د اسیا جام تاریخ؛ چا څوک مات کړل

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې په دوو ډلو کې لوبېږي. د انځور حقوق ICC
Image caption په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې په دوو ډلو کې لوبېږي.

د کرېکټ اسیا جام سیالیۍ له ۱۹۸۴ م کال راهیسې پيل شوې، چې په یاد کال په لومړي ځل عربي اماراتو کې د پاکستان، هند او سرېلنکا ترمنځ د کرېکټ سیالۍ وشوې.

د سیالیو پایلوبه کې هند سرېلنکا ته ماتې ورکړی وه او د اسیا جام لومړۍ اتلولې یې ګټلی وه، پاکستان په دې سیالیو کې یوه لوبه هم نه وه ګټلې.

۱۹۸۶:

په دې کال د اسيا جام دويم ځل لپاره سیالۍ د سرېلنکا په کوربتوب ترسره شوې وې، چې په دغه سیالیو کی بنګلدېش لوبډلې ته په لومړي ځل ځای ورکړل شوی و، پايلوبه یې پاکستان او سرېلنکا ترمنځ شوی وه.

د اسیا ۲۰۱۸ کپ، څوک د چا پروړاندې

اسیا جام: هند پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه

کرېکټ پايلوبه: افغانستان پاکستان ته ۲۴۹ مڼدې هدف وټاکه

سرېلنکا پاکستان ته ماتې ورکړې وه او اسیا جام اتلولي یې د لومړي ځل لپاره ګټلې وه.

۱۹۸۸:

ددغه کال د اسیا جام سیالۍ بنګلدېش کې وشوې،‌ چې پایلوبه کې هند سرېلنکا ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او دویم ځل د اسیا جام ګټونکی شوی و.‌

په دغو کلونو کې د اسیا جام سیالۍ هند کې وشوې،‌ چې هغه له ګاونډي پاکستان سره د هند سیاسي اړیکې ډېرې ترینګلې وې،‌ همدا وو چې ګډون یې ونه کړ.‌

د دې سیالیو پایلوبه هم هند ګټلې وه او سرېلنکا یې پایلوبه کې ماته کړه.‌

۱۹۹۳:

په دغه کال هم د اسیا جام د سیالیو پرمهال د پاکستان او هندوستان سیاسي اړیکې خرابې وې او سیالۍ یې وځنډولې؛ ځکه هند له پاکستان سره لوبېدو ه زړه نه ښه کاوه او پاکستان هم چمتو نه و چې هند ته د لوبو کولو لپاره خپل لوبغاړي واستوي یا کوم بل اسیايي هېواد کې ورسره ولوبېږي.

۱۹۹۵:

په عربي متحده اماراتو کې د اسیا جام سیالیو کې پاکستان، هند او سرېلنکا سره ولوبېدل او مساوي سیالۍ یې ګټلې وې،‌ خو له غوره "رن رېټ" وروسته د هند او سرېلنکا ترمنځ پایلوبه وشوه،‌ هند سرېلنکا ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې اتلولي وګټله.

۱۹۹۷:

دا ځل د اسیا جام سیالۍ سرېلنکا کې وشوې، د هند او سرېلنکا ترمنځ‌ پایلوبه کې سرېلنکا له هنده د تېر ځل غچ واخیست او هند ته یې په ۸ ویکټو ماتې ورکولو سره دویم ځل د اسیا جام سیالۍ اتلولي وګټله.‌

۲۰۰۰:

بنګلدېش کې د اسیا جام سیالیو کې هند په لومړي ځل ‍پایلوبې ته لار نه وه پیدا کړې، پایلوبه د پاکستان او سرېلنکا ترمنځ وشوه،‌ چې پاکستان وګټله او په لومړي ځل د اسیا جام اتله لوبډله اعلان شوه.

۲۰۰۴:

دا ځل د اسیا جام سیالۍ سرېلنکا کې وشوې، دغو سیالیو ته عربي متحده اماراتو او هانګ کانګ لوبډلې هم وزیاتې شوې وې، پایلوبه د هند او سرېلنکا ترمنځ وشوه،‌ سرېلنکا هند ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه او درېیم ځل یې د اسیا جام اتلولوي وګټله.‌

۲۰۰۸:

د اسیا جام سیالۍ پاکستان کې وشوې،‌ پایلوبه ته پاکستان لار ونه مونده، هند او سرېلنکا یو ځل بیا پایلوبې ته راووتل،‌ خو بخت د سرېلنکا بیدار و او پایلوبه یې وګټله.

دا د سرېلنکا لوبډلې څلورم ځل و چې د اسیا جام اتلولي یې ګټلې وه.‌

۲۰۱۰:‌

د سرېلنکا په کوربتوب د اسیا جام سیالیو پایلوبې ته هند او سرېلنکا ووتل،‌ هند کوربه سرېلنکا ماته کړه او پنځم ځل و چې د اسیا جام اتله لوبډله اعلان شوه.

۲۰۱۲:

بنګلدېش دا ځل د اسیا جام سیالیو کوربه و،‌ خو د هند او سرېلنکا پرځای پاکستان او بنګلدېش پایلوبې ته ووتل؛ ځکه چې سرېلنکا نیمه پایلوبه کې ماتې خوړلې وه،‌ پایلوبه پاکستان وګټله او په دویم ځل اتله لوبډله اعلان شوه.

۲۰۱۴:

دا ځل هم بنګلدېش د سیالیو کوربه و، په دې جام کې افغانستان په لومړي ځل ګډون کړی و،‌ د سیالیو پایلوبه د پاکستان او سرېلنکا ترمنځ وه، پاکستان ترې په ۵ ویکټو ماتې وخوړه او سرېلنکا پنځم ځل د اسیا جام اتله لوبډله شوه.

۲۰۱۶:‌

دا ځل هم د اسیا جام سیالۍ پرله پسې په درېیم ځل بنګلدېش کې وشوې،‌ چې هند او بنګلدېش پایلوبې ته ووتل،‌ خو کوربه بنګلدېش د هند لوبډلې له خوا په ۸ ویکټو مات شو او هند شپږم ځل د اسیا جام ګټونکی شو.

تر اوسه د اسیا جام سیالۍ ۱۳ ځلې شوې،‌ چې هند پکې تر ټولو ډېر (ش‍پږ ځلې) اتلولي ګټلې،‌ بیا سرېلنکا پنځه وارې اتله شوې ده.

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ کال د اسیا جام سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې روانې دي، د افغانستان په ګډون، هند،‌ پاکستان، سرېلنکا، بنګلدېش او هانګ کانګ کرېکټ لوبډلې پکې لوبېږي، هره یوه لوبډله دا ځل د اتلولۍ ګټلو هڅه کوي.

ورته مطالب