"ورور سره مې ځکه په موټر کې نه ځم چې پوليس مو دروي"

پوليس د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځينې ښځې د پوليسو له لوري درول کېږي

بنفشه ژړغونې د پوهنتون کېفې ته راننوتله. هېڅکله مې داسې نه وه لیدلې. ما د ډوډۍ لوښی څنګ ته کړ، د دې خواته ورغلم. ومې وپوښتله چې څه شوي؟

دې سترګې ورپولې، لکه اوښکې چې غلطوي ويې ویل:

ـ زړه مې دې وطن کې وچاود. له موټروان سره تللې وم چې موټر چلول زده کړم. همدا د دارالامان ماڼۍ شاته يې موټر چلول را ښوول چې پولیسو ودرولو.

موټر یې تلاشي کړ، له ما یې داسې پوښتنې کولې چې د سپين ږيري موټروان مخې ته مې پوزه پرې شوه.

زه ورته غلې وم، دې خبره پسې وغځوله.

" وارخطا یې کړم، ما هم خپل مېړه ته زنګ وواهه او دا دی څه وشول؟ هغه به څه فکر کوي؟"

دې د موبایل پر سکرین د خپل مېړه عکس ته وکتل. ما یې لاس ورو کېکاږه. ډېر نور هغه کسان مې ذهن کې را وګرځېدل چې همداسې ورسره شوي وو.

يوې بلې نجلۍ نرګس راته ویل:

"دوه وروڼه، پلار او زه وو. موټر پولیسو تقریبا نیم ساعت درولی و، ګرویږنې یې کولې، ګواکې موږ د کوم ناوړه کار لپاره راوتلي یوو. اوس چې هر وخت دوی سره ځم ارامه نه یم."

بلقیس خپل پړونی په سر راسم کړ. پیکی یې واړوه او ويې ویل:

موږ د مرنجان غونډۍ ته تللي وو. د تره زامن مې وو، تره مې و او زه وم. پولیس راغلل، درګرده یې پوښتنې کولې، داسې پوښتنې چې بیخي یې شرمولو. په لیدو یې اوس هېڅ د خوندیتوب احساس نه کوم.

کمال (بدل نوم) افغان امریکايي پوهنتون کې د حقوقو محصل دی. ده راته ویل کوژدنې سره یې تللی و. دواړه موټر کې یوازې وو. موږ یې ودرولو، زه یې د سړک یوې غاړې ته کړم او هغه بلې ته.

پوښتنې يې کولې، هر څه چې موږ هڅه کوله ورته ووایو دا مې کوژدنه ده نه یې منله. بیا مو کورنۍ ته زنګ وواهه، بیا یې هم زړه ته نه لوېده، د کوژدې انځورونه مو وروښودل. خو بالاخره یې په شواخون پریښودلو.

کمال ته مې وویل فکر کوې پولیس ولې دا کار کوي؟

ده ویل، هغوی دعوا کوي چې ګواکې د تښتونې او اخلاقي فساد مخنیوی کوي.

دا خبره ډېرو نورو هم راته وکړه، خو ایا دا اغیزناکه لار ده؟

یا په قانون کې پولیس دا حق لري چې داسې کار وکړي؟

تر هغه چې ما قوانین وپلټل، داسې کوم څه مې ونه موندل. د هلک او نجلۍ، یا هلکانو او نجونو عادي ګرځېدل اخلاقي جرم نه و ګڼل شوی.

جنرال حقنواز د کابل د امنيې قومندانۍ معاون مني چې دا ډول قضيې شته.

د وايي " دا قضيې دوه ډوله دي، یو هغه ‌چې موږ ته د کورنیو یا ځینو کسانو له خوا اطلاع راکول کېږي چې دا ډول موتر کې مشکوک خلک دي، مطلب ښايي نجلۍ تښتوي یا بل ضرر ورته رسوي. پولیس هغه موټر دروي. او یو یې هغه دي چې خلک هسې درول کېږي. طبعا پولیسو کې هم ځینې ناسم خلک شته چې له صلاحیته سو استفاده کوي."

د قانون پلي کول او که بډې اخيستل

یو باور دا و چې پولیس د پیسو اخیستلو لپاره دا کار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر پولیسو به د کلتور او ټولنې اغیز وي

ځلا کوژده کړې. دې وویل کوژدن سره مې څو ځلې درولې یم. تور یې راباندې پورې کړى، خبره هسې اوږدوي او سختوي، وروسته بیا وايي چې توافق به وکړو، مطلب یې پیسې وي.

خو ترینا سره چې په کابل کې د نجونو یوه لیسه کې ښوونکې ده، شوې پېښه ډېره حيرانوونکې ده.

ترينا په ونه لوړه او له رنګه سپینه ده، شونډې رنګولې او له سترګو یې تور خط راتاو و.

دې وویل:

"مازدیګر و. موږ د پل سرخ له لوري را روان و. زلمي زوی مې موټر چلاوه. پولیسو ودرلو. دوی ګومان وکړ کوم بل څه سره کېږو. ما په بیا بیا ویلی چې زوی مې دی، خو دوی ویل ته دومره ځوانه یې دا زلمی دې زوی نه دی. حوزې ته ولاړو، څه باندې دوه ساعته مو تېر کړل بالاخره مې مېړه راغی زموږ تذکرې یې راوړې او پولیسو پریښودلو."

فرهناز(بدل نوم) محصله ده. دا او ورور یې ګد پوهنتون وايي. دوی د ماښام یوه موټر کې نه ځي، وايي پولیس مو تل دروي او بیخي شرمېږم، له وروره څه چې هغلته په سړک چې خلک ولاړ وي یو ډول راته ګوري لکه کومه ګناه چې مو کړې وي.

شرعيت څه وايي

ما دغه خبره دینپوه استاد محمد محق ته وریاده کړه. چې دا کار امر بل معروف او نهی منکر مسله کې څه ډول دی؟ ځکه ظاهرا پولیس دعوا لري چې دوی د اخلاقي فساد او تښتونو مخنیوی کوي؟

استاد محق راته وویل، چې قانون اجازه نه وي ورکړې پولیس حق نه لري څوک ودروي او دا چې دوه کسان یانې هلک او نجلۍ قدم وهي د ټولنې نظم ته تاوان نه رسوي غیر اخلاقي کار نه دی. ده وویل ځینې نور اسلامي هېوادونه دا کړنه کوي، هڅه کوي په دې ډول خلک قید کړي خو ښه پایله یې نه ده لرله."

دا پوښتنه مې د جنرال حقنواز د کابل د امنيې قومندانۍ مرستيال مخته کیښودله. هغه

خو د کابل د امنيې قومندانۍ مرستيال جنرال حقنواز په دې باور دى چې افغانستان دوديزه ټولنه ده. لکه د نورې نړۍ غوندې نه ده چې له څوک له ١٨ کلنۍ واوړي بیا به غرض نه پرې کېږي. دلته کلتور او ټولنیز حالتونه دا ایجابوي چې ځینې وپوښتل شي. خو داسې هم نه ده چې هر څوک دې ودرول شي او ودې پوښتل شي، هغوی چې عادي راوځي باید غرض پرې ونه شي.

ده ته مې وویل، چې طبعي ده، پر پولیسو به د کلتور او ټولنې اغیز وي. بالاخره دوی هم له همدې چاپېریاله راپورته کېږي. خو دوی داسې کوم ځانګړی ترنینګ یا زده کړې ورته لري چې پولیس په دې مسایلو وپوهوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل په ١٩٧٩ م کال کې

ښاغلى حقنواز وايي داسې ځانګړي څه نه شته، خو زموږ زښت ډېر ټينگار تل په دې وي چې دوی ته وریاد کړو چې د بشر حقوق نقض نه شي. د چاته عزت ته تاوان ونه رسوي. او د خلکو د ځان، مال او عزت خیال وساتي. څومره چې موږ په خلکو پام کوو هغومره به دوی موږ سره همکاري کوي.

ده سره مې خبرې خلاصې کړې، لمر لوېدلی و. خو زما ذهن کې لا هم دا پوښتنې بې ځوابه پاتې وې، چې فردي ازادي دې ټولنه کې شته که نه؟ د خلکو د شخصي حریم درناوی کېږي که نه؟ پولیس او خلک په یو بل باور لري که نه؟ غیر اخلاقي کار څه دی؟ کلتور په قانون برلاسی کېدای شي؟

خو د جنرال صاحب وروستۍ خبرې مې بنفشه، او ترینا او دا نور سترګو ته ودرول چې د پولیسو د یونیفارم په لیدو یې ګبڼۍ نیسي.

اړونده مطالب

ورته مطالب