د ثور کودتاه ۴۰ مه کلیزه: څلوېښت کاله وړاندې لکه نن

تره کی د انځور حقوق AKHTAR/ TARAKI FOUNDATION
Image caption د نورمحمد تره کي د فرمان له مخې د ولور کچه درې سوه افغانیو ته ټیټه شوې وه

د نور محمد تره کي داستاني کلیات مې لاس کې و. خونې ته راننوتلم. انا مې د دې پر ځای چې زما سلام ځواب کړي، د کتاب پر پوښ انځور ته سترګې ځیرې کړې.

زړې سترګې یې دومره له قهره ‌‌‌‌‌‌ډکې وې، چې د کتاب سور رنګ یې پر وړاندې تت شو.

ورته ومې ویل:

'دا یې یوازې کیسې دي، نور څه پکې نه شته. '

زړه ته یې نه لوېده. ټول غلي شوو، دې ته مې وویل:

'ولې ښه نه درباندې لګیږي؟ '

راته یې وویل:

' بیا به کوم وخت درته کیسه وکړم. '

د انځور حقوق PASHTO ADABI GHORZANG

زړه کې مې سل خبرې راوګرځېدې، انا مې هم د نورو غوندې دا سړی د عقيدې په خاطر نه خوښوي؟ که هسې د ځينو نورو غوندې په دې هم ښه نه لگېږي؟

په سبا یې د کابل راڼه لمر ته په برن‌‌‌‌نډه کې ناسته وم. د تره کي کتاب مې لوست. انا مې راغله. یو جوړ زړې عینکې، یو قلم ورسره و. عینکې یې په سولیدلي پوښ کې نغښتې وې. راته یې وویل:

'دا د امان او حنان دي. '

عینکې او قلم یې لاس کې و:

'وروڼو مې د داود خان وخت کې کوم دفتر کې کار کاوه. ‌‌‌‌‌‌ډېره نه پوهېږم خو ګردېز کې یې دنده وه. کودتاه چې وشوه، تره کي ځینې خلک عسکر کړل. زموږ کلي کې د همدوی نه یو مړ شوی و. وروڼه مې مازدیګر له کاره راغلل، ستړي وو. د تره کي خلک راننوتل، دوی یې له ځان سره یوړل. نور ټول کلی پټ شوی وو، زما وروڼه نه وو خبر چې چیرې ځانونه پناه کړي. بس دوی دواړه یې وموندل، سیدکرم ته یې یوړل. له سیدکرم وروسته یې تر اوسه لوری هم نه دی مالوم. موږ کډ‌‌‌‌‌‌ې وکړې، حفیظ الله امین چې کېناست مور مې بېرته کابل ته پسې راغله. اه، د مور سترګې مې اوبه شوې وې، خوله به یې تل پولۍ وه. خوب یې نه و، د دروازې له کړپ سره به هم جګېده، دې به ویل دوی راغلل. دلته یې کابل کې یو کال تېر کړ، هغه وخت اوازه وه چې امین بندیان راخلاصوي. خو ناامیده بېرته پيښور ته راغله. '

د انا سترګې مې نمجنې وې. جګړې د ځینو زړونو کې دومره ځور پنځولی، چې د ځینو کتابونو لیده یې هم زړه کې لکه خنجر لګېږي. ما کتاب پر ځمکه کېښود. ومې غوښتل له نورو هم خبره شم، ايا د غويي د اوومې نېټې هغه بدلون، هغه کودتا يا هغه انقلاب ټولو ښځو ته همداسې و؟

دې مېرمنې چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله د جګري کتان ټیکري، پېڅکې یې ګوتو کې واړولې:

د انځور حقوق Getty Images

''میړه مې د هغه وخت جګړن و. د لوړ ولور پر ضد فرمان راغی، زه تللې وم، له همځولو سره. اوبه مو راوړلې. جیپ مو مختې ودرېد، زه څو کسانو کش کړم. چېغې مې کړې، نارې شوې، منګی مې پر سر مات شو. خو چا وانه ورېدلې.

په سبا شپه همدې سړي ځانته نکاح کړم. وروڼو مې له ‌‌‌‌‌‌ډاره غږ هم و نه شو کړای. پلارګنۍ ته اوس هم نه ځم، هغوی وايي، زه ورسره راتښتیدلې یم. مېړه نه به مې چې څه پوښتل، ویل به یې انقلاب شوی او دا فرمان راغلی. شارۍ به بلل کېدې چې:

'تره کي داسې ویله د هر چا خپله خوښه که یوه کوي که سله '

خو د خلق دیموکراتیک ګوند په فرمان کې دا نه و ویل شوي چې ګڼ ودونه دې څوک وکړي هغوی ولور ته د درې سوو افغانیو حد ټاکلی و.

دې فرمان د یوې بلې ژوند ته بل رنګ راوړی.

دې راته ویل:

'' زه یې د داود خان وخت کې په یولک او شل زر ولور ورکړې وم. خسرګنۍ مې ګهېځ او بېګاه نه لرل زما واده به څه شوی و. څلور کاله ناسته وم. چې کودتاه وشوه، لېوره مې ورور ته وویل چې که واده ورنه کړي، حکومت ته به عریضه وکړي. ورور مې هم له ‌‌‌‌‌‌ډاره په شل زره ور واده کړم. ''

یوې بلې هم راته کیسه کړه، چې کوژدن یې د تښتولو تابیا کړې وه. خو بریالی نه شو. خو کیسه ښار کې داسې نه وه.

جميله هغه وخت د ښوونځي زده کوونکې وه. دې وویل چې ‌‌‌‌‌‌ډېر توپېر مو احساس نه کړ، نجونې هغسې خپلو زده کړو ته تللې لکه مخکې. کالي مو هغه ‌‌‌‌‌‌ډول اغوستل، کله جرابې، کله پتلون. خو يوې بيا دا هم ويل چې هغه وخت په لومړي ځل نجونو ته په گوندي سياست کې ځاى ورکړل شو.

د انځور حقوق Getty Images

د کابل لمر لویږي. له هغې ورځې څلویښت کاله ووتل. خو ورپسې پيل شويو جگړو د پاى ټکى ونه موند. جګړې اوس هم د دې ښار په کوڅو خپړې لګولي او په دې کوڅو کې د 'ښځو ' غږ تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېر غلی دی.

چا وروڼه بایللي، چا د ناوېتوب ارمان زړه کې زوړ کړ. چا له ‌‌‌‌‌‌ډاره بیا د ښار کوڅو کې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه قدم ونه واهه، خو دا ‌‌‌‌‌‌هر څه یې له ځان سره تېر کړل. پټ یې کړل، او په ښکاره یې له درده ونه ژړل. جنګ که له ‌‌‌‌‌‌ډېرو ژوند واخیست، ‌‌‌‌‌‌ځينې ژوندۍ پاتې ښځې یې په متحرک مړي بدلې کړې.