نجلۍ ته شرم او هلک ته ویاړ؟

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه اصول د متوسط قشر یا ځینې اشرافو نجونو ته هم ورزده کېږي

پاکستان کې نژدې د هرې هغې ماشومې مور پلار چې مینه ورسره کوي، د ژوندانه تېرولو لپاره ځینې اصول ورزده کوي. دا د ژوند هغه زرین اصول بلل کېږي، چې د متوسط قشر تقریباً هرې نجلۍ په ذهن کې د ټول عمر لپاره ورټومبل کېږي.

دې کې لومړی اصول پټه خوله پاتې کېدل دي. هغه نجونې خورې یا ژبورې بلل کېږي، چې ډېرې غږیږي. برعکس هغه نجونې چې لږې خبرې کوي، ګلالۍ او ارامې بولي او ښکاره خبره ده، چې په ارام اوسېدو کې خیر او ښېګړه نغښتي دي.

ښه هغه لوڼې یا خوېندې به څوک مودبې وبولي، چې جایداد کې برخه غواړي، د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر تګ غواړي، په خپله خوښه واده غواړي، یا هغه نږور چې خپل حق غواړي، یا هغه مېرمن چې غواړي دفترونو کې نوکرۍ وکړي یا له نارینه د درناوي او مناسب چلند غوښتنه کوي؟

دویم اصول د کالیو په اړه دي، په دې اړه ډېره ځېرکتیا پکار ده.

زموږ ټولنه کې تمه کېږي، چې ښځه خپل مخ و نه ښيي، یا لږ تر لږه باید سر په ټیکري کې ونغاړي، که دا هم نه شي کولای، بې ټیکري ګرځېدل خو یې په هېڅ صورت د منلو نه دي.

د مټو لوڅوالی خو د یادولو نه دي. اوریدلي به مو وي، چې د دغه لغړتوب له کبله بیا د ځینې نارینه وو زړه او ذهن بې کابو کېږي او ځناورتوب کوي، خو انسان نه پوهېږي هغه یو شمېر نارینه ولې حیوانیت کوي، چې له پرده کونکو ښځو سره زور زیاتی کوي، یا پر ماشومو نجونو جنسي تېری کوي، د دوی ذهنونه چا بې کابو کړي وي؟

هسې هم دا ډېر عجیب منطق نه دی، چې څوک دا ظلم او ناروا کوي، ګناه یې د ده پر ځای د بل چا وبلل شي؟

دریم اصول خندا ده، باور مو نه کېږي؟ د بسکټو، کوچو سوداګریز اعلانونه مو لیدلي؟ ښه دا هم پرېږده د کورونو رغاونې کمپنیو اعلانونو کې ورته وګورئ! دغو اعلانونو کې د ښځو مخونو ته په غور وګوري!

انسان ګومان کوي، غامبوري یې د ډېرې موسکا له کبله داسې معلومېږي چې په یوه حالت کې سنګک شوي دي. ښه ښځه بیا هم هغه شوه، چې موسکا یې پر څېره خپره وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دویم اصول د کالیو په اړه دي، په دې اړه ډېره ځېرکتیا پکار ده.

یو بل تصور هم شته، د ډېرو خوښ دی او هغه ژړا ده. د هغو ټلویزیوني ډرامو د مینه والو شمېر ډېر شي، چې ښځې پکې ډېرې ژاړي. که ښځه پکې وهل ټکول کېږي، لا نوره ښه ده او که د طلاق ګواښ ورته کېږي، بیا خو واه، واه!

‏څلورم اصول د کور کارونه بلل کېږي او هغه هم داسې چې باید نجونې او ښځې یې په خندا خوښۍ وکړي.

ډوډۍ پخول، د ماشومانو پالنه هغه کارونه دي، چې باید ښځې یې د کولو پر مهال موسکۍ څېره واوسي، ځکه هغه د کوچو پلورونکۍ نجلۍ پر شونډو هم موسکا خپره وه او د هغې بلې ماډلې خوله هم له خندا نه ټولېده، چې د لوښو وینځلو صابن په اعلان کې یې ککړو لوښو ته داسې کتل ته وا پکې یې ورک راتلونکی لیدلی.

نور هم ډېر داسې اصول شته، خو د دې لیکنې هدف د ښځې په توګه د ماضي تازه کولو پر ځای یوه پوښتنه ده او هغه دا چې ایا دغسې زده کړه زموږ نارینه وو ته هم ورکول کېږي؟

نارینه و ته لومړی اصول دا ورزده کول کېږي، چې باید په قوت سره خپله خبره وکړي.

"په دیر کې اوس ښځې خپل حقونه پخپله غواړي"

قانون شته، خو ښځې بیا هم ځورول کېږي

که څوک یې خبره نه اوري، باید دا ورزده کړل شي، چې غوږ ورته ونیسي.

داسې خو کېدای نه شي، چې نارینه خبره کوي او ښځه دې د هغه خبره ورغوڅه او خپله پیل کړي او دا ځکه که کوم سړی په سړه سینه د ښځې خبره اوري، هر څه بلل کېدای شي، خو د نارینه توب تمه ترې نه کېږي.

دویم اصول بروالی دی، چې نارینه وو ته ورزده کېږي. د دوی فکر، د دوی حق او د دوی ازادي په هر صورت باید ومنل شي او پرې ځان وپوهول شي.

که د دوبي ګرمۍ کې بنیان یا زیر فیراني اغوندي، خوښه یې او که له لسو نورو هوښیارو ملګرو سره یو ځای سمندر کې د غوټې وهلو تصویر پر فېسبوک خپروي، څوک پېغور نه ورکوي، بلکې ویل کېږي 'یره ښې مزې کوې نن سبا! '

دریم اصول شان او شوکت دي. دې سره ټولنه ښه روغه رمټه وي. پر لاره تلو راتلو کې یو څوک په څپېړه وهي، نارینه توب درجه یې ورسره لوړېږي او ثابتیږي، چې د زړورتیا سند یې موندلی دی، که د مقابل لوري پر غامبوري هم چاپ شوي وي.

د ټولیزو رسنیو دوره ده، د هرې ښځې مقابل کې بې له وېرې ترهې غوسه څرګندیدای شي، خو جاه او جلال باید پر ځای پاتې شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دې لیکنې هدف د ښځې په توګه د ماضي تازه کولو پر ځای یوه پوښتنه ده او هغه دا چې ایا دغسې زده کړه زموږ نارینه وو ته هم ورکول کېږي؟

څلورم اصول د کورنیو کارونو او ماشومانو پالنې اړوند دي. تر اوسه خو به درته څرګنده شوې وي، چې نارینه او د ماشومانو پالنه هېڅ تعلق نه سره لري.

پلار هسې هم باید د لومړۍ ورځې میاشت ته ورته وي، چې کله نا کله لیدل کېږي او لیدل یې د برکت سبب بلل کېږي.

دې سره له یوه نارینه دا تمه کول بې ادبي بلل کېږي، چې خپل خواړه باید تاوده کړي. بله دا چې که کوم پلار د خپل ماشوم ککړ ویرڼي بدلول خپل سپکاوی بولي، نو پوه شئ، چې روزنه یې سمه بشپړه شوې ده.