د ايران احتجاجونه په کوم لور روان دي؟

ايران د انځور حقوق Getty Images
Image caption امنيتي ځواکونو سره ټکر له امله د احتجاجيانو مرګژوبله په لوړېدو ده

څو ورځې کېږي د ايران بېلا بېلو ښارونو کې پراخ احتجاجونه پيل شوي، او دې څو ورځو کې يې له امنيتي ځواکونو سره ټکر کې مرګژوبله هم په لوړېدو ده.

ولسمشر حسن روحاني چې يو منځلاری دی، د نوي زيږديز کال پر لومړۍ ورځ يې يوې غونډې ته وينا کې دا احتجاجونه يو داسې گواښ وباله چې په خبره يې بايد په يوۀ فرصت بدل شي.

د ښاغلي روحاني خبرو او نبض ته په کتو، ښايي ايران کې دننه واکمن نظام پر چارو د ځواکمنې ولکې احساس کوي، او دا چې تېرو نژدې څلوېښتو کلونو کې له عراق سره له جګړې نيولې، بيا دې اوږده موده کې د نورو بېلابېلو سيمه ييزو او کورنيو ننګونو او ګواښونو له ازموينو تېر شوی، نو دا ځل هم ښايي حالت کابو کړای شي.

خو دا چې دا احتجاجونه او لاريونونه به څومره جدي وي، څومره به د کوم بدلون پر لور لا پر مخ لاړ شي، لا يې په اړه د کوم قضاوت خبره وختي برېښي.

د عربي نړۍ پاڅون پايلې

د ۲۰۱۰ کال دسمبر کې په الجزاير او تونس کې د خوراکي او د ژوند نورو اړينو توکو د بيو لوړوالي او بېکارۍ زياتوالي سره لاريونونه پیل شول، چې هغه مهال هم د دواړو هېوادونو چارواکو په ډېر جدي ډول نه وو ورته کتلي.

که څه هم الجزاير کې ارام او کابو شول، خو تونس کې دا د ۲۰۱۰ کال د دسمبر ۱۷ مه وه، چې يو تونسي ځوان، محمد بوعزيزي په کې د سيدي بوزيد ولايت ودانۍ مخکې د چارواکو هغې پرېکړې پر وړاندې احتجاج کې ځان ته اور واچاوه، چې د ده سبو د پلور رېړۍ يې په کې نيولې وه. دې پېښه کې دی مړ شو، خو تونس او عربي نړۍ کې يې د بدلون يو پړاو ته لار پرانيسته.

څو ورځو کې د تونس احتجاجونه په يوه پراخ او څپاند بهير واوښتل. اوونيو کې دومره ځواکمن شول چې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ پر ۱۴ مه یې د تونس ولسمشر زين العابدين بن علي وپرځاوه، ورپسې په مصر کې هم خبره همداسې شوه. د پراخو لاريونونو پايله کې حسني مبارک چې له نژدې له ۳۰ کلونو پر دغه هېواد واکمن و، د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ پر ۱۱ مه د واک پرېښودو ته اړ شو. بيا ليبيا، سوريه او يمن کې هم خبره په تاوتريخوالي او ويجاړوونکې کورنۍ جګړه واوښته چې تر اوسه هم روانه ده.

د ايران ټاکنو پايلو پر وړاندې احتجاجونه

تېر ځل چې ايران د دا ډول احتجاجي لړۍ تېر شوی، ۲۰۰۹ کال و چې د هغه مهال ايران ولسمشريزو ټاکنو کې د محمود احمدي نژاد بری اعلان شو. خو د پايلو پر وړاندې یې د مخالف کانديد مير حسين موسوي په ملاتړ پراخ لاريونونه پيل شول. د زرغون غورځنګ په نامه دې خوځښت کې پلازمېنه تهران او نورو ښاورنو کې ميليونونو وګړي د محافظه کارانو پر وړاندې په احتجاجونو ووتل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لاريونونه د بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي حالت پر وړاندې پيل شوي

واکمن نظام د لاريونونو پر وړاندې د زور ځواب ووايه، او د تاوتريخوالي پېښو کې شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول او زرګونه نور ونيول شول. خو نظام وکړی شول، حالت کابو کړي، او د مخالفتونو او احتجاجونو لړۍ پای ته ورسوي.

څومره توپير لري؟

دا ځل لاريونونه د بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي حالت پر وړاندې پيل شوي، خو وروسته یې سياسي بڼه غوره کړې چې د عربي نړۍ د ۲۰۱۱ کال پاڅون سره ډېر ورته والی لري. حکومت یې پر وړاندې که څه هم د کابو کولو لپاره زور کارولو کوتڅنډنه کړې خو توپير يې د تېر پرتله دا دی چې لا تر ډېره یې پر وړاندې له نرمۍ کار اخلي.

خو دا چې عربي نړۍ کې د حکومتونو او واکمنو نظامونو پر وړاندې د ۲۰۱۱ کال پاڅونونه په کورنيو جګړو او تاوتريخوالي واوښتل، او په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت يا داعش راتله او پر وړاندې يې جګړه د ډېرو لپاره د غميزو نهيلوونکې تجربه وه، ايرانيان به په کې وړاندې تګ کې له ځانونو سره د هر څه ډېر حساب کوي.

بله دا چې سوريه کې د بشار الاسد زورواکی نظام لا تر اوسه پاتې دی، او ان د روسيې، ايران او ځينو نورو هېوادونو په ملاتړ يې د پاتې کېدو زيار ايستل کېږي، نو پر وړاندې یې پاڅون پايلې د الهام بښلو کومې نښې نه لري.

نورو ګاونډيو هېوادونو کې هم د روان حالت له مخې ايرانيان ښايي خپل هېواد کې د کوم ريښه ييز بدلون راوستلو لپاره ډېر لېواله نه وي.

د کورنيو اړخونو اغېز

پر کوردننه ايران تېرو څلورو لسيزو کې د خپل نظام مخالفان کلک ځپلي دي. روانو لاريونونو کې که څه هم د پخواني پاچا رضا شاه په پلوۍ شعارونه ورکړل شوي، خو د اسلامي نظام واکمنۍ موده کې يې د کومې پلوۍ ډلې سياسي فعاليت ناشونی دی. بله سياسي ډله چې د ايران واکمن نظام مخالفت کوي، د (مجاهدين خلق) ډله ده، چې د صدام حسين حکومت تر ړنګېدو پورې يې وسله وال او فعالان عراق کې او هم يې سياسي مشران اروپايي هېوادونو کې مېشت وو، خو د دوی شتون هم ايران که په نشت حساب دی.

نور ناراضيان بيا له قومي پلوه د ايران شمال لوېديځ کې کوردان او جنوب ختيځ کې يې بلوڅان دي، خو دوی هم منظم جوړښتونه نه لري، چې د لاريونونو او ناخوښيو له دې روان بهيره ګټه واخلي.

د ايران د وګړو شمېر چې له ۸۰ ميليونو زيات دی، شاوخوا ۹۰ سلنه یې شيعه ګان، او ۱۰ سلنه يې سنيان دي، چې ډېری سنيان يې هم له قومي پلوه کوردان او بلوڅان دي، نو له فرقه ییز پلوه هم لاريونيان ښايي ډېر د نظام بدلولو ته لېوال نه وي.

سيمه ييز اغېز

خو په سيمه ييزه او هم نړيواله کچه حالت بيا سره بېل دی. په سيمه کې عراق، چې پر حکومت یې شیعه اکثریت واکمن دی، سوريه کې د بشار الاسد حکومت او هم لبنان کې حزب الله ډله هغه اړخونه دي چې د ايران د واکمن نظام نژدې ملګري دي. تهران دغو هېوادونو کې د دوی خپلو کورنيو جګړو کې د دوى لاسنيوی او هم يې ژغورنه کې مرسته کړې ده، خو ترکيه بيا د دوه اړخيزو او شريکو ګټو پر بنسټ اړيکي پالي.

بل لور ته د سعودي او ايران ترمنځ ټکر جدي شوی دی. سوريه، عراق او يمن کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د استازولۍ جګړه خورا ګرمه ده. سعودي له وړاندې د شيعه لږکيو په پارولو او خپلو کورنيو چارو کې ايران په لاسوهنې تورن کړی، او په ۲۰۱۵ کال يمن کې د جګړې له پيل راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا د ټکر تر کچې رسېدلې ده.

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان، چې اوس د دغه هېواد ريښتينی او عملي واکمن بلل کېږي، د ايران پر وړاندې خورا توند دريځ او تګلاره غوره کړې، او يوه ګوتڅنډنه کې يې ويلي وو چې جګړه به خپله د ايران دننه ورلېږدوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد بن سلمان د ايران پر وړاندې توند دريځ او تګلاره غوره کړې

نو د ايران له اوسنيو لاريونونو او ولسي خوځښته به تر ټولو زيات سعودي خوشاله وي، او دا ځل به رياض کې تګلارې جوړوونکي ايران کې دننه هر ډول خوځښت ته له يو زرين فرصت او لويو هيلو سره ګوري او د حالت هر رنګ پرمختګ به په ژوره لېوالتيا څاري.

نړيوال اغېز

په نړيواله کچه بيا له يوۀ پلوه روسيه او چين د ايران د نظام پلويان دي، او ښايي د دغه نظام نړېدو ته زړه ښه نه کړي، خو اروپايي ټولنې منځنی دريځ نيولی، دا د اروپايي ټولنې هلې ځلې وې چې ۲۰۱۵ کې د ايران اتومي پروګرام پر سر د دغه هېواد او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ جوړجاړي ته رسېدنه وشوه، نو اروپايي ټولنه به هم چې سوريه او عراق کې ګډوډيو، او د کډوالو ورتلو له امله له کړکېچ سره مخامخ شوې، ايران کې د ګډوډيو سره ښې هيلې ونه تړي.

له بل پلوه امريکا کې هم چې سپينې ماڼۍ ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسېدو حالت بدل شوی، اوس به دغه هېواد کې روان احتجاجونه له نژدې څارل کېږي. ولسمشر ټرمپ د ايران تازه لاريونونو سره په تړاو خپل يو ټويټ کې ايران د ترهګرۍ لومړۍ شمېره ملاتړی بللی او د تېر په څېر يې له ايران سره د ولسمشر اوباما د ادارې تړون غندلی دی. ده ويلي"ايرانيان خوړو او ازادۍ ته وږي دي. د بشري حقونو ترڅنګ د ايران شتمي لوټل کېږي. دا د بدلون وخت دی".

خو دلته يوه خبره د امريکا اوسنی حالت دی. د نړۍ دا ځواکمن هېواد اوس له هغه مهاله ډېر توپير لري، چې د جمهوريپالو جورج ډبليو بوش د ۲۰۰۱ کال جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته رسېدلی و. بوش هغه مهال له يوې ځواکمنې کاري ډلې سره واک ته رسېدلی و، چې په نړيواله کچه يې جدي سټراټیژۍ جوړولې. د ٢٠٠١ کال د سپتمبر له پېښو وروسته امريکا هغه مهال افغانستان کې د طالبان نظام وپرځاوه، بيا يې عراق کې د صدام حسين نظام نړولو ته ملا وتړله، او د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې یې د پرېکړه ليک تصويبولو زيار وايست، خو چې په منلو يې بريالي نه شول، په نړيواله کچه له پراخ مخالفت سره سره یې د ۲۰۰۳ کال مارچ کې پر عراق يرغل پيل کړ، او شلو ورځو کې یې د صدام حسين نظام وپرځاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د لاريونيانو د ملاتړ غږ پورته کړى

له نړيوالو سټراټيژيو او هم پرېکړو سره په تړاو د ډونلډ ټرمپ د ګواښونو او ګوتڅنډنو لړۍ، تر ډېره يوازې ويناوو او ټويټونو پورې ورلنډه ده. کومې ګوتڅنډنې چې ښاغلي ټرمپ د ايران په اړه کړې، د هغه دريځ پرتله چې جورج بوش د عراق پر وړاندې نيولی و، په ښکاره او عملي ډول ډېرې جدي نه برېښي. د ولسمشر ټرمپ ادارې پر پرېکړو به بيا هم ښايي د باراک اوباما د نه مداخلې تګلارې سيوری غوړېدلی وي، چې له عراقه له وتلو وروسته یې ليبيا او سوريه کې د بشار الاسد نظام پر وړاندې تر ډېره د نندارچي رول لوبولی و.

سيمه کې د ايران بل غليم اسرائيل دی، چې لومړي وزير بينيامين نتنياهو یې له پخوا د يورانيمو غني کولو پر سر له نړيوالې ټولنې سره کړی تړون غندلی، او د تهران پر وړاندې د ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

اوس تر هغه چې ايران کې روان لاريونونه په يو ټکر او پراخ کورني تاوتريخوالي اوړي، داسې نه برېښي چې د بنديزونو لګولو له غوږتاوي پرته دې، د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه کوم بېل ډول عملي ګام پورته کړي.

دې ټولو اړخو نو ته په کتو ايران کې لا هم د يوۀ ژور بدلانه د راتلو نښې نه برېښي. خو د ايران احتجاجونه به هم په سيمه ييزه او هم نړيواله کچه له نژدې څارل کېږي، تر دې مهاله داسې ښکاري، چې بهرنی ملاتړ به ورسره يوازې تر تبليغاتي او رسنيزې کچې محدود وي.

ورته مطالب