په ولسي جرګه کې د ښځو ځانګړې برخه

شکریه د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان په اوسنۍ ولسي جرګې کې له ۲۴۹ غړیو ۶۹ یې ښځې دي. دوی ډېری د هغې ونډې له برکته ولسي جرګې ته لار موندلې چې د قانون له مخې د دوی لپاره ځانګړې شوې ده.

په لومړیو کې د دغه کار اصلي موخه د ښځو لپاره د هغو خنډونو ته په پام بېله شوې چې په سیاست کې یې د برخه اخیستو مخه نیسي.

د افغانستان د اساسي قانون د پنځم څپرکي په درې اتیایمه ماده کې راغلي چې د افغانستان له هر ولایته باید حد اقل دوه ښځې ولسي جرګې ته لار ومومي. په ټوله کې دغه اته شپیته څوکۍ کېږي.

په پارلمان کې د ښځو ونډې ګټې

د پارلمان پخوانۍ وکیلې ګلالۍ ساپۍ په دې اړه راته وویل چې که دا څوکۍ نه وای ځانګړې شوې د دوی راتګ به ستونزمن و.

د نوموړې په باور هغه وخت ولس په ګرانه پر ښځو باور کاوه او افغانستان د ډیموکراسۍ په لور لومړي ګامونه پورته کول.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاده شبنم صالحي وايي، د افغانستان په څېر ټولنه کې چې ښځې له بیلابیلو ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي، په ولسي جرګه کې دوی ته د څوکیو ځانګړي کول، یوازینۍ لار ده چې دوی په ملي کچه له خپلو حقونو دفاع وکولی شي او حکومتونه په همدې سیستم د دوی راتګ ته مشروعیت ورکوي.

د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ په دې مانا وې چې دوی د افغانستان له هر ولایته استازیتوب کولی شوی، د یادو ولایتونو د ښځو غږ یې پورته کولی شوی.

د افغانستان د حکومت له لوري وړاندیز کېدونکې پروژې، بودیجې او په ځانګړي ډول د ښځو د ونډو او برخې په هکله یې له دغه موقفه اغیزناکه ګټه پورته کولی شوی.

د دې تر څنګ په پارلمان کې د ښځو د ونډې لویه ګته په ټولنه کې د ښځو شتون منل دي. د افغانستان په څېر نرسالاره ټولنه کې ښځې تل ګوښه وي. خو پارلمان ته د دوی له تګ سره دوی خلکو ته ښيي چې دوی هم حق او غږ لري.

''''د ښځو برخې ځینې نیمګړتیاوې ''''

پارلمان ته لار موندل بېله خبره ده، خو د ښځو استازیتوب هغه مهال ګټور او اغېزناک دی چې دوی ترې بشپړه ګټه پورته کړی شي.

د ولسي جرګې د مخکینۍ دورې غړې ملالۍ شېنوارې دا باور لري چې د ښځو لپاره برخه سیستم په سیاست کې د ښځو د سالم پرمختګ مخه ډب کړې.

د دې په وینا همدې ځانګړې شوې برخې ښځې په خپل منځ کې سره سیالې کړې، نه له نارینوو سره یو ډول.

افغان ټاکنې: د ښځو پیکه ونډې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډولې

افغان ټاکنې: له دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه شوې

"ټولو افغانانو ته د منلو وړ ټاکنې غواړو"

ښايي ځینې پر دې هم نېوکه ولري چې په یوه ولسواکه ټولنه کې باید ولس خپلې خوښې ته پرېښودل شي چې چاته رایه ورکړي چا ته نه. خو په ځانګړې شوې برخه کې د ولس دا حق نفي کېږي.

مدني فعاله پلوشه حسن د ښځو لپاره دغه ځانګړې شوې برخه د یوه فرصت تر څنګ مسوولیت هم بولي د پلوشې حسن په باور هغه وخت چې ښځې دغه مسوولیت سم سر ته ونه رسوي، تاوان کوي.

شنبم صالحي بیا وایي:

''که ښځې سیاسي فعالې کېږي دوه مهمو شیانو ته اړتیا لري. یو لابي او بل د اړیکو پراخول خو په افغان ټولنه کې ښځه چې هر څه کوي، لومړنی تور پرې د اخلاقي فساد لګول کېږي. نو دا سخته ده چې دوی له نرانو سره یو ډول سیالي وکړي، یا دې رایه ترلاسه کړي او بریالۍ دې شي. ''

د ښځو لپاره په پارلمان کې د څوکیو بېلول یوازې په افغانستان کې نه دي، په ډېرو نورو هغو هېوادو کې هم چې ښځې په سیاسي ډګر کې د منصفانه ونډې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ دي، دا ډول چاره په پام کې نیول شوې.