'ما وفا لیکله، تا جفا لوستله'

پاکستان د انځور حقوق .

د امریکا متحدو ایالتونو او پاکستان تر منځ هغه خبره هم د دیپلوماتیک ناسم پوهاوي ښکار شوې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له پاکستانه د سخت دریځو خلاف د 'ډو مور ' یا نور فعالیت غوښتنه کړې که نه.

پاکستان ته د ښاغلي پومپیو له څو ساعته سفر سملاسي وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي وویل، امریکا دا ځل له پاکستانه د 'ډو مور ' غوښتنه نه ده کړې.

بل لور ته ښاغلي پومپیو له الوتکې یوې خپرې شوې اعلامیه کې وویل، چې پاکستاني چارواکو سره یې خبرو کې د سخت دریځو خلاف د رغنده او تل پاتې اقداماتو ټینګار کړی دی.

پاکستان کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر خواجه اصف باور همدا دی:

''دا نوې غوښتنه نه ده. امریکایان له ډېر پخوا او په خورا سخته ژبه دا خبرې کوي. په سپتمبر کې چې ما له امریکايي چارواکو سره ولیدل، همدا خبرې یې کولې. داسې کوم ثبوت نه شته، چې امریکایانو خپله پالیسي بدله کړې ده. ''

خواجه اصف په دې باور دی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې تجربه لرونکي کسان ناست دي او داسې احتمال نه شته، چې ګواکې دوی به پر پیغام پوهېدو کې تېروتنه کړې وي.

پاکستان حکومت ته د ښاغلي اصف مشوره ده، چې دوی باید پر دغې موضوع د پوهېدو هڅه وکړي، چې په وینا یې دویم ځل داسې تېروتنه و نه شي.

خو دوه ځله نه بلکې درې ځله داسې شوي، چې پاکستان حکومت د دیپلوماتیکو پیغامونو ناسمه تشریح کړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مایک پومپیو له الوتکې یوې خپرې شوې اعلامیه کې وویل، چې پاکستاني چارواکو سره یې خبرو کې د سخت دریځو خلاف د رغنده او تل پاتې اقداماتو ټینګار کړی دی.

د پاکستان نوې کابینې له لوړې سملاسي وروسته شاه محمود قریشي وویل، چې د هند لومړي وزیر عمران خان ته د مبارکۍ پیغام کې له هغه غوښتي، چې د خبرو لړۍ له سره پیل کړي، خو هند حکومت دغه خبره سملاسي ناسمه وبلله او اعلان یې وکړ، چې د مبارکۍ پیغام کې داسې هېڅ نه و ویل شوي.

وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو عمران خان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی دواړه د ترهګرۍ خلاف پر مبارزې وغږېدل، خو شاه محمود قریشي وویل، داسې هېڅ خبره نه ده شوې.

امریکایان پر خپله خبره ټینګ وو او رسنیو کې خو دا هم وویل شول، چې د دغو ټیلیفوني خبرو متن هم پاکستان ته استول شوې وه، خو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغې موضوع 'هېرولو ' غوښتنه کړې وه.

د یوه داسې ټیلیفوني زنګ موضوع هم د دیپلوماتیک ناسم پوهاوي سبب شو، چې له سره شوی نه و.

لومړي وزیر د هېواد 'مهمو ' ټلویزیوني خپرونو وړاندې کونکو سره خبرې کولې، چې د بهرنیو چارو سکرتر ورته وویل، د فرانسې ولسمشر غواړي خبرې ورسره وکړي.

لومړي وزیر ورته وویل، نیم ساعت وروسته باید ټیلفون وکړي او نیم ساعت وروسته چې سکرتر خونې ته ننوت، عمران خان په لوړ غږ ترې وپوښتل: بیا د فرانسوي ټيلفون دی؟

ویل کېږي دې سره هلته د ناستو کسانو څه نا څه خندا هم واورېدل شوه.

بله ورځ له هلته ناستو کسانو یو چا دغه کیسه خواله رسنیو کې ولیکله او د فرانسې سفارت سملاسي دا (جعلي) رپوټونه وبلل. دوی وویل فرانسوي ولسمشر عمران خان ته هېڅ ټیلفون نه دی کړی، بلکې سفارت چارواکو غوښتل له عمران خانه وپوښتي، چې له ولسمشر سره یې خبرو لپاره څه وخت مناسب دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خواجه اصف په دې باور دی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې تجربه لرونکي کسان ناست دي او داسې احتمال نه شته، چې ګواکې دوی به پر پیغام پوهېدو کې تېروتنه کړې وي.

دا خو د پیغامونو خبره شوه، خو د چارشنبې پر ورځ پاکستان ته د مایک پومپیو له لنډ سفر وروسته تر ماښامه پاکستانیانو انتظار کاوه، چې د 'ډو مور ' مهمې موضوع په تړاو څه ویل شوي دي. دوی اندېښمن وو چې دا ځل به هم د امریکا له لوري د سخت دریځۍ خلاف د نورو اقداماتو امر راځي که نه؟

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له روانېدو سره سم شاه محمود قریشي زېری وکړ، چې دا ځل امریکایانو ډو مور نه دي ویلي. پاکستانیانو د دې لپاره لا خوښي پيل کړې نه وه، چې د مایک پومپیو توضیحي څرګندونې راغلې.

دې او نورو دیپلوماتیکو مسایلو ته په کتو سره د خواجه اصف خبره سمه ښکاري، چې دغه مسایل باید وڅېړل شي، چې نور هېوادونه زموږ په اړه یا موږ د نورو په تړاو د ناسم پوهاوي ښکار نه شو.

داسې ښايي تر ډېره و نه شي، چې 'ما وفا لیکله تا جفا لوستله '