چټکې ډېجټل نړۍ کې د افغانستان ځایګی

ډېجټل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغسې یوې چټکې ډېجټل نړۍ سره ګام په ګام تګ د جګړه ځپلي هېواد لپاره لویه ننګونه ده

نن ورځ انسان د ډېجټل تکنالوژۍ په څپو کې داسې ډوب او ایسار دی لکه کب چې په اوبو کې ډوب او ایسار دی. همدا ټکنالوژي ده چې د انسان اقتصادي او ټولنیزې- سیاسي پولې ټاکي.

د ټکنالوژۍ د پراخېدونکي اغېز له امله نن ورځ په نړۍ کې دوه سیال سیستمونه کپیټالیزم او کمونیزم یوازې د کتابونو پرمخ د تیورۍ په توګه پاتې دي. په عمل کې دواړه سره ګډ‌‌ شوي دي. د بېلګې په توګه که تاسې په اروپا او امریکا کې مارکیټونه ولټوئ، نو ډیری تولیدات به په کې ومومی چې په چین کې جوړ شوي دي په داسې حال کې چې چین د کمونیستي نظام خاوند هېواد بلل کېږي.

په چین کې د اپل تولیداتو ته وګوری، اپل په تیوري کې د امریکايي پانګوال (کپیټالیسټ) په توګه خپله ډالري پانګه په یو کمونیست هېواد (چین) کې لګوي او په بدل کې يې چینايي تولید ای فون وړي، په کپيټال مارکیټ کې یې پلوري.

که تیوري ته وګورو نو کارل مارکس کپیتالیزم یوازې او یوازې تر خپل تولید اوتر خپل پلور پورې لنډګنډ (محدود) بللی دی نو په دې توګه کپیتالیسټ (اپل) د کمونیستي تولیداتو (چین) د استازي (ایجنټ) او مصرفوونکي په توګه راښکاره شو چې د مارکس د تیورۍ له مخې کپیټالیزم نور نشته دی.

تیکنالوژۍ دغه دواړه سیستمونه دومره نژدې کړي چې له یوبل پرته مارکیټ ته لاسرسی نشې پیدا کولای.

د ټکنالوژۍ ارزښت

که د یاهو او ګوګل بېلګه وګورئ، د انټرنېټ په تاریخ کې یاهو لومړنی سرچ انجن یا پلټونکی ماشین دی، خو ولې خلک په ګوګل کې د مالوماتو پلټنې کوي؟ ځکه چې یاهو کال په کال نوې ټکنالوژي خپله نکړه خو ګوګل چې له یاهو وروسته راغی هرکال د نوې ټکنالوژۍ خپلولو او وړاندې کولو له امله نړیوال سرچ انجن دی.

یا دا بیلګه چې "نوکیا" لومړنی ګرځنده ټلیفون دی خو ولې يې کارېدنه په ټپه ودریده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ای فون اوسمهاله ټکنالوژي وکاروله او د وخت په تېرېدو سره يې نوې هم کړه

ای فون چې له نوکیا ډېر وروسته راغی ولې پرمخ ولاړ؟ ځکه چې ای فون اوسمهاله ټکنالوژي وکاروله او د وخت په تېرېدو سره يې نوې هم کړه. لکه ای فون څلور، ای فون پنځه، ای فون شپږ، ای فون اوه، او ای فون اته، که تاسې دا هریو له بل سره پرتله کړی نو په وروستۍ بڼه کې يې نوې ټکنالوژي کارول شوې ده، خو نوکیا کال په کال نوې ټکنالوژي خپله نکړه د دې لپاره يې تولید په ټپه ودرید. یانې نن سبا پرمختګ د ټکنالوژۍ له خپلولو او کارونې سره تړاو لري.

د ټکنالوژۍ له خوا راګېر انسان

نن ورځ انسان له ټکنالوژۍ پرته نیمګړی دی او په ډېجټل نړۍ کې د ننوتو پرته بله لاره نلري ځکه چې په پراخېدونکو څپو کې يې راګېر دی. د بېلګې په توګه د انسان پېژند پاڼه په رسمي توګه د دولتونو له لوري خپرېږي او په شخصي توګه د سوشل میډیا پرمخ په داوطلبانه ډول هر څوک خپله پېژندګلوي وړاندې کوي چې دا د ډېجتل تیکنالوژۍ پراخېدونکی اغیز ښيي. دا پېژندپاڼه د انسان ډیجټل شتون ګڼل کېږي.

ډېجټل اسعار

ان د دې چټک پراخېدونکي اغېز له کبله انساني نړۍ اوس د ډېجټل اسعارو شاهده ده چې د بېټکاین لوړه بیه له قیمتي‌‌‌‌‌‌ ډبرو او سرو زرو سره سیالي کوي. دا هم شونې ده چې راتلونکو کلونو پورې به نور د خلکو لاسونه په فزیکي اسعارو ونه لګېږي بلکې ټول اسعار به ډېجټلي بڼه ولري. دېجټلي اسعار نه یوازې د توکو د پېر او پلور پرمهال په یو کلیک سره د توکي نغده بیه لېږي رالېږي بلکې د اسعارو حجم کموي او ساتنه يې خوندي کوي.

د بانکونو ستونزه

بانکونه له یوې خوا خوندي نه دي او له بلې خوا چټک نه دي او له کبله يې د ډېجتل پېر او پلور بهیر ځنډیږي. دنړۍ شپېته سلنه خلکو ته چې بانکي حسابونه نلري د انلاين کاروبار لپاره بدیل نشي ورکولای. د پلور پرمهال پېرودونکی نشي کولای د توکي نغده بیه مخامخ د پلورونکي بانکي حساب ته ولېږدوي بلکې د بل وېب سایټ (پې پل) له لارې باید د توکي نغده بیه د پلورونکي د (پي پل) حساب ته ولېږدوي او بیايې پلورونکی له هغه ځایه خپل بانکي حساب ته لېږدوي چې دا بهیر د پلورونکي او پېریدونکي ډېر وخت نیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دنړۍ شپېته سلنه خلکو ته چې بانکي حسابونه نلري د انلاين کاروبار لپاره بدیل نشي ورکولای

د بانکونو له لارې معاملات یو اړخیز دي، د توکو د پلور پرمهال خپل بانکي حساب تاته هیڅ ګټه نه رسوي خو د لګښت پرمهال کولای شی چې پرته له ځنډه خپلې پیسې مخامخ له خپل بانکي حساب څخه ولګوئ.

په ډېجټل نړۍ کې افغانستان

ددغسې یوې چټکې ډېجټل نړۍ سره ګام په ګام تګ د جګړه ځپلي هېواد لپاره لویه ننګونه ده خو د دې سره سره مجبور دی چې له نړۍ سره ځان همغاړی کړي.

له څلورو لسیزو راهیسې د روانې جګړې له کبله ډېری افغانان له زده کړو بې برخې پاتې شول او پرځای يې جګړیز ذهنیت خپل کړ چې له کبله يې لاهم افغانه ټولنه ځورېږي. بې وزلي یو بل مهم لامل دی چې په ټولنه کې ټیکاو (ثبات) له منځه وړي.

نورې ستونزې هم شته چې حل يې د افغانانو له واکه بهر دی او پرمختیايي پلانونه له خنډ سره مخامخ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ناامنۍ سره سره ډېجټل ټیکنالوژي په افغانستان کې مخ په دودیدو ده

د دې سره سره چې په تېره څه له پاسه یوه نیمه لسیزه کې افغانستان د نا امنۍ او وسله والو جګړو شاهد دی خو ډېجټل ټکنالوژۍ په کې مخ په دودیدو ده. لکه بانکي خدمات او په پراخېدونکي توګه د ګرځنده ټلیفونونو کارونه، انټرنېټ ته لاسرسی او د ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) کارونه. خو یوازې همدا بسنه نه کوي بلکې لا ډېر کار پکار دی چې افغانان د دې جوګه کړي چې انټرنېټ او ډېجټل ټیکنالوژي د دوی لپاره د قانوني سوداګریز کاروبار او عایداتو په سرچینې بدله شي. که دوی یوازې د مصرفوونکو په توګه پاتې شي نو دا د افغانستان له اقتصاد سره ډېره مرسته نه کوي بلکې هغو شرکتونو ته ګټه رسوي چې ډېجټل ټکنالوژي تولیدوي او افغانستان ته يې د لګښت لپاره ورلېږي.

افغان دولت کولای شي چې په دې برخه کې خصوصي سکتور ته وده ورکړي چې په افغانستان کې انټرنېټ او ډېجټل ټکنالوژي د مصرفوونکو لپاره د عایداتو بنسټیزه سرچینه وګرځي.

کارنده تګلاره

د دې امکان شته چې په لسو کلونو کې انټرنیټ او ډېجټل ټیکنالوژي په افغانستان کې د کرهنې او مالدارۍ پرتله د لوی عاید په سرچینې بدله شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډېجټل ښه دودېدو لپاره بايد ځوانانو ته روزنه ورکړل شي

دا کار یوې کارنده تګلارې ته اړتیا لري. له کورنیو وړتیاو او کارپوهانو څخه کار واخیستل شي او د ولایتونو په کچه د ډېجټل ټیکنالوژي مصرفوونکو په ځانګړي ډول ځوانانو ته روزنه ورکړل شي چې څه ډول کولای شي چې د خپل ګرځنده ټلیفون په کارولو سره د انټرنېټ له لارې پیسې وګټي.

داسې ګولۍ چې درته وايي اوس معدې ته رسېدلې

د افغان تلویزیونونو سیستم رسماً ډیجیټل شو

په دې توګه د خلکو ترمنځ کاروباري بوختیاوې پیدا کېږي او د عامو خلکو ترمنځ اړیکي او مناسبات ښه کېږي، د ټکنالوژۍ دغه ډول کارونه ښايي د جګړو په مخنیوي کې لویه ونډه واخلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب