د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې: د چا ګټه او د چا تاوان؟

انار د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستاني خنډونو له کبله افغانستان اړ شو چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پېدا کړي. پایله یې دا شوه چې هندوستان او ایران اقتصادي ګټه وکړه او پاکستان ګټور قرصتونه له لاسه ورکړل.

افغانستان په وچه کې ایسار هېواد په توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره تر ډېره پر پاکستان متکي پاتې شوی دی. په ۱۹۴۷ م کال کې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم د سیاسي اړیکو په څېر ترینګلې پاتې شوې دي.

په ۱۹۵۰م لسېزه کې د پاکستان له خوا سوداګریزو بندیزونو د افغانستان اقتصاد تقریبا فلج کړی و او افغانستان مجبور شو چې په وچه کې ایسارو دوه نورو هېوادونو، بولیویا او چیکوسلواکیا سره یوځای د ملګرو ملتونو دروازه وټکوي.

د دې هېوادونو غوښتنه دا وه چې ګاونډیان باید په وچه کې د ایسارو هېوادونو جغرافیایي موقعیت د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره د فشار الې په توګه ونه کاروي.

دغې غوښتنې په ځواب کې ملګرو ملتونو "په وچه کې ایسارو هېوادونو د ټرانزیټي سوداګرۍ کنوانسیون ۱۹۶۵" رامنځته کړ.

دا سند بحر لرونکی هېواد مکلفوي چې وچه کې ایسار ګاونډي ته تر بحره آزاده لار ورکړي.

د دې سند د تصویبېدو پر وخت د پاکستان استازي ذوالفقار علي بوټو سخت مخالفت کړی و.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ولې کمه شوې؟

افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

د نړېوالو کنواسینونو په رڼا کې لاسلیک شوی د" ۱۹۶۵م کال افغانستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون" او "۲۰۱۰م کال افغانستان پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون" د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره قانوني چوکاټ رامنځته کړ.

خو پاکستان نن هم د افغانستان پر وړاندې پر خپل هماغه دریځ ولاړ دی چې په ۱۹۵۰م لسیزه کې یې درلود.

د پاکستان لخوا په نا اعلان شوې توګه د تورخم او سپین بولدک دروازې بندول، کراچۍ او قاسم بندرونو کې بېځایه بیوروکراتیک خنډونه جوړول، د امنیتي خوندیتوب چېک په پلمه د نړېوالو قوانینو سره ټکر کې ځورونه هغه الې دي چې پاکستان یې وخت نا وخت کاروي.

همدا راز پاکستان هند او افغانستان ته دا اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې خپلو کې سره سوداګري وکړي. دا ټولې کړنې د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه رسوي.

د پاکستان د دې چلند ترشا بېلابېل لاملونه دي. لومړی خو اسلام اباد غواړي چې د سیاسي فشار ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي ودې مخه هم ونیسي او تل یې تر فشار لاندې وساتي.

بدیلې لارې

دویم لامل یې دا دی چې د افغانستان لپاره ټرانزيټې ستونزې به سوداګر مجبور کړي چې نورو هېوادونو پرځای د پاکستان نه توکي وارد کړي.

همدې پورته یادو شویو ستونزو افغان سوداګر اړ کړل چې بدیلو لارو په اړه فکر وکړي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزېټ تله د ايران خوا ته درنه شوه او په پایله کې یې پاکستان سره سوداګرۍ او ټرانزېټ کې د پام وړ کموالی رامنځته شو.

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم چې څه موده مخکې شاوخوا ۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و، ۱۸ میاشتې وروسته ۱.۲ ملیارده ډالرو ته راښکته شو.

همدا راز، افغانستان ته د پاکستان صادرات په ۲۰۱۶م کال کې ۱.۴۳ملیارده ډالر وو، په ۲۰۱۷مالي کال کې ۱.۲۷ملیارده ډالرو ته راکم شو چې ۲۰۱۸م مالي کال په لومړي ربعه (جولاي-سپتمبر ۲۰۱۸) کې ۳۱۹ میلونه ډالرو ته راښکته شول.

همدا راز د پاکستان له لارې هر کال د راتلونکو کانتینرو شمېر د ۷۰۰۰۰ زرو نه ۷۰۰۰ ته را کم شو.

بله خوا افغانستان ته د ایران صادرات تېر مالي کال کوم چې ۲۰مارچ ۲۰۱۸م کې پای ته ورسېد له ۱۳.۵۷ سلنه زیاتوالي وروسته ۲.۷۹ ملیارده ډالرو ته ورسېدل.

همدا راز روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېر کال پرتله له ۲۹.۹۵ سلنه زیاتوالي وروسته ۱.۱۱ ملیارده ډالرو ته ورسېدل، چې په دې کې تېل شامل نه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ۸۰ سلنه کارګو ټرانزېټ ترافيک د پاکستان نه ایران خوا ته واوښت.

"د پاکستان نویو مقرراتو له افغانستان سره سوداګري زیانمنه کړې"

افغانستان او پاکستان خپلمنځي سوداګري زياتوي - ۲۰۱۰

تمه ده چې راتلونکو څو کلونو کې به د ایران بندر عباس او چابهار نه افغانستان ته، ټرانزېټ ۵ ملیارده ډالرو ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۲۰۱۷ کې د اشرف غني د حکم له مخې د پاکستان باري موټر یواځې تر افغان ګومرکونو پورې تلی شول.

همدا راز، اسلام آباد په کابل کې خپل د تجارت د پام وړ برخه په ځانګړي ډول طبي تجارت نوي ډيلي ته بایللی دی.

د ۲۰۱۷م کال په جون کې هندوستان او افغانستان هوايي دهلېر پرانیست، چې کابل له نوي ډيلي او ممبی ښارونو سره ونښلوي. په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۰ میلونه ډالرو په ارزښت افغان توکي د دغه دهلېز له لارې هندوستان ته صادر شول.

همدا راز د پېښور روغتونونو ته به یو وخت زرګونه افغان ناروغان ورتلل، خو پاکستان له خوا د تګ راتګ شرایط سخت شول او هند افغانو ناروغانو ته د ویزې اسانتیا رامنځته کړه.

پایله یې دا شوه چې د پېښور روغتونونو کې اوس د پخوا کلونو په څېر د افغان ناروغانو ګڼه ګوڼه نشته. همدې وضعیت څه موده وړاندې د پېښور د روغتونو څښتنان او ډاکټران دومره په غوسه کړل چې د خپل حکومت پر ضد یې احتجاج وکړ.

د افغانستان انکار

افغانستان نن د سترو نړیوالو دهلېزونو په څلور لاري کې د خپل ستراتیژیک موقعیت له کبله کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونه نورې نړۍ سره وصل کړي.

یوې خوا ته هندوستان د چین پر وړاندې غواړي چې په منځني آسیا کې خپل اغېز زیات کړي، او بلې خوا ته د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د انرژۍ، اپټکل فایبر او د سیمه ییز پېوستون نورو پروژو په لټه کې دي.

پاکستان هم غواړي چې د منځنۍ اسیا ګټورو بازارونو ته لاره ومومي، خو افغانستان ورته له لارې ورکولو انکار وکړ. لامل یې هم دا دی چې پاکستان د افغانستان او هند سوداګرۍ کې خنډونه جوړوي، خو اوس افغانستان بله لار پیدا کړې .

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان سودګر وایي، د کراچۍ بندر او لارې د ستونزو له امله اوس د ایران چابهار بندر غوره بولی.

د پاکستان برعکس هندوستان به وکولی شي چې د چابهار بندر پر مټ او د افغانستان له لارې منځني اسیا ته لار پېدا کړي، او همدا راز د لاجوردو دهلېز له لارې اروپا ته لار ومومي.

د پاکستاني خنډونو له کبله افغانستان اړ شو چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پېدا کړي. پایله یې دا شوه چې هندوستان او ایران اقتصادي ګټه وکړه او پاکستان ګټور قرصتونه له لاسه ورکړل.

غني منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ "بندولو" ګواښ وکړ

هند غواړي چابهار بندر تر ۲۰۱۹ کال ګټې اخیستو ته چمتو شي

سره له دې چې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ بدیلې لارې شتون لري، خو پاکستان سره او د پاکستان له لارې سوداګري نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د سیمې ییزې سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي سوکالي لپاره مهم دی.

د لیکوال په اړه:

شعیب احمد رحیم په کابل کې د پوهنتون استاد دی او له نړیوالو ادارو سره د اقتصادي پراختیا برخه کې کار کوي. نوموړی له پاکستانه د سوداګرۍ او مدیریت او له انګلستانه د پراختیایي اقتصاد برخو کې ماسټرۍ سندونه اخیستي.

ورته مطالب