د منظور پښتین خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي؟

  • غزا نور
  • بي ‌بي سي
د عکس تشریح،

حمدالله ارباب وايي، پر خپلو بچیانو سربېره یې نورو خلکو ته هم دا خولۍ را نیولې ده.

د پښتنو د پرلت مشر منظور پښتین چې دا مهال په کوټه کې ناستې لري خواله رسنیو کې یې خولۍ مینوال پیدا کړي دي.

له څو ورځو راهیسې د ده خولۍ ته ورته ټوپۍ په سر کېږي او هر څوک ور سره خپل نظر څرګندوي چې ولې یې دا خولۍ رانیولې ده.

خو ځینې داسې کسان هم شته چې ډېرې خولۍ یې اخیستې او نورو ته یې ډالۍ کوي.

افغان انځورګر او مدني فعال حمدالله ارباب خپل فیسبوک کې داسې انځور خپور کړی چې هم یې خپله او هم یې څو ماشومانو ته د منظور پښتین په څېر خولۍ ور په سر کړې دي.

د پښتین فکر خپرول

د عکس تشریح،

حمدالله ارباب د منظور پښتین انځور ګري هم کړې ده.

نوموړی وايي د دې خولۍ په پسرولو سره د منظور پښتبن د فکر خپرول او له دې فکر د خلکو خبرول غواړي:

"پښتون د لر بر پښتون لپاره هیله ده. د دوی د زړه غږ دی. زه یې ملاتړی یم. په دې خولۍ سره له ده ملاتړ څرګندوم. غواړم خپل ولس مې منظور پښتین خپل سمبول وګرځوي."

هغه بي بي سي ته وویل، اته خولۍ یې ملګرو ته وېشلې: "نورې مې اخیستې چې کلي ته لاړم په ځوانانو یې وېشم او په دې سره د منظور پښتین له فکر ملاتړ څرګندوو. دا مهال پښتانه د سیمې او نړۍ د ځواکونو له خوا وژل کېږي، خو د اد خدای لورینه وه چې د باچاخان، خوشال خان او فقیر ایپي د افکارو ټولګې منظور پښتون په نوم یو ځوان سر پورته کړ او د دې ظلم پرضد یې غږ پورته کړ".

د پښتون ژغورنې سمبول

د عکس تشریح،

منظور پښتون په وزیرۍ لنګوټه کې.

په ننګرهار کې خبریال اکمل ظاهر ترکي هم له یو بل ملګري سره په ګډه د منظور پښتین خولۍ ته په ورته ټوپۍ کې انځور اخیستی او ورته لیکلي یې دي:

"غواړو د پشتین دا خولۍ د پښتون ژغورنې سمبول وګرځوو او هر کله او هروخت زموږ سره دا فکر پاتې شي."

نوموړی وايي، ښار کې یې ډېره هڅه وکړه چې هوبهو د منظور پښتین په څېر خولۍ ومومي، خو چې ونه شوه همدا یې خپل ځان او یو بل ملګري ته رانیوله.

د ارزښتونو ژوندي کول

د عکس تشریح،

له کیڼ اړخ ظاهر اکمل ترکی له یو ملګري سره.

خو لیکوال او شاعر سعید زابلي په کابل کې دا خولۍ موندلې او ور سره لیکلي یې دي" د یو نر او باتور پښتون منظور پښتون په تقلید".

هغه وايي، د منظور پښتین له راپورته کېدو سره ګڼ هغه ارزښتونه چې په تېرو څلوېښتو کالو کې ننګول شوي وو، بېرته د ښه کېدو په لور روان دي.

"مثلاً بګړۍ دې وروستیو کې خورا ننګول شوې وه، خو د ده هغه غټه بګړۍ په سر کول لوی ابتکار و".

د عکس تشریح،

لیکوال او خبریال سعید زابلی.

د نوموړي په خبره، نه یواځې له دې غورځنګ سره د پښتنو کلتور توکي بېرته را ژوندي کېږي، بلکې خواله رسنیو کې کوز پښتانه په خپله ژبه د زدکړو د حق ور کولو خبرې هم کوي.

منظور پښتین دا مهال په کوټه کې دی، تېره یکشنبه د ده د غورځنګ یوې مخکښې پیغلې وړانګې لواڼۍبي بي سي ته وویل، چې اوس د دوی غوښتنه یواځې ورک کسان موندل نه بلکې پښتنو ته په خپله ژبه د زدکړو حق ور کړل هم دي.

"پښتانه دې د خپل کلچر په ډول ومني، د زدکړو نظام دې په ځپله ژبه ور کړي او خپله جامه کې د ګرځېدو حق دې ور کړل شي چې هر څوک یې د پښتون په نوم وپېژني".

د عکس تشریح،

خواله رسنیو کې دغو ځوانانو هم لیکلي چې د منظور پښتون په ویاړ یې دا خولۍ را نیولې دي.

منظور پښتین د مارچ پر ۲۵ پېښور کې ناسته لري، له هغه وروسته اسلام اباد کې بیا پرلت کوي او وایي، چې غوښتنې یې منل شوې نه وي تر هغه به خپلې هڅې جاري او ساري ساتي.

نوموړي تېره پرورۍ له هغه وروسته اسلام اباد کې لس ورځنی پرلت وځنډاوه چې حکومت یې د غوښتنو پوره کولو ژمنه وکړه.

دوی له حکومت غواړي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ورک شوي پښتانه وسپارل شي، له وزیرستان ماینونه پاک کړل شي او د ترهګرو په پلمه پښتانه نور ونه وژل شي.

د عکس تشریح،

پګړۍ یا لنګوټه پښتنو کې د مشرۍ سمبول بلل کېږي او یو پښتون مشر منظور پښتین ته لونګۍ ور په سروي.