په نوملړ کې ځای لري، همدارنګه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي غوړېدا لپاره دغو پنځو هېوادونو (ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان) ته ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی دی.

ازبکستان، افغانستان ته له قزاقستان او چین څخه د خوراکي توکو رالېږد په برخه کې ټاکونکی ځای لري، نه یوازې د بېجینګ او استانې مالونه پر دغه هېواد را اوړي، بلکې افغانستان د چین له یوه مهم کمربند او سړک سره د ازبکستان په خاوره کې د ورېښمو نوې لارې ته ورنښلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانستان ته د پاکستان ټولټال صادراتو کچه به ۱ میلیارد ډالرو ته راټیټه شي

ډېرېدونکی

د دې تر څنګ ترکمنستان پر خپلو نورو راکړو ورکړو لکه ګاز او برېښنا سربېره د لاجوردو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي چې د منځنۍ اسیا او اروپا سره اړیکې جوړې کړي.

د مسکو او تاشکند اړیکو ته په کتو، اوس کابل په بشپړه توګه توانېدلی چې په پخواني ختیځ بلاک او اوسني شانګهای کې له ټولو غړو هېوادونو سره هراړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

تاشکند ته د الوتکو مخامخ تګ راتګ یوازې د هوايي ټرافیک د رامنځته کېدو مساله نه ده، بلکې د منځنۍ اسیا او افغانستان د تودېدونکو اړیکو داسې پاړکی دی، چې کېدای شي په راتلونکې یوې یا دوه لسیزو کې یې اقتصادي ارزښت د کابل د اوسنۍ برېښنا په څېر روښانه وي.

د منځنۍ اسیا په هر هېواد، ښار او بندر کې د افغانستان د بیرغ او پاسپورټ پورته کېدل، کابل د پاکستان له پرېوتي اقتصادي او سیاسي اغېزه وباسي او د اقبال لاهوري هغه شعر بېرته رښتیا کېږي چې شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې یې ویلی وو:

اسیا یک پیکر آب و گل است - ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد آسیا - در گشاد او گشاد آسیا

از حیات او حیات خاور است - طفلک ده ساله اش لشکر گر است

در نهاد ما تب و تاب از دل است - خاک را بیداری و خواب از دل است

تن زمرگ دل دگرگون می شود - در مساماتش عرق خون میشود

د دغه نوموتي اردو ژبي شاعر خبره به څو پېړۍ وروسته هم رښتیا وي؛ خو دریغه چې په وروستۍ یوې نیمې لسیزې کې د لویدېځوالو سیاستونو له امله افغانستان په سوېلي اسیا ور وتپل شو او له سیمه ییزو څېړونکو یې لاره ورکه کړه، چې دا هېواد (افغانستان) په کومه سیمه کې مطالعه کړي؛ په دې کې شک نشته چې د اسیا په زړه کې د پراته افغانستان ختیځو سیمو کلتور د سوېلي اسیا د ملتونو او د منځنۍ اسیا د شمال له ولسونو سره ورته والی لري، نو ځکه دا هېواد په دواړو سیمو کې د مطالعې وړ دی.

ورته مطالب