د اردوغان بری؛ د ترکیې د تاریخ نوی پړاو

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د اردوغان ګوند ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې.

د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې ترکیه کې د بي بي سي خبریال وویل، له کمال اتا ترک وروسته د ترکیې تر ټولو ځواکمن مشر اردوغان که ټاکنې ګټي، نو لا پسې ځواکمنېږي.

ځکه د ترکیې ولسمشر د وړمې ورځې ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالیتوب سره واک پراخ او ډېر شو او مقابل کې د لومړي وزیر څوکۍ ختمولو سره د دغه هېواد پارلمان کمزوری شو.

سپینې ماڼۍ د اردوغان د بري هرکلی کړی، خو ترې غوښتی یې دي چې د ولسواکۍ د پیاوړیتا لپاره کار وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز د دوشنبې په ورځ وویل، لا هم د امریکا ولسمشر وخت نه دی موندلی چې اردوغان ته د بریالیتوب د مبارکي لپاره ټلېفون وکړي.

د ترکیې ټاکنو کې د اردوغان اصلي سیال محرم اینجه خبرداری ور کوي چې هېواد یې د یوه کس د مطلق حاکمیت خطرناک پړاو ته ور شېوه شوی دی.

دغو ټاکنو کې اردوغان ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.

ښاغلي اینجه یواځې ۳۱ سلنه رایې ترلاسه کړې.

رجب طیب اردوغان چې ۶۴ کلن دی، د خپل هېواد د اقتصاد پیاوړي کولو سره د ځان ځواکمنولو ښه لار برابره کړې، خو په ورته مهال یې د مخالفانو د ځپلو او د نږدې یو لک شپېته زره کسانو په بندي کولو سره عامه افکار په دوو برخو وېشلي دي.

د ولسمشر نوي واکونه څه مانا لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اردوغان وايي، د قانون چوکاټ کې مخالفانو ته سبک ور کوي.

رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د بریا لمانځلو خبرو کې د ولسمشرۍ د نوي نظام د ژر پلي کولو ژمنه وکړه.

د تېر کال ټولپوښتنه کې تازه بدلونونونه چې اوس پلي کېږي په ډېر کم توپیر او ۵۱ سلنه رایې ګټلو سره تایید شول.

اساسي قانون کې دا بدلون ولسمشر ته واک ور کوي:

  • مرستیال ولسمشران، وزیران او لوړپوړي چارواکي خپله وګوماري
  • قضايي برخه کې لاسوهنه وکړي.
  • بېړنی حالت اعلان کړي.

د عکس سرچینه، EPA

ځینې شنونکي وايي، دا تازه نظام قدرت انحصاروي.

اردوغان وايي، نوي واکونه اجازه ور کوي چې د ترکیې سوېل ختیځ کې بلواګر مات کړي او د ترکیې له اقتصادي دوښمنانو سره مقابله وکړي.

ښاغلی اردوغان ۱۱ کاله لومړی وزیر و او له هغه وروسته پر ۲۰۱۴ کال ولسمشر شو.

تازه بدلونونه هغه ته اجازه ور کوي چې پر ۲۰۲۳ کال د اوسنۍ ولسمشرۍ پای ته رسېدلو پسې بیا دې څوکۍ ته نوماند شي.

په بله ژبه تر ۲۰۲۸ کال د ترکیې ولسمشر پاتېدلی شي.

د مخالفانو غبرګون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

محرم اینچه د ټاکنو په پایلو اعتراض نه لري.

ترکیه کې د خلکو جمهوریپال ګوند نوماند محرم اینجه دا ټاکنې له پیل تر پایلو اعلانېدو پورې ناعادلانه بللې.

هغه خبریالانو ته وویل: اوس موږ د یو کس له مطلق واک سره مخ یو.

هغه دا هم وویل، چې د ټاکنو په پایلو اعتراض نه لري.

نورو څلورو نوماندانو له لس سلنې کمې رایې وګتلې.

ټاکنې څنګه وې؟

امنیتي تدبیرونه ډېر و، له رایې ور کولو مخکې د درغلیو او د رایه ور کوونکو د وېرولو اندېښنې ډېرې شوې.

د ترکیې حکومتي رسنیو د رایه ور کوونکو شمېر ۸۷ سلنه بللی دی.

د اروپا د همکارۍ او امنیت ادارې څارونکي وايي، که څه هم دې ټاکنو کې نور ریښتوني نوماندان وو، خو اردوغان او ګوند یې برلاسي وو.

خو دغې ادارې او د انساني حقونو څو ملاتړو ډلو په دې خواشیني ښودلې چې نوماندانو د کمپاین او سیالۍ لپاره انډول چانس نه درلود.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې ترکیه کې بېړنی وضعیت د بیان ازادۍ او غونډو خنډ بولي چې د ترکیې نور ګوندونه یې سخت اغېزمن کړي دي.

دا اداره ټاکنیزو منډو ترړو ته د رسنیو پر بې انډوله پوښښ هم نیوکې کوي.

ترکیه نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو لوی زندان بولي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

کوردان د خپل لوی ګوند بری لمانځي.

اروپايي ټولنې هم یوه بیانیه کې ورته غبرګون ښودلی. د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره یې شرایط یوشان نه دي بللي.

دا خبرداری هم ور کوي چې د ولسمشر نوي واکونه د ترکیې د ولسواکۍ لپاره پراخې پایلې لري.

خو د رجب طیب اردوغان ویاند ابراهم کلین بي بي سي ته وویل، چې د ټاکنو نظام روڼ او روښان و.

د اردوغان او واکمن ګوند ایتلاف د ۵۳ سلنه رایو د خپلولو له مخې د ۳۴۳ څوکیو په خپلولو سره د پارلمان اکثریت وګاټه.

له دې سره سره د کوردانو خلک ډیموکراټیک ګوند د ۶۷ څوکیو خپلولو سره بیا پارلمان ته لار ومونده.

دغه ګوند او ملګرو یې هم ۳۳ سلنه رایې ګټلې.

دا په داسې مهال چې د دغه ګوند نوماند صلاح الدین دیمیر تاش د ترهګریزو چارو په تور د سختو امنیتي تدبیرونو بند کې دی، خو خپله دا تورونه ردوي.