"د پت په نوم بدمرغه شوم "

  • دنيا پکتيانۍ
  • محصله
.

د عکس سرچینه، Reuters

هغه مېرمنې چې د کورنیو ستونزو، امنیتي ګواښونو او د کورنۍ د نارینه‌ وو له خوا د (پت) په نوم له روزنیز بهیره وروسته پاتې شوې دي، نن له خورا ستونزو سره مخامخې دي. د څېړنو پر بنسټ، د کونډو او بې ‌سرپرستو مېرمنو لویه کچه بې ‌سواده مېرمنې جوړوي

د نالوستو سرپرسته مېرمنو غټ شمېر شکایت لري چې له کورونو د باندې د کافي سواد نشتوالی یا د مهارتونو د نه لرلو له امله په ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي.

دوی وایي دا چې پرته له کوم مهارت او په یوه مشخصه برخه کې د کاري ځواک له نشتون سره سره د مجبوریت په اساس یوې ادارې ته مراجعه کوي، د خلکو له ناسمو غوښتنو او ناوړه چلند سره مخامېږي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون دروازه ساتونکې وايي، نالوستې ده، خو اړه ده د خپلو اولادونو د زدکړو د لګښتونو پوره کولو لپاره کار وکړي.

هغه وايي، وړم کال يې مېړه پر سړک يوه چاودنه کې خپلې پښې له لاسه ور کړې او له هغه وروسته خپلو څلورو ماشومانو لپاره اړه ده کار وکړي.

هغې په ژړغونې غږ را ته کيسه وکړه چې دا يې په تېرو شپږو میاشتو کې څلورم کار ځای دی چې پرېښودو ته یې اړېږي.

د هغې په ټکیو تر دې واړندې يې په یوه ځای کې د پخلي دنده ومونده، هلته د ښه کتغ د پخولو پر ځای نورې تمې ترې کېدې.

هغه وايي، د دوی د ټینګار او زما د انکار پایله دا شوه چې مجبوره یې کړم دنده پرېږدم او تر دوو میاشتو بې رزوګارۍ وروسته مې دلته د پوهنتون په دروازه کې د پلټونکې دنده ومونده.

له بې سوادۍ ټکرې خورم

هغه وایي، پلارګنۍ يې ښه بډایه وه، په ښار کې يې ژوند کاوه، ښوونځی يې د کور په څو قدمۍ کې و.

د هغې په خبره، له پلاره ډارېدو، خو مور ته به یې تل زارۍ کولې چې ښوونځي ته د دوی د تللو لپاره د کور له نارینه وو اجازه ورته واخلي.

دا وايي، پلار يې ډېر مخالف نه و، خو د وروڼو د خوښۍ لپاره یې دوی ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته لاړې شو.

د هغې په خبره، وروڼو به يې ورته ویل چې ملګري یې پېغور ورکوي چې خویندې دې له کوره بهر ګرځي.

مور به يې هم ویل په کور کې خپګان مه رامنځ ته کوئ، درس څوک نېکمرغه کړي؟ چا چې ویلی څه په درد يې خوړلی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images

کوچنۍ خور مې نېکمرغه ده

هغه وايي، کوچنۍ خور مې ځکه بختوره وه چې وروڼو او پلار مې تر شپږم ټولګي ښوونځي ته د تللو اجازه ور کړې وه؛ کله یې چې ښوونځی تر شپږم ټولګي ولوست بیا یې چاته حق ور نه کړ چې له ښوونځي یې وباسي.

تېر کال یې له یوه څارنوال سره واده وکړ، اوس په کابل پوهنتون کې محصله ده او ترڅنګ یې په یوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده لري او اقتصادي حالت یې هم ښه دی.

که د هغې د کور د سرپرستي لامل روان حالات دي، خو د خپلو کړاوونو او تنګلاسۍ د پړې ګوته وروڼو ته نیسي.

هغه وايي، که یې وروڼو د خپلو ملګرو د غیرت پېغورونو له امله د دې د ښوونځي مخه نه وای نیولې، ګویا چې اوس به لوستې وه، د سرپرستۍ درانده پېټي به یې اندامونه نه خوږول.

د عکس سرچینه، Getty Images

تر هلک د نجلۍ زدکړې اړینې دي

هغه وايي، تر زامنو یې د لوڼو زدکړې ورته مهمې دي، ځکه چې هلکان د اړتیا پر مهال په ښاروالي کې کار کولای شي، لرګي له یو ځایه بل ځای ته وړلی شي، د شپې تر ناوخته څوکيداري کولای شي، خو لوڼې يې بیا دا کارونه د ځینو کلتوري محدودیتونو او جسمي کمزورتیا له امله نه شي کولی.

هغه وايي، په حالاتو باور نه شته او نه غواړي لوڼې یې نالوستې او په راتلونکې کې هغه کړاوونه وګالي چې په ځانګړي ډول یې دا د نالوستۍ له امله ګالي.

که څه هم د کورنۍ د سرپرستو مېرمنو په اړه دقیقې شمېرې نه شته، خو د هېواد بد امنیتي وضعیت، د جنګې سیمو نه مشخصوالی او فقر دا ټول هغه عوامل دي چې د سرپرستو مېرمنو په شمېر کې يې زیاتوالی راوستلی دی.