لوړې زدکړې: د بورس ګټلو کې د خواله رسنیو اغېز

ګوګل د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر شخص یا اداره چې تاسو ته یا بورس او یا هم دنده درکوي نو د پوښتنې لومړۍ مرجع یې انټرنېټ او په خاصه توګه ګوګل لټون دی

د برېښنايي ټکنالوژۍ او انټرنېټ په ننني پېر کې برېښنايي حکومتولي هغه څه دي چې د چارو رونټیا، چکټیا او آسانتیا تضمینوي. په پرمختللې نړۍ کې له پېر او پلور څخه نیولې بیا تر زدکړو، دندې موندې او آن تر اجرأ پورې نژدې ټول کارونه د برېښنايي او انټرنېټي ټکنالوژۍ پر مټ چلېږي.

له دې ډول عصري ټکنالوژي کار اخیستنه کېدای شي ډېرې تخنیکي پوهې ته اړتیا ونلري، خو د دې ټکنالوژي سمبالښت بې له شکه چې تخنیکي پوهې ته شدید ضرورت لري. په افغانستان غوندې هېواد کي چې د لوړو زدکړو تدریسي سیسټم یا زوړ او یا هم د عملي لابراتواري کار نشتوالي امله ناکاره دی، دا اړینه ده چې محصلین یې د عصري ټکنالوژي زدکړه پسې بهر ته ولاړ شي.

له بده مرغه د دولت په چوکاټ کې بهر ته د لوړو زدکړو او څېړنو لپاره تګ ته امکانات په نشت حساب دي نو دا اړینه ده چې ځوانان د خپل توان برابر په خپل تحصیل پیسې ولګوي او یا هم د نړیوالو لخوا د مرسته شویو بورسونو څخه ګټنه وکړي او یا هم په نړیوال ډګر کې د آزادې سیالۍ له لارې بورس یا څېړنیزې دندې پیدا کړي.

لوړې زده کړې: د افغانستان په اکاډمېکه کورنۍ کې نااعلان شوې جګړه

په څېړنیز ډګر کې د افغان مېرمنو پیکه ونډه

لوړې زده کړې: په کومه برخه کې باید لوړې زده کړې وکړو؟

لوړې زده کړې: بورسونو ته کله غوښتنلیک ورکول مناسب دي

د بورسونو ورکولو او همدارنګه څېړنیزو دندو او فرصتونو موندل له یوه هېواده تر بل او آن له یوې اکاډمیکې ادارې تر بل هغه توپیر کوي خو دوه شیان چې نژدې په ټولو کې مشترک دي هغه دا دي چې هم بورس ورکوونکې مرجع او هم اکاډمیکې او څېړنیزې دندې ورکوونکي مرجعې له تاسو څخه لږ تر لږه په یوې نړیوالې ژبې د حاکمیت تمه لري او همداراز له غوښتنلیک څخه نیولې بیا تر نورو پاڼو رسونې پورې به نژدې ټول کارونه پرلیکه او یا هم د برېښنالیک دلارې کوي.

په همدې تړاوو اړینه ده چې تحصیلي بورس، څېړنیزې دندې او یا هم په ټوله کې هر ډول دندې یا زدکړنیز پروګرام ته د غوښتنلیک ورکولو دمخه تاسو خپل پرلیکه مجازي شتون باندې فکر وکړئ، ځکه هر شخص یا اداره چې تاسو ته یا بورس او یا هم دنده درکوي نو د پوښتنې لومړۍ مرجع یې انټرنېټ او په خاصه توګه ګوګل لټون دی، دوی مخکې له دې چې تاسو په فزیکي ډول وګوري لومړی ستاسو ټول شالید په مجازي نړۍ کې تر سترګو تېروي چې په دې کې کله کله ډېره وړه تېروتنه هم تاسو ته د سترې ستونزې رامنځ ته کولو لامل کېدای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اړینه ده چې تحصیلي بورس، څېړنیزې دندې او یا هم په ټوله کې هر ډول دندې یا زدکړنیز پروګرام ته د غوښتنلیک ورکولو دمخه تاسو خپل پرلیکه مجازي شتون باندې فکر وکړئ

ما دلته ځینې هغه ټکي یاداښت کړي چې یا یې ماته مخامخ زیان اړولی او یا مې هم اورېدلی او لیدلي دي چې بل چاته یې د هغه په غوراوي کې زیان اړول. کېدای شي ځیني ټکي تاسو ته بیخي سطحي ښکاره شي خو باور وکړئ چې همدا وړې خبرې مو کله کله په ژوندانه کې له داسې چانس څخه محروموي چې کېدای شي ستاسو د ژوند مسیر یې په ډېر مثبته توګه در بدل کړی وای.

  • موږ او تاسې ټول ځوانان په یوه جګړه ییز او له ناخوالو ډک چاپېریال کې را لوی شوي یو، د پېښو په اړه مو غبرګونونه ډېری وخت احساساتي او کم محاسبه شوي وي او یا هم په عامه اصطلاح" سوک تر کټوو باسو" نو دې اصل ته په کتو سره له هرڅه دمخه دا ټینګ په غوږ کې ونیسئ چې د حوادثو په اړه د هر غبرګون ښودلو په وخت کې هڅه وکړئ په پښتو او آن که ممکنه وي په خپله سیمه ییزه ژبه او لهجه لیکنه وکړئ، دا چاره مو د دې چانس بیخي را کموي چې په ګوګل لټون کي دې څوک له هېواده بهر ستاسو په اړه څه منفي خبرې وویني. دا چاره آزمویل شوې نسخه ده، عمل پرې له ګټې خالي نه دی.
  • موږ او تاسې نژدې ټولو له ټکنالوژي سره په لومړي سر کې د بلدتیا پر وخت د برېښنالیک عجیبې او غریبې پتې ځانته غوره کړي. کېدای شي دا پتې مو یا له ناپوهي، یا موږ ته د برېښنالیک د کم اهمیت له امله، یا له احساساتو او يا د یوه مستعار ګڼون په بڼه د کارونې له امله جوړې کړې وي چې بیا له ډېرو سره د دې پتو له شریکولو څخه وروسته دا راته ګرانه سوې چې پته بدله کړو. بورسونو او نړیوالو څېړنیزو دندو ته له یوې داسې برېښنا پتې څخه برېښنالیک لېږل چې نه مو له نامه او تخلص سره کوم تړاو لري او نه هم زموږ په نده او مسلک پورې کوم منطقي تړاو لرلای شي، دا ښيي چې موږ څومره نامنظم او څومره بې اعتنا یو. ښه به دا وي چې موږ ټول لومړی د پوهنتون یا هم د کار ځای له وېبپاڼې سره یو تړلی رسمي برېښنالیک ولرو او بورسونو او څېړنیزو دندو ته له هغو څخه مراوده وکړو، خو که چېرې زموږ تحصیلي اداره او کار ځای د رسمي برېښنالیک آسانتیا نه لري نو بیا د یوې داسې نوې برېښنا پتې جوړول سوچ اړین دی چې یا مو له نامه او تخلص او یا هم دندې او مسلک سره تړاو ولري، په برېښناپته کې د زوکړې کال یا دېته ورته شمېرې لرل د یوه اکاډمیک او جدي برېښنالیک استازولي نه کوي، هڅه وکړئ برېښنالیک کې مو شمېرې نه وي.
  • د اکاډمیکو کسانو، څېړونکو، تخنیکي او مسلکي کسانو لپاره د "ریسرچ ګېټ"، "لینکډ این" او "اکډمیا ګڼوڼ" او پتې لرل او په هغه کې خپل ټول کره او ریښتيني مالومات ورکول او بیا هغه کې یوازې د خپل مسلک او سویې کسانو سره ملګرتیا یا اړیکه لرل په ګوګل لټون کې ستاسو د نامه لټون وخت کې ستاسو د مثبت انځور په جوړونه کې ښه رول لرلای شي. پورتني یاد ګڼونونه باید په خپل رسمي نامه او په انګرېزي تورو وي چې ستاسو اصليت وښيي. نن سبا د اکاډمیکو کسانو په منځ کې د نړیوالې برېښنايي څېړنیزې پتې (اوپن ریسرچر اینډ کانټریبیوټر آی ډي) لرل هم د څېړونکي د شناخت یوه اړینه برخه ده.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر خواله رسنیو د شخصي احساساتو څرګندول کار ورکوونکې ادارې ته د وړاندیز کوونکي لا څېره بربنډولی شي
  • لکه څنګه چي مې پورته وویل موږ کله کله د پېښو په اړه احساساتي چلند کوو، یا هم کله کله خپل بیخي شخصي شیان پر خواله رسنیو خپروو لکه له ټوپک سره غره ته په ښکار وتل او داسې نور. داسې انځورونو او خبرې زموږ نامه پسې د ګوګل لټوونکي شخص ذهن ډېر ناسمې خواته اړولای شي، په تېره بیا چې کله مو له انځور سره شرحه هم په پښتو او یا هم بله داسې ژبه چې لټونکي نه پرې پوهېږي کړې وي، نو له همدې امله باید هڅه وکړو چې لږ تر لږه پاروونکي انګریزي لیکنې او همدا راز ښکار ته ورته انځورونه په خواله رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر او داسې نورو کې د شخصي پوسټونو په بڼه خپاره کړو چې یوازې مو ملګرو او یا هم ډېرو نژدې ملګرو ته چې تاسو ته مهم دي د لیدو وړ وي، هرڅه په عام یا "پبلیک پروفایل" باندې خپرول کېدای شي بورسونو او څېړنیزو فرصتونو ته زموږ په ټاکنه کې مطلق مانع واقع شي، که مو بیا هم دومره "پراویسي چیک" ته له وسه نه کېږي بیا هڅه وکړئ چې خپل ګڼون مو تر مستعار نامه لاندې وچلوئ.
  • چې کله مو دا پورتني کارونه ټول وکړل نو بیا تاسو پخپله ګوګل لټون ته کېنئ او په څو مختلفو بڼو خپل نوم ولیکئ، خپله فزیکي او برېښنايي پته ولیکئ، دا لټون په انځور، ویډیو او بله هره برخه کړې وکړئ. که مو چېرته داسې څه تر سترګو سول چې فکر کول مو نا موازن دي، بې وخته درڅخه ویل شوي، لیکل شوي او پوسټ شوي دي نو باید د پاکولو هڅه یې وکړئ، زیار وباسئ چې تر بل هرچا دمخه په ځان کلک قاضي شئ. نن سبا په اکاډمیکه او څېړنیزه برخه کې د فعالیت شتون یوه ستره پټه د ګوګل سکالر لټون دی، که تاسو چېرې په څېړنیزو فرصتونو پسې ګرزۍ نو ځان ډاډه کړئ چې په ګوګل سکالر لټون کې مو لټون دومره محسوس دی چې د فرصت درکوونکی پدې قانع کړي چې د جغرافیې په نه پاملرنې سره تاسو د څېړنیز کار جوګه یاست.
  • چې له دې پړاوونو تېر شوئ او ځان مو ډاډه کړ چې داسې څرک مو تر شا ندی پرېښی چې د تاسو اکاډمیک انځور ته زیان ورسولای شي، بیا نو اوس نو د اصلي او عملي کار وخت را رسېدلی. که تاسو چېرې ستاسو د کور دروازه یو نا آشنا کس د لومړي ځل لپاره در ټکوي او د دروازې له ها غاړې داسې خبرې کوي چې نه موزونې وي، نه شمېرې او نه هم منطقي نو تاسې به په هماغه لومړي سر کې کېدای شي هیڅ د دروازې پرانیستلو ته زړه ښه نه کړئ، کېدای شي تاسو د باندې کس لېونی و شمېرې او له سره اعتنا ورته ونه کړئ. د بورس لپاره د عملي کار پیل هم کټ مټ همدې چارې ته ورته دی، عملي کار بورس ورکونکې ادارې، پروفیسور او یا هم څېړنیز مرکز ته د برېښنالیک په واسطه د دروازې له ټکولو پیلېږي. انګریزان وايي چې لومړی "برداشت وروستی برداشت دی" نو هڅه وکړئ چې تاسو په لومړي برداشت کې مثبه اغېزه وښیندئ. د دې چارې ښه سمبالښت لپاره یې باید د برېښنالیک له عنوان څخه پیل او پر برښنايي لاسلیک یې ختمه کړئ. د برېښنالیک له عنوان څخه مو باید داسې ښکاره شي چې تاسو یو مسلکي کس یاست او د یوې جدې موضوع په اړه مو یو لنډ، تخنیکي او مؤدب برېښنالیک لیکلی، د بېلګې په ډول "د کابل په اوبو کې د یورانیو کچې څېړنیز وړاندیز یا پروپوزل". د هغه شخص یا ادارې مکمل نوم له رسمي القابو سره لکه ډاکټر یا پروفیسور زده کړئ کوم ته چې تاسو برېښنالیک لېږئ، د لیک په سر کې داسې خطاب مکوئ لکه تاسو چې خپل ملګري یا همکار ته په برېښنالیک کې کوئ د بېلګې په ډول "ښاغلی پروفیسور ډاکټر احمد شاه ابدالي ".
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښه به دا وي چې موږ ټول لومړی د پوهنتون یا هم د کار ځای له وېبپاڼې سره یو تړلی رسمي برېښنالیک ولرو

د برېښنالیک پر متن د پیل دمخه باید ځان لنډ ور وپېژنئ چې څوک یاست او چېرته کار کوئ او ولې مو مشخص همدې کس ته برېښنالیک لېږلی؟ د برېښنالیک متن کې اوږدې جملې مه لیکئ او هڅه وکړئ برېښنالیک مو په مهمو ټکو یا "بولیټ پاینټس" باندې ووېشئ، د برېښنالیک په پای کې په ډېر ادب د ځواب له تمې سره د رسمې مننې ټکي ولیکئ. دا ډېره ښه ده چې تاسو خپل ټول برېښنالیکونه په وار دمخه ډیزاین شوې الکټرونیکي ښکلي کړئ. که د مل اسنادو اړتیا وه د برېښنالیک تر لیکلو دمخه یې له برېښنالیک سره مل کړئ ځکه ډېری وخت د لیک ختمېدا سره سم په ناببره توګه برېښنالیک له موږ څخه لېږل کېږي.

  • چې کله مو برېښنالیک ولېږه، فکر مه کوئ چې ټول خلک لکه تاسو غوندې همداسې وزګار ناست دي او بل کار نه لري یوازې همدا ستاسو برېښنالیک ته ځواب ورکولو ته یې کار ویلی، په اکاډمیکه برخه کې داسې هم شوي چې نژدې دوستان او همکاران لا یو د بل برېښنالیک ځواب ته څو اونۍ په تمه وي، هڅه وکړئ چې لږ تر لږه یوه اونۍ په تمه شئ او که یې بیا هم درک مالوم نشو نو د یوې وړې یادونې په بڼه هماغه پخوانی برېښنالیک یو ځل بیا د "ریپلای" په بڼه ور ولېږئ. له پروفیسور او بل هېچا د هغه لاسي ټیلیفون د شمېرې غوښتنه مخ کوئ چې دا چاره اکاډمیکه بې ادبي ګڼل کېدای شي، که مو کار ډېر ضرور و، نو یې د دفتر رسمي تیلیفون ته په رسمي وخت کې زنګ ووهئ.

که پورتني ټکي په پام کې ونیول شي، زه ډاډه یم چې بورسونو ته به مو راتلونکی غوښتنلیک تر اوسني هغه ډېر بریالی وي. بریالي اوسئ.

اړونده مطالب

ورته مطالب