د افغانستان د اوبو کچې ټیټېدل او وچکالي زیاتېدل یو نوی کړکېچ

Image caption د اوبو د نشتوالي له امله ځینې خلک د خپلو ګاونډیانو هیله کوي.

د متحده ایالتونو جیولوجیکه سروې وايي چې افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په اوسط ډول د ۲۰۰۴-۲۰۱۲ تر منځ ۱.۴ میلي متره ټیټه شوې.

بل لور ته د پلازمېنې کابل د ځمکې لاندې اوبه ۱ تر ۲۰ متره ټيټې شوې دي او د افغانستان ۲۲ ولایتونه هم دمګړۍ له وچکالۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په نړۍ کې تر ۲۰۲۵م کال له پاکو اوبو د محرومو خلکو شمير ۱.۸ ميلياردو ته ورسيږي.

همدا اوس په افغانستان کې ۷۳ سلنه خلکو ته پاکې اوبه نه رسېږي چې خورا ځورونکی حالت دی.

په خلیج هېوادونو کې په اوسط ډول اوسېدونکي د ورځې۵۵۰ لېتره اوبه مصرفوي په ورته وخت له۶۰۰ میليونو زيات خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

* افغانستان کې د اوبو کمښت؛ د نن اندېښنه که د سبا ناورین؟

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

څیړونکي اټکلوي چې د ځمکې په کره کې، د تر ټولو خطرناک اقلیمي بدلون له امله، بشر د تباهۍ پر یوه لوی شر د اوښتو له ډاروونکي ګواښ سره مخ دی.

یوه لویه ستونزه دا ده چې د انسانانو یوه لویه ډله دا لوی بحران نه پېژني.

همدې ټکي د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په کنفرانسونو کې د اوبو ورځ غونډه د تیرکال د نومبر ۱۷ مراکش کې رامنځته کړه چې ډیرې جالبې طرحې او وړاندیزونه پکې وشول.

همدا و چې هېوادونه يې تشویق کړای شول تر څو د اوبو پیدا کیدنې کاري پلانونه پلي کړي.

د مراکش د اوبو چارو وزیر ډاکټر شرافت افیلال وایي، مونږ بايد پوه شو چې خطر په څه کې دی، ځکه تل د اوبو کمښت د نا امنۍ سبب ګرځيدلی.

د خلکو مهاجرتونه هم ډېر کله ټولنې بې ثباته کوي او ځینې وخت یې لاملونه همدا اوبه دي.

افغانستان کې د اوبو بحران

Image caption اوبه پر انسان سربېره د کرنې، مالدارۍ او صنعت لپاره هم جنجال جوړوي.

د افغانستان په اړه ویل کېږي چې اوبه او ځمکه لري خو ډوډۍ او برېښنا نه لري.

په ۲۰۰۶ کې ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې د اوبو بحران د تازه اوبو فزیکي نشتوالي له کبله نه دی، بلکې علت یې د اوبو رسولو په برخه کې د پانګونې نشتوالی دی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت هم په ځلونو اندېښنه ښودلې چې دا مهال افغانستان د اوبو د مدیریت او زیرمه کولو له اړخه له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

طبیعي ده چې د وخت په تېرېدو سره د مصرفوونکو اړتیاوې د ژوند د سطحې له لوړېدو سره ډېرېږي او بیا داسې شیبه را رسېږي چې اوسنۍ اوبه به د ټولنې د اړتیا ځواب نشي ویلی او دا به د کړکېچ شیبه وي.

افغانستان کې تقریبا ۱.۵ میلیونه افغانان له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي دي.

د دوی شمېر یوازې په ۲۰۱۷ کې څلور سوه زره زیات شوی دی. ملګري ملتونو د بې ځایه شوو خلکو شمیره کې د زیاتوالي ستر لامل د اوبو کمښت بللی.

* د افغانستان اوبه، امنیت او ګاونډیان

* د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

افغانستان کې د ورځې ۱۳۳ کوچنیان د ناپاکو اوبو له کبله مري او د معلوماتو له مخې یوازې ۲۵ سلنه خلک په پلازمینه کابل کې پاکو اوبو ته لاسرسی لرې.

تقریبا ۸ ملیونه افغانان اوس مهال د خوړو د کمښت سره مخ دي، دا شمېر به د وچکالۍ له راتګ سره نور هم ډېر شي چې ممکن په ۲۰۱۹ کې به د خواړو سخت کمښت راشي.

افغانستان د سیمې یوازينی هیواد نه دې چې د اوبو کمښت سره مخ دی، بلکې ایران، پاکستان او نورو ګاونډي هیوادونه هم د اوبو ستونزې لري.

نو ځکه هر کله چې افغانستان د بندونو او نورو زیربناوو جوړولو په برخه کې پانګونې پیل کړي، دا به د ګاونډیو هیوادونو سره د هیدرولوژیکو اړیکو بدلولو کې افغانستان ته لویه ننګونه وي.

د پلازمېنې کابل تر ځمکې لاندې اوبو ککړتیا

Image caption د افغانستان په هکله ویل کېږي ځمکه او اوبه لري، خو ډوډۍ او برېښنا نه لري.

په داسې حال کې چې کابل ښاريان تر ځمکې لاندې اوبو له سخت کمښت او بحران سره مخ دي، په دې ښار کې د اوبو ککړتیا بل جدي ګواښ دې.

د افغانستان د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست د سروې له مخې د کابل ښار ډېر شمېر سپتیک ټانکونه په معیار جوړ نه دي او فاضله مواد ترې د تصفیې لپاره نه انتقالیږي.

همدا لامل دی چې د کابل اوبه ورځ تر بلې ککړیږې.

* له کونړ سیند سره دوه ګړۍ مزل

* افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون غړی شو

څېړنې ښیي چې تر ۵ میلیونو ډېر خلک په کابل کې ژوند کوي او تر ۳.۵ میلیونو ډیر وګړي یې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

د افغانستان د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست د راپور له مخې دا ډیر شمېر ښاریان چې د ورځنيو اوبو مصرف یې د ۳۰ څخه تر ۱۰۰ لیټرو پورې اټکل شوی د څاګانو اوبه کاروي او دا څاګانې د دوی کورونو کې کیندل شوې دي.

په کابل کې هغه پخوانی د عامه اوبو رسولو سیسټم په لسیزو جګړو کې زیانمن شوی او اوس د نل د اوبو نشتوالي له کبله د ډېرو کابلیانو څښاک څاه ګانو پورې تړلی دی، چې د دې څاګانو اوبه د کارولو وړ نه دي.

کړکېچ ته د حل لارې:

پوهاند تومپکینز- د انګلستان د اوبو متخصص - د انګلستان په حکومت غږ کوي چې د اوبو روش لپاره باید ګوندي سیاستونه او رقابتونه تر شا وغورځوي او په حکومتي کچه لاس په کار شي او د دې پرځای چې د بيړنيو افتونو د پیښو تکتیکي مخنیوی وکړي له منظمې ستراتیژۍ دې کار واخیستل شي.

هغه په ساده ډول په لويو پروژو د پانګونې باور نه لري او وایي چې سترې زیربنایي پروژې باید په کوچنیو پروژو تقسیم شي او بیا پرې پانګونه وشي.

پوهاند تو مپکنیز زیاتوي، مونږ ته پکار ده چې د طبیعت سره کار وکړو، سیندونه دې د چاپیریال سره بیا ځلې متصل شي چې د جریان ولاسټي یې ورو او د سیلابونو مخنیوی وشي.

هغه باوري دی چې د سيلابونو او وچکالۍ حل لارې يو شان دي.

* د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د اوبو د ستونزې حل

* ''افغانستان کې د اوبو کړکېچ، تر ناامنۍ جدي ستونزه کېدای شي''

بل مهم فکټور د باران اوبه دي چې ښه استفاده ترې وکړی شو. د باران اوبو حاصل (رین واټر هارویسټینګ) به د اوبو د زیرمه کولو او د سیلابونو کنټرولولو کې مرسته وکړي.

د اوبو د سکتور د بدلون اصلي کتلست په کلتوري بدلون او د اوبو سره د چلن بدلون دی چې افغانستان کي ورته زیاته اړتیا ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ژورې څاوې هم د اوبو کچې د ټیټېدو لامل بلل کېږي.

په کابل ښار کې د منظم کانالیزسیون د نه موجودیت له کبله د باران په ورېدو د دغه ښار ځینو واټونو ته اوبه راوځي چې بیا خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کوي.

جاپان کې (رین واټر هارویسټینګ سیسټم) تقریبا هر کور کې شته، هلته باران ډیر وي نو جاپانیان یې صرف د سیلابونو د خطر د کمولو په خاطر نصبوي.

د لیکوال په اړه:

*عبیدالله رحیمي مشواڼی د جاپان له میازکي پوهنتون هیدرولوژي کې ماسټري لري. څېړنې یې د باران د اوبو کښت او افغانستان کې د وړتیاوو په اړه کړې او اوس د پلازمېنې زون د پراختیا اداره کې د باران د اوبو کښت پلانر په توګه کار کوي.