د افغان- شوروي جګړې خبریال جمال خاشقجي څومره پېژنئ؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption جمال خاشقجي په ملاتړ د سعودي کونسلګرۍ مخ ته مظاهره

جمال خاشقجي یو وخت د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار و، خو اوس یې پر دغه واکمنه کورنۍ د ورکېدو تور لګېږي.

۵۹ کلن خاشقجي د اکتوبر پر دویمه د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغی چې له پخوانۍ سعودۍ مېرمنې د طلاق کارونه بشپړ او له ترک کوزدنې خدیجه چنګېز سره د واده سندونه بشپړ کړي.

خدیجه چنګېز وايي، کونسلګرۍ ته تللو کې زړه نازړه و او هغې ته یې ویلي و، که را نه غی د ترک ولسمشر له مرستیال سره دې خبره شریکه کړي.

* د شهزاده محمد بن سلمان جرمنی سلاکار څوک دی؟

* اور او غوسه کتاب کې: ټرمپ شهزاده محمد خپل "بنده" بولي

لا هم لس ورځې کېږي چې نوموړی ورک دی، ترک چارواکي وايي، کونسلګرۍ کې وژل شوی، خو سعودي یې نه مني.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د نوموړي د ورکې دوسیه تر جرړو څاري او په دې تړاو یې د سعودي تر ټولو لوړپوړو چاراکو ته ټلېفون کړی دی.

برتانیا هم له سعودي غوښتي چې د خاشقجي د ورکې په هکله سملاسي پلټنې وکړي.

زوکړه او زدکړې

خاشقجي د سعودي مدینه منوره ښار کې پر ۱۹۵۸ کال زېږېدلی.

هغه د سوداګرۍ مدیریت زدکړې د امریکا په انډیانا دولتي پوهنتون کې کړې.

له زدکړو بشپړولو وروسته خپل هېواد ته ستون شو.

د خبریالۍ پیل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر اوو ګاډو کې چې د خاشقجي د ورکې په ورځ کونسلګري ته تللي او وتلي پر دوو تورو موټرو شک کېږي.

د جمال خاشقجي له نوم یادېدلو سره تر ډېره دا فکر کېږي چې یو وخت د شاهي کورنۍ سلاکار او ځايي رسنیو مشر و او له تېر کال راهیسې یې له واشنګټن پوسټ سره کار کاوه.

پوښتنه دا ده چې زدکړې یې سوداګرۍ مدیریت کې کړې وې، خبریالي یې کله پیل کړه.

* په ځوانانو کې د محمد بن سلمان د محبوبیت راز

* پنځه شیان چې سعودي کې یې مېرمنې له سړیو پرته نشی کولی

ښايي خپل مسلک کې یې ډېر کار نه وي کړی، ځکه واشنګټن پوسټ وايي، په ۱۹۸۰ کلونو کې یې خبریالي د افغان- شوري جهاد له رپوټولو پیل کړه.

نوموړي سیمه ییزو ورځپاڼو ته پر افغانستان د شوروي د یرغل په هکله رپوټونه برابرول.

له اسامه سره مرکې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسامه بن لادن پر ۱۹۸۸ کال- خاشقجي په دغه مهال څو مرکې ور سره کړې وې.

د افغان- شوروي جګړې پر مهال د سعودي په ګډون د مختلفو عرب هېوادونو وګړي هم د افغان مجاهدینو په ملاتړ جنګېدل.

په دوی کې د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن چې یو وخت د افغان- شوروي جګړې جنګیالی و تر ډلې جوړولو ورسېد.

جمال خاشقجي د بن لادن څرګندېدل او ځواکمنېدل څارل او له نوموړي سره یې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ کلونو څو ځلې مرکې وکړې.

وروسته یې عرب سیمه کې پر نورو مهمو مسلو رپوټونه برابرول چې پکې د خلیج جګړه یا پر کویت د عراق یرغل او په مقابل کې یې د نړیوالې ټلوالې جوړېدل راځي.

راکټ پر اوږه خبریال

د انځور حقوق Twitter
Image caption راکټ په اوږده سړی جمال خاشقجي بلل شوی دی.

خواله رسنیو کې د ۱۹۸۸ کلونو افغان- شوروي جګړې د افغان- شوروي جګړې د عرب مجاهدینو یو انځور خپور شوی، چې په اصل کې له یوې انګریزي ورځپاڼې اخیستل شوی دی.

په انځور کې د څو کسانو په منځ کې راکټ لنچر په اوږه سړی جمال خاشقجي ښودل شوی دی.

د پېټریک پول په نوم د ملي امنیت او ترهګرۍ برخې خبریال ټوېټ کې لیکلي:

"تر تېرې ورځې نه پوهېدم چې جمال خاشقجي پر ۱۹۸۸ کال عرب نیوز کې د دې بدنومېمقالې لیکوال دی، چې د القاعده د بنسټګر عبدالله عزام او اوسامه بن لادن سره افغانستان کې ګرځي" .

نوموړی زیاتوي: "هغه تش په نوم ډیموکراټ سمونپال خبریال چې له جهادیانو سره یې راکټ لنچر په اوږه کړی دی".

مشر رسنوال

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترک رسنۍ وايي، دا کسان د خاشقجي په ورځ له سعودي استانبول او بیا د سعودي کونسلګرۍ ته تللي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

جمال خاشقجي پر ۱۹۹۰ کلونو یو مخ سعودي ته کډه شو او پر ۱۹۹۹ کال د انګریزي ژبې ورځپاڼې عرب نیوز مرستیال مدیر شو.

پر ۲۰۰۳ کال د الوطن ورځپاڼې مدیر شو، خو دوو میاشتو کې د ننه د یوې لیکنې خپرېدلو له امله له دندې ګوښه کړل شو.

ویل کېږي د سعودي مذهبي اسټبلېشمنټ په نښه کړی و.

ور سره اول لندن بیا واشنګټن ته لاړ او هلته د سعودي د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي سره د رسنیو سلاکار شو.

له هغه وروسته پر ۲۰۰۷ کال بیا الوطن ورځپاڼې ته لاړ، خو درې کاله وروسته د نورو جنجالونو له امله بیا له دې ورځپاڼې ووت.

د عرب پسرلي ملاتړ

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د جمال خاشقجي کوزدن وايي، ۱۱ ګړۍ د کونسلګرۍ مخ ته ولاړه وه چې مېړه به یې را وځي خو داسې ونه شول.

پر ۲۰۱۱ کال یې عرب پسرلي غورځنګ کې د اسلامي توندلارو ملاتړ وکړ، دا غورځنګ په څو هېوادونو کې واکمن شو.

پر ۲۰۱۲ کال سعودي عرب د العرب نیوز چینل مشر وګوماره، دا چینل د قطر د الجزیره سره د سیالۍ لپاره جوړ شو.

خو بحرین کې جوړ دا خبري چینل پر ۲۰۱۵ کال د کار له پیلولو ۲۴ ګړۍ وروسته د مخالف ګوند د یوه مشر د بللو له امله بند شو.

د سعودي پر چارو د نظر له امله جمال خاشقچي په نړیواله کچه له مختلفو خبري چینلونو ته په خپلواک ډول نظر ور کاوه.

موږ سعودیان بهتري غواړو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جمال خاشقجي د ۲۰۱۰ کال د مۍ ۱۶ له الوطن ورځپاڼې د ناڅاپي استعفا په ورځ

پر ۲۰۱۷ کال جمال خاشقجي له سعودي کډه او امریکا کې جلا وطن شو.

نوموړی هلته د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته یادښتونه لیکل.

هغه د سپټمبر په کالم کې لیکلي و، چې هغه او څو نور ملګري یې د نیول کېدو له وېرې په خپله خوښه جلا وطن شول.

"کور او کورنۍ مې پرېښودل چې خپل غږ اوچت کړم،‌ که د دې خلاف کار مې کولی له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی و چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی".

نوموړي پر محمد بن سلمان چې خپل هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز سمون پلان لري تور پورې کړ چې په لسګونو کسان یې نیولي دي.

د سعودي پر حکومت یې دا تور هم ولګاوه چې الحیات ورځپاڼه کې یې د ده د کالم پر خپرېدلو بندیز لګولی و او خپلو یو اشاریه اته میلیون څارنو ته له ټوېټ کولو منع شوی و.

په واشنګټن پوسټ کې د خاشقجي وروستۍ لیکنه د سپټمبر پر ۱۱ خپره شوې ده، چې پکې یې یمن کې د سعودي پر ښکېلتیا نیوکې کړې دي.