د سږیو حمله څه شی ده او څنګه یې مخه نيولای شو؟

Lung cancer د انځور حقوق Getty Images

د سږیو حمله د زړه د حملې غوندې هغه مهال پېښيږي چې د سږیو رګ د وينې د غوټې (کلاټ) په وجه بند شي او په ټټر کې درد او ساډوبي رامنځته شي.

په ډېری پېښو کې د وينې دغه غوټه یا کلاټ د پښو یا ورنو په رګونو کې جوړيږي چې (ډيپ وېن ترومبوسس) یا په لنډو یې (ډي وي ټي) بولي. دغه غوټه شوې وينه په رګ یا وريد کې پورته د زړه ښۍ خوا ته خيژي چې له هغه ځایه د آکسيجن او کاربڼ ډای اکسایډ د ادلون بدلون په موخه سږیو ته پمپ کيږي چې بلآخره د سږيو په رګ کې ونښلي او بند یې کړي.

د پښو په ژورو رګونو او سږیو کې د وينې د غوټو یا کلاټ جوړېدو دې ناروغۍ ته د وريدي وينې غوټې یا 'وينس ترومبو اېمبوليزم' وایي چې یوه خطرناکه او مرګونې ناروغي ده.

زموږ په سيمه کې خو يو د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی د نشت برابر دی او بل یې تشخيص هم آسانه نه دی. ان په پرمختللیو هېوادونو کې د نورو ناروغیو په پرتله د دې بيمارۍ په اړه د خلکو سر پوره نه دی خلاص شوی.

په متحده ایالاتو کې يوه څېړنه ښیي چې ۸۵ سلنه امريکایان په دې پوهيدل چې د وينې غوټه یا کلاټ څه شی دی خو یوازې ۲۷ سلنه خلکو د وريدي سېسټم غوټې(وينس ترومبواېمبوليزم) پېژانده او تر نيمایي لږ لویان په دې پوهېدل چې د وينې د غوټه کېدو مخنيوی هم شونی دی.

د پښو په رګونو کې د وينې غوټه (کلاټ) جوړېدل:

د بدن په ژورو رګونو(وريدونو) کې د وينې غوټه کېدو ته (ډي وي ټي) وایې. که څه هم دغسې غوټه په هر ژور رګ لکه د څنګلو او مټو په رګونو کې هم جوړېدای شي خو په عام ډول په هغه رګ کې جوړيږي چې د پښو په پنډیو او ورنو کې پورته تيريږي او بلاخره سږیو ته د رسېدو، د سږیو د رګ د بندېدو او مرګ خطر رامنځته کوي.

د والدینو سګرېټ څکول د ماشومانو سږي ګواښي

د سږي د سرطان په کشفولو کې د 'پوليسي سپو' ونډه

د زړه حمله څه شی ده او څنګه یې خطر کمولای شو؟

د ډي وي ټي نښې:

- تر زنګانه لاندې د پښې پړسېدل، دردونه او د پنډیو په کښېکاږلو سره خوږېدل

  • - په اغېزمنه پښه کې د دروند والي احساس
  • - د کلاټ سره نږدې د پښې د پوستکې تودېدل
  • - د پنډی شاوخوا تر زنګانه لاندې د پښې د پوستکي د رنګ سره کېدل

دغه ډول غوټه یا کلاټ اکثره په یوه پښه کې رامنځته کيږي او کله نا کله خو په پښه کې هېڅ نښې نښانې نه څرګندوي او هغه وخت یې پته لګي چې په سږیو کې رګ بند او د سږیو د حملې یا (پي اي) سبب شي.

د انځور حقوق SCIENCE PHOTO LIBRARY

د ډي وي ټي لاملونه:

د هر چا په پښه کې وينه غوټه کېدای شي خو خطر یې له څلوېښت کلنۍ پورته زیاتيږي. په عمر سربېره نور لاملونه یې دا دي.

  • - د جراحي عملیات په ځاګړي ډول د پښو او ورنو شاو خوا
  • - هره اوږده ناروغي یا ژوبلېدل لکه د پښو د هډوکي ماتېدل او د پلاسټر خېژول چې د ګرځېدو او فيزيکي فعالیت مخه نيسي
  • - په پښو یا سږیو کې د وينې غوټه کېدو مخینه
  • - په کورنۍ او نږدې خپلوانو کې د وينې د غوټې مخینه
  • - د ځينو اوږدمهاله ناروغیو لکه کېنسر یا سرطان شتون یا په کېمیاوي موادو یا شعاعګانو سره د هغې د درملنې په موده کې
  • - د میندوارۍ په موده کې او د زېږون په لومړيو څو اونیو کې چې وينه په آسانۍ غوټه کيږي
  • - اوږده ساعتونه په الوتکه، اورګاډي یا بس کې سفر هم دا خطر څه ناڅه زیاتوي
  • - د رګ د داخلي پوښ ژوبلېدل، لکه په مخدره توکیو روږدي کسان چې په رګونو کې ځان ته پېچکاري کوي
  • - د امیدوارۍ د مخنيوي ګولۍ/درمل او د هارمون درملنه چې (اېچ آر ټي) یې بولي
  • - د سګرېټو څکول
  • - چاغښت، که د چا (بي اېم آی) له دېرشو لوړ وي نو د وينې د غوټه کېدو خطر یې هم زیاتيږي
  • - په بدن کې د اوبو کمښت چې (ډي هایډرېشن) یې بولي، وينه پکې ټينګيږی او د غوټه کېدو خطر زیاوي
د انځور حقوق Getty Images

یوازې له نښو نښانو د (ډي وي ټي) تشخيص ګران دی، ځکه دغه علایم په بلا نورو ناروغیو کې هم رامنځته کيږي خو که ډاکټر پرې شکمن کيږي نو د وينې د معاینې سپارښتنه کوي. په وينه کې د (ډي ډایمر) لوړه کچه د دې ناروغۍ امکان نور هم زیاتوي او یوه ځانګړې تلوېزیوني معاینه (ډاپلرالټراسونډ) یې تشخيص کره کوي.

درملنه:

که په دې ناروغۍ شک کيږي او په وينه کې د (ډي ډایمر) کچه لوړه وي نو پرته له دې چې د تلوېزیوني کتنې پایلو ته انتظار وايستل شي سمدستي یې درملنه په کار ده چې د وينې د غوټې د لا سترېدو او د سږیو رګونو ته د رسېدو او بندېدو خطر یې کم کړای شي. د ډاکټر په مشوره د (انټي کاګولېنټ) په نامه په بېلابېلو درملو سره یې درملنه کيږي.

د سږیو حمله یا (پي اي):

د سږیو د حملې یا(پي اي) نږدې ټولې پېښې د پښو په رګ کې د وينې د غوټه کېدو (ډي وي ټي) له وجې رامنځته کيږي. په بريتانیا کې هر کال په زرو کې یو کس په (ډي وي ټي) اخته کيږي او که درملنه یې ونه شي نو په دوی کې هر لسم کس د سږیو له حملې (پي اي) سره مخامخ کيږي او په وينه کې د دغه ډول غوټو (کلاټس) له امله هر کال ۲۵۰۰۰ کسه مري.

د (پي اي) نږدې نيمایي پېښې د روغتونونو په بستر ناروغانو کې رامنځته کيږي ځکه خو یې له ګواښ سره مخامخ بستر ناروغانو ته هېپارين یا نور انټي کاګولېنټ درمل ورکول کيږي.

د سږیو د حملې یا پلمونري امبوليزم (پي اي) نښې نښانې:

  • - په سينه یا ولیو کې درد چې په ژوره ساه اخيستلو سره زیاتيږي
  • - ساډوبي او ژر ژر ساه اخيستل
  • - د زړه د ضربان یا درزېدو زیاتېدل
  • - له ټوخي سره وينه راتلل

لکه د (ډي وي ټي) په اړه مو چې وویل دغه علایم په بلا ډېرو نورو ناروغیو کې هم رامخې ته کيږي او تشخيص یې آسانه نه دی.

خو د دغو کلينيکي نښو په شتون کې د زړه ګراف(اي سي جي) کې ځينې بدلونونه، د سينې نارمل اېکسرې، په وينه کې د (ډي ډایمر) لوړه کچه او د سږیو نه په را غبرګه شوې (شریاني) وینه کې د آکسیجن ټيټه کچه یې شک پیاوړی کوي او پلمونري انجیوګرافي(سي ټي پي اې) یې تشخيص کره کوي.

د انځور حقوق Getty Images

که د غوټې یا کلاټ سایز وړوکی وي نو ښایي هېڅ یا لږ دغه ډول نښې نښانې وموندل شي خو یوه یا څوغټې غوټې یا (کلاټس) د سږیو د لوی رګ یا رګونو د بندېدو او د بنیادم د چپه کېدو(کولپس) او ناڅاپي مرګ سبب هم کيږي.

د (ډي وي ټي) په څېر د (پي اي) درملنه هم د بېلابېلو انټي کاګولېنټ درملو په ذريعه کيږي چې له څو میاشتو نيولي په ځينو کسانو کې ترټول عمره دوام کوي.

ورته مطالب