افغانستان کې د ځان وژنې ډېر قربانیان څوک دي؟

  • 11 اکتوبر 2018 - 19 تله 1397
افغانستان د انځور حقوق Getty Images

پرون چارشنبه اکتوبر لسمه د برتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې په خپل هېواد کې د ځان وژنې مخنیوي لپاره د روغتیا وزیره جیکې ډویلپرایس د ځانګړې وزیرې په توګه وټاکله.

مېرمن مې دغه راز د حکومت له لوري له 'سماریتنز ' نومې مرستندویه ادارې سره د ۱۸۰۰ زره پاونډو مرسته هم اعلان کړه.

ویل کېږي، د ځان وژنې شمېر لږ شوی خو دې سره هم هر کال نژدې ۴۵۰۰ کسان ځانونه وژني.

سماریتنز چې په دې اړه شمېرې خپروي وايي، چې تېر کال برتانیا کې د نارینه ځانوژونکو شمېر د ښځو پرتله ډېر و او په سلو ځانوژونکو کې پنځه اویا نارینه او پنځه ویښت ښځینه دي.

د انځور حقوق Getty Images

په افغانستان کې بیا دا شمېرې ډېرې برعکس دي. که څه هم هلته کره شمېرې موندل ګران دي، خو د اټکلونو له مخې د ځان وژونکو شمېر د اووه او نهو زرو تر منځ یادېږي.

هغه شمېرې چې دا وروستیو کلونو کې د افغانستان عامې روغتیا چارواکو خپرې کړې ښيي، چې یوازې پلازمېنه کابل کې د ټولو برتانوي ځان وژونکو سره برابر کسانو د ځان وژنې کوښښ کړی دی.

بل توپیر دا دی، چې هلته په ځانوژونکو کې د ښځو شمېر تر نارینه وو خورا زیات دی. ۱۳۹۵ کال کې یوازې هرات ولایت کې د چارواکو په وینا ځانوژونکو کې د ښځو شمېر ۹۰ سلنې ته رسېده.

یو بل توپیر دا دی، چې د افغان چارواکو په خبره د افغان ځان وژونکو عمرونه له څوارلس کلنۍ تر ۱۹ کلنۍ پورې دي، چې دې سره ښځینه ځان وژونکې د ښځو پر ځای باید پېغلې وبلل شي.

د انځور حقوق Getty Images

برتانیا کې چارواکي وايي، له خیریه ټولنې سماریتنز سره مالي مرسته ځکه کېږي، چې دوی خلکو ته مشورې ورکوي او که یو انسان له هره کبله ځانوژنې ته چمتو کېږي، باید تر وروستي حده هڅه وشي او یو څوک داسې وي، چې خبره یې واوري او د ژوند له ختمولو یې راوګرځوي.

پر دې سربېره هم پر حکومت نیوکې کېږي، چې هڅې یې کافي نه دي یا یې له دې ډېرې ژمنې کړې وې، چې تر اوسه یې نه دي پوره کړې.

خو په افغانستان کې بیا لیدل کېږي، چې حکومت هم د شمېرو په خپرولو او یا د ځانوژنې پر لاملونو خبرې کوي او پر همدې بسنه کوي.

دوی مثلاً وايي، د کم عمرۍ یا خوښې خلاف ودونه، په بدو کې ودول، کورنی تاوتریخوالی، خواشینۍ، رواني ناروغۍ او داسې نور مسایل د دې سبب کېږي، چې ځوانې ښځې ځانونه وژني.

لومړی خو دا د حکومت پر ځای د خیریه مرکزونو او مدني فعالانو کار دی، چې شمېرې راټولې کړې او عامه پوهاوی ډېر کړي او که چارواکي هم پر دې بسنه کوي، بیا باید حل څوک ولټوي؟

دا نن پنجشنبه اکتوبر ۱۱ مه چې د نجونو نړیواله ورځ ده، افغان چارواکو د ځان وژونکو د شمېرو خپرولو په څېر کټ مټ یوازې د هغو نجونو پر شمېر غږیږي، چې ښوونځي ته نه ځي یا نه شي تلای.

د انځور حقوق Getty Images

دې کې هم بې وزلي او کلتوري محدودیتونه هغه عوامل بلل شوي، چې له کبله یې ماشومانې مکتب ته نه ځي. دوی دا ویلي چې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او دې کې هم ۶۰ سلنه نجونې دي، نو داسې حالت کې چې افغانستان کې شپیته سلنه نجونې له تعلیمه محرومې دي، د زهرو له خوړلو وروسته د درملنې لپاره د درملو نه موندل کېدو شکایت کېږي او یوه نجلۍ له ماشومتوبه ځوانۍ ته د رسېدو پر مهال د رواني مسایلو له نامه سره هم نابلده وي، میاشتنی ښځینه عادت ورته مصیبت ښکاري، له درده ژاړي، خو د درد ګولۍ نه پېژني او نه یې موندلای شي.

د انځور حقوق Getty Images

هلته چې شپیته سلنه له تعلیمه محرومې وي او چارواکي د عامه پوهاوي څرنګوالي او عملي کولو پر ځای یوازې د کلېشه خبرې په توګه د عامه پوهاوی په یادولو سره خپل مسوولیت پوره شوی بولي، یا یوازې یوه ولایت ننګرهار کې یوه میاشت کې د نجونو اووه ښوونځي په بمونو الوځول کېږي او زده کونکې ماشومانې یې د تل لپاره په کور کښېني او تر لسیزې پورې له زابل او پکتیکا یوه نجلۍ هم کانکور ته نه رسېږي.

هلته چې نجونو ته د حق مهر ورکولو پر ځای د ولورونو پر لږوالي او ډېروالي بحث کېږي، چې د پلرونو جیب ته ځي، یا د روغتیا، تعلیم او نورو روا حقونو پر ځای د ښځو حقونو موضوع له بې لارۍ سره تړل کېږي او پرې نیوکې کېږي. څوک چې په نه خبره یا بې دلیله نه یوازې د مرګ تر حده وهل ټکول کېږي، بلکې تر کلونو پورې ذهناً هم ځورول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

هلته څنګه داسې تمه کېدای شي، چې یوه ماشومه به له سالم ذهن او بدن سره د ژوند له ناخوالو سره مخامخ شي، څنګه به د پېغلوټو د ځان سوځولو، غرغره کولو یا موږکانو دارو خوړلو مخه ونیوله شي، څنګه به د نیمو سوځلو ناوکیو د ټپونو درملنې پر ځای د هغوی د زړونو درد او غم درمل وشي، کاشکې یو څوک پرې وغږیږي!!!