د پاکستاني طالبانو نوي امیر ته په ارث پاتې اختلافونه او ننګونې

د انځور حقوق PAKISTANI TALIBAN

د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشري شاوخوا څلور کاله وروسته، بېرته د مسیدو طالبانو لاس ته ورغله.

مسید طالبان د هغوی د بې درېغه سرښندنو له امله د دې غورځنګ د ملا تېر ګڼل کېده، خو د بیت الله مسید تر مرګ وروسته د حکیم الله او مفتي ولي الرحمن ترمنځ د امیر د ځایناستي او د جنوبي وزیرستان د حلقې د مشرۍ او امکاناتو پر سر اختلافونو په دې تحریک کې د مسیدو طالبانو رول پیکه کړ.

له دغو اختلافاتو نه مولانا فضل الله او غیر دیوبندي طالبانو اعظمي ګټه واخسته.

* پاکستاني طالبان: باج مو اخیستی او شوکې مو کړې

* "پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني طالبان او پوځ دواړه ننګولي"

د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" نوی امیر د بیت الله کاروان له جوړېدو نه د ټي تي پي تر رامنځته کېدو پورې د بیت الله مسید په ډله کې مهم او ټاکونکی لوبغاړی پاتې شوی.

دی د بیت الله په کاروان کې د هغه د قضا مسوول و.

وروسته یې د جمعیت العلماء د پخواني جګپوړي غړي مولانا معراج الدین په مرسته له بیت الله مسید، مولوي نورسید، مولوي شیراعظم، مولوي ولي الرحمن او مولانا عظمت الله سره یو ځای د ټي ټي پي بنسټ کېښود.

د مزار شریف او جبل السراج جګړه

د انځور حقوق .
Image caption د حکیم الله مسید تر وژل کيدو وروسته فضل الله د دې ډلې مشر شو.

دی یو له هغو وزیرستاني جنګیالیو دی، چې د طالبانو وخت کې یې په جبل السراج او مزار شریف کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې خلاف جګړو کې برخه اخستې ده.

له افغان طالبانو سره د ده اړیکي د حکیم الله د ډلې پرتله نرمې او د همکارۍ په حد کې وې.

مفتي نورولي په مسیدو او د طالبانو په غورځنګ کې د دویمې رهبرۍ د رامنځته کېدو شدید مخالف و.

* جنرال ډیمپسي پاکستاني طالبان له "داعش" سره تړلي بولي

* پاکستاني طالبان وايي په لاهور کې ځانمرګی برید دوی کړی دی

د دې ترڅنګ، هغه د خپلو رقیبانو په ځپلو کې هم خورا مشهور دی.

له عبدالله مسید، شهریار مسید او حکیم الله مسید سره د ده د مخالفت یو عامل رقابت او د موازي مشرتابه او جوړښتونو د رامنځته کېدو مخنیوی و.

بل ستر عامل یې ښايي له نورو مشرانو سره د دیني زده کړو، د تحریک د سابقې او نورو مواصفاتو پر اساس سنجش او پرتلنه وي.

په ډله کې پر نفاق اچولو تورن

د انځور حقوق AFP

پر نور ولي دا تور دی، چې د عبدالله مسید او بیت الله ترمنځ د اختلافاتو یو عامل، دی و.

د بیت الله د یوه نژدې مشاور په باور، د عبدالله او بیت الله ترمنځ د روغې جوړې د هغه مجلس تخریبوونکی، چې د مولوي خان دراز په کور کې شوی و، مفتي و.

نور ولي دا وخت په ګورګوري کې د جنګیالیو د روزنې مسوول او په نانو کې د عبدالله د مرستیال په وژلو تورن و.

له عبدالله سره د هغه یو مشکل له ازبکانو سره د همکارۍ پر سر هم و.

په واڼه کې د ازبکانو خلاف د حکومت له عملیاتو وروسته هغوی د مسیدو سیمې ته تلل، خو بیت الله په خپلو سیمو کې د ازبکانو پر میشتېدو خوښ نه و، ځکه د "ازبکستان اسلامي غورځنګ" او د هغوی ملاتړې ډلې د چین او پاکستان لپاره خطر ګڼل کېدې.

د بیت الله ددې چلند په غبرګون کې طاهر یولداش د عبدالله ملاتړ کاوه.

بیت الله وروسته د مفتي نور ولي تر نظارت لاندې په مسید مېشتو سیمو کې د ازبکانو او نورو بهرنیو جنګیالیو پر میشتېدو او تګ راتګ بندیزونه ولګول.

نور ولي په دې باور و، چې د طاهر یولداش جنګیالیو د عبدالله د موقتي حامي شهریارمسید په مرسته غوښتل بیت الله په بم والوزوي، خو په دې پلان کې ناکام شول.

شهریار له بیت الله نه د کانیګرم د جنګیالیو د مرکز د مشرۍ پر سرخپه و.

"ملا عمر د ای اېس ای په اسارت کې"

د انځور حقوق US AIR FORCE
Image caption د پاکستاني طالبانو درې مشران په ډرون بریدونو کې ووژل شول.

طاهر یولداش او عبدالله ویل، چې ملاعمر د آی ایس آی تر اسارت لاندې دی، د هغه مستقیم امر نه راځي او دوی مکلف نه دي، چې د هغه امارت ومني، خو د بیت الله د امارت مشروعیت په ملاعمر پورې تړلی و.

نور ولي او د هغه ملګري تر خپل امیر، زیات امیرالمؤمنین (ملامحمد عمر) ته وفادار وو.

مفتي نور ولي، چې د خالد سجنا (ولي الرحمن) د ډلې مفتي و، د تحریک د مرکزي امیر د قضا له مسوول حسن سواتي او مولوي مقبول او عبدالرحیم سره ښې اړیکي نه درلودل.

دوی په خپلو کې مسلکي ستونزې هم درلودې، ځکه د ولي الرحمن په ډله کې ټول دیوبندیان راټول وو، خو حکیم الله، چې د جنوبي وزیرستان له حلقې نه یې په اجنسیو کې نفوذ ډېر و، د نادیوبندي طالبانو او عالمانو تر اغیز لاندې و.

د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې، چې حکیم الله د ټي ټي پي په تشکیل کې تغییرات راوستل، د ولي الرحمن پر ډلې ښه ونه لګېدل.

په دوی کې د نورو اجنسیو نادیوبندي طالبان لکه شیخ عبدالرحیم، حافظ دولت، شیخ مقبول او مفتي حسن، چې د مسیدو حلقې دیوبندي طالبانو او جمعیت العلما‌‌ء نه خوښول، په ټي ټي پي کې په مختلفو منصبونو وګومارل شول.

د انځور حقوق .
Image caption د پاکستاني طالبانو په خبره، د دې ډلې لومړنی مشر بیت الله مسید د ۲۰۰۹ کال د اګسټ پر پنځمه سوېلي وزیرستان کې په ډربون برید کې ټپي او دوه ورځې وروسته ووژل شو.

حکیم الله غوښتل د خپلو مخالفانو پر وړاندې، چې په مسید مېشتو سیمو کې یې د بیت الله مسید له وخته کافي نفوذ درلود، د نورو اجنسیو له طالب مشرانو ګټه واخلي.

د ولي الرحمن او مفتي نورولي په مشرۍ د مسیدو حلقې په وزیرستان کې د حکیم الله مسید اختیارات خورا محدود کړي وو.

د ده ډېر وخت په اورکزیو او کورمه کې تېر و او د جنوبي وزیرستان حلقې اکثریت طالبان، د هغوی مشران او د جمعیت العلما‌‌ء غړي عالمان د ولي الرحمن او د هغه د ځایناستي خالد سجنا او مفتي نور ولي ملګري وو.

دې ډلو حکیم الله ته په اسانه ځانمرګي بریدګر او جنګیالي نه ورکول؛ یوازې په هغو عملیاتو کې ورکول کېدل، چې د پاکستان سیکولر او ملتپال ګوندونه پکې په نښه کېدل او یا هم افغانستان ته په ماموریت لېږل کېدل.

دوی د جنوبي وزیرستان حلقه په ځان پورې منحصره کړې وه او حکیم الله ته یې په هغو عایداتو کې هم برخه نه ورکوله، چې په کراچۍ کې له مېشتو مسیدو په مختلفو لارو ترلاسه کېدل.

له جهاد بېل برداشتونه

د انځور حقوق .
Image caption د ټي ټي پي مرستیال خالد سجنا هم تېره پرورۍ د شمالي وزیرستان ګورې: کې د ډرون برید له امله ووژل شو.

په وزیرستان کې د نفوذ پر سر د حکیم الله او ولي الرحمن د ډلو ترمنځ د هغوی تر مرګه اختلاف و او دا اختلاف اوس هم مفتي نورولي او شهریار ته په میراث پاتې دی.

د مخالفت اصلي علت د جنوبي وزیرستان پر حلقې تسلط، د کراچۍ عواید، له جهاد نه د دواړو ډلو بېل بېل برداشتونه او له درېیمو قوتونو سره ممکنه اړیکي ګڼل کیږي.

حکیم الله د خپل امارت په لومړیو ورځو کې غوښتل چې هم د ټي ټي پي مرکزي امیر شي او هم د جنوبي وزیرستان د حلقې، ځکه په ټي ټي پي کې د مسیدو رول مهم و او ده نه غوښتل چې د مسیدو قوت د ده رقیبې ډلې ته په لاس ورشي، خو نور ولي دا څه نه غوښتل.

د حکیم الله له مرګ وروسته د مفتی نور ولي اړیکي په واڼه کې د مولوي نذیر له ځایناستي ایوبي او د شمالي وزیرستان د طالبانو له مشر ګل بهادر سره هم ښې نه و.

وزیرو طالبانو دوی په واڼه کې ان د خوراکي توکو پېرلو ته هم نه پرېښودل او نه یې هم له خپلو سیمو نه افغانستان ته لاره ورکوله.

کله، چې د عبدالله د منزوي کولو لپاره بیت الله ازبکانو ته په خپلو سیمو کې مرکزونه ورکړل، وزیرو طالبانو د دوی مخالفې ډلې تقویه کړې.

د انځور حقوق TTP
Image caption د طالبانو نوي مشر د دې ډلې په هکله کتاب هم لیکلی دی.

دغه مخالفتونه د "ضرب عضب" عملیاتو تر پایه موجود وو او د افغان طالبانو له منځګړتوب سره سره، نور ولي او د هغه ملګري لاهم واڼه او نورو سیمو ته د وزیرو طالبانو له اجازې پرته، ازاد تګ راتګ نه شي کولی.

د اختلافاتو په دغسې کورني او بهرني چاپېریال کې، د پاکستاني طالبانو د تحریک مشري د مفتي نورولي لپاره یو سترچلنج دی.

د ده لپاره تر ټولو ستر مشکل پرځان د هغو ډلو راټولول دي، چې نادیوبندي افکار او مختلف مذهبي تمایلات لري.

په دې کې د سوات، اورکزیو او نورو اجنسیو طالبان شامل دي، چې اکثریت یې دداعش په لور متمایل دي او ځینې یې عملاً په دې ډله کې فعال دي.

د مولانا فضل الله له مرګ وروسته به په ټي ټي پي کې د هغوی پاتې کېدل او له مفتي نور ولي سره ګذاره کول ستونزمن وي.

دده او پخوانیو طالب مشرانو ترمنځ یو فرق دا دی، چې دی او ډله یې سیاسي مذهبي ډلې له هدف ګرځولو مستثنی ګڼي.

د پاکستان خلاف جهاد

ر د انځور حقوق .
Image caption ملا فضل الله د جون پر یارلسمه ډرون برید کې ووژل شو.

له مولانا فضل الله سره د شوي توافق پر اساس به، دده په مشرۍ تحریک سیاسي مذهبي ډلې (جمعیت العلماء او جماعت اسلامي) نه په نښه کوي او د پاکستان خلاف جهاد به یې یوازې دفاعي بڼه لري.

پخپله په مسیدو طالبانو کې د ده او شهریار ډلې او دده او عبدالله د ډلې ترمنځ تراوسه هم شخړې روانې دي. دواړې خواوې د یوه او بل کسان وژني او دواړې یوه او بل ته په مورچل کې دي.

د عبدالله کسان په وزیرستان، ټانک او ډیره اسماعیل خان کې د پوځ تر حمایې لاندې دي او شهریار د پکتیکا په لمنه کې پروت دی، چیرته چې د طالبانو د نوې مشرتابه د مرکز د انتقال ډېر امکان دی.

د فضل الله او خالد سجنا ترمنځ په توافقاتو کې یو شرط دا و، چې د امیر مرکز بل مناسب ځای ته د انتقال وړ دی.

د نوي مشر اتکا به په مسیدو طالبانو وي او دا چاره دی دې ته اړ باسي، چې له کونړ سره د کرښې پرځای خپل مرکز پکتیکا ته څېرمه ولیږدوي.

درېیم چلنج چې مفتي نور ولي ورسره مخامخ دی، له وزیرو طالبانو سره جوړجاړی دی.

د مولوي نذیر او عبدالله مسید ډلې په غوڅ ډول د پوځ تر ملاتړ او کنټرول لاندې دي.

که د شهریار پر ډلې فشار واردیږي، ښايي د دې ډلې پاتې غړي پوځ ته تسلیم شي او یا د نورو اجنسیو د طالبانو په څېر له داعش سره یوځای شي.

د مولوي نذیر له ډلې سره جوړجاړی هم له پوځ سره له همغږۍ پرته ناشونی دی.

لویه ننګونه

د انځور حقوق .
Image caption بیت الله مسید رسنیو ته خبرې کوي.

د ټي ټي پي د نوې مشرتابه لپاره بل تر ټولو ستر چلنج له مسیدو قبیلې نه د جنګیالیو جذبول دي.

په تېرو کلونو کې جنګیالیو قبیلې یرغمل کړې وې او پوځ هم له طالبانو سره د قبیلو د استازو په څېر چلند درلود.

اوس د مسیدو اکثریت زلمیانو د پښتون ژغورنې غورځنګ تر اغیز لاندې له تشدد نه فاصله غوره کړې ده.

جنګیالیو هم په افغانستان کې له میشتېدو وروسته د جهاد هغه انګیزه له لاسه ور کړې، چې کلونه وړاندې یې درلوده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدل او د پردې ترشا د سولې خبرې اترې او د خوندي سیمو اعلانول به هم د ټي ټي پي پر فعالیتونو بې اغیزې نه وي.

په دې صورت کې به د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې ددوی لپاره هغسې شرایط موجود نه وي، چې له دې وړاندې وو.