سراج الاخبار؛ داسې اثر چې پښتو ژباړې یې پنځلس کاله وخت ونیو

د انځور حقوق DAUD JUNBISH

خواري او بې وزلي وه. افغانان د نړۍ پر حال څه چې د خپل هېواد له چارو هم ناخبر وو. افغانستان لاهم د نوولسمې زېږیدېزې پېړۍ په درانده خوب ویده و.

زړونه ژوندي، د ناپوهۍ له برکته فکرونه ارام او هوسا وو. ژوند د شېبو و او د راتلونکي اندېښنه له چا سره نه وه. د نړۍ په سیاسي ترینګلتیا کې لویو ځواکونو د یو بل غاړې ته چړې تېرې کړې وې.

د عثمانیې اسلامي خلافت امپراطوري په پرځېدو وه. نننۍ لیبیا ایټالیویانو او مصر انګرېزانو ترې ولکه کړی وو. د انګریزانو په لمسه عربان هم د عثمانیانو پر وړاندې پاڅېدل. لومړۍ نړیواله جګړه راتلونکې وه.

* سراج الاخبار سل کلن شو

* سراج الاخبار د ورځپاڼو او آژانسو په اړه

خو په افغانستان کې امن و. پادشاه د کابل په عیدګاه جومات کې د ماښام د لمانځه امامت کاوه. د تراوو په ختم کې یې ونډه اخیسته او څه باندې پنځه زره ولسي وګړو ته یي روژه ماتی ورکاوه.

ډیری خلک د ښاري ژوند او ټولنیز چلن سره بلد نه وو. ملګري به د سړک پر سر دېره کیدل. لارویو او اس ګاډیو ته یې لاره تنګوله.

ځینې سړیو به له قضای حاجت وروسته یو لاس په پرتوګاښ او بل لاس په پرتوګ ننه ایستی و او په شېبو شېبو به یې په عام محضر کې اودس وچاوه.

دا ټول هغه څه دي چې د سراج الاخبار د پښتو بڼې د لومړي کال د ټولګې له لومړیو څو مخونو جوتیږي.

د سراج الاخبار اصلي بڼه د نړۍ په هېڅ ارشیف یا موزیم کې بشپړه نشته. د کابل په دولتي ارشیف کې د پنځو کلنو ټولګه پرته ده او د هغې له منځه ځینې پاڼې، انځورنه او نخشې ایستل شوې دي.

د هغه وخت په دري ژبه لیکل شوی متن یې پېچلی او په هره جمله کې د هغه وخت د بهرنیو ژبو کلیمې کارېدلې دي.

داوود جنبش پنځلس کاله د دې لرغونو اسنادو په موندنه، څېړنه او ژباړه لګولي.

ښاغلی جنبش وایي "متن پېچلۍ و، د یوه اسم ترڅنګ درې ان څلور صفتونه د جملې د سینګار لپاره کارېدلي وو. که مې هغه صفوتونه نه وای ژباړلي د متن د روح په انتقال کې پاتې راتلم. ځینې وخت مې د یوې کلیمې لپاره بهر ملکونو ته ټلیفونونه کړي او ایمېلونه مې استولي. د هغه وخت فرانسوي یا عربي الفاظ چې نن له کاره وتي یوازې مسلکي ژب پوهانو ته مالوم وو. ځینې وخت روسي کلمې په ترکې تلفظ لیکل شوې وې."

* پښتنو ته د "خپل نیکه" پکتا وینا

* د نیکه همځولی لمسی

نوموړی وایي چې د څه باندې اووه کلنو ټولو ګڼو ژباړه بشپړه شوې او په راتلونکي کې به مینه والو ته وړاندې شي.

د ښاغلي جنبش د خواریو ترڅنګ د دې علمي اثر چاپ او صحافت هم له ستونزو تش نه وو.

هر ټوک باید اصلي نسخې ته په ورته کاغذ او نستعلیق کرښه چاپ شوی وای.

د مومند خپرندویه ټولنې مشر فضل مولا وايي، د دې کتاب بڼه بدله وه، ځکه یې چاپ تر نورو کتابونو ډېر وخت ونیو:

"نستعلیق ته ورته فانټ جنبش صیب پخپله چمتو کړی و زموږ سره یې بڼه نه وه. په موندولو مو ډېر وخت تېر کړ."

د داوود جنبش ټینګار چې د اصلي نسخې روح ساتل او دواړو ترمنځ ورته والی و په ریښتیا هم دا لرغونی اثر د بشپړو محتویاتو سره لوستونکی د څه باندې یوې پېړۍ مخکې افغانستان ته ور ولي.

محمود طرزي

د انځور حقوق .
Image caption محمود طرزي دربار کې د نفوذ له امله سراج الاخبار د سمونپالو په ټریبیون بدل کړی و.

د سراج الاخبار بنسټګر محمود طرزی د غلام محمد خان زوی چې د محمدزیو له ټبر و.

نوموړی د امیرعبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال له خپلې کورنۍ سره د ګڼ شمېر نورو افغانانو په څېر جلا وطن یا له وطنه تبعید شوی و.

د عثماني ترکیې د ثقافت په مرکز دمشق کې استوګن شو او د نړۍ پوهه او سیاست کې یې سترګې پخې شوې.

په ترکیه کې د سید جمال الدین افغان سیاسي فکر چې د اسلامي نړۍ بیارغونه او له لودیځوالو سره سیالۍ ته چمتووالي د طرزي فکري بهیر او لیدلوری وخوځاوه.

* 'سینوهه'، د ښې ژباړې ښه بېلګه

* د ژباړې ستونزې او د سمون څو سپارښتنې

کله چې امیر حبیب الله خان په کال ۱۹۰۱ کې د پلار ځاینستی شو یو لړ بنسټیز کارونه یې پیل کړل لکه د حبیبیې لیسې او حربي ښوونځي بنسټول.

نوموړي د خپل پلار لخوا جلاوطن افغانان عفوه کړل. محمود طرزی هم خپل پلرني هېواد ته راستون شو.

طرزي له څو کلنو وروسته د سراج الاخبار دوه اوونیزه خپرېدنه د افغانستان د لومړني چاپي اخبار په نوم پیل کړه.

له سراج الاخبار مخکې

د انځور حقوق Junbish Facebook
Image caption ډاکټر داود جنبش وايي، د ځینې کلیمو د ژباړې لپاره یې ژبپوهانو ته ټلېفون کړی دی.

که څه هم د امیرشیرعلي خان په واکمنۍ کې شمس النهار تر هغې مخکې و.

د امیرعبدالرحمن خان په دوره کې د دولتي خبرونو او فرمانونو لپاره د روزنامچې په نوم یو څه چاپېدل.

د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ په لومړیو کې په همدې نوم یعنی سراج الاخبار یوه بله دوه اوونیزه خپره شوه خو یوازې یوه ګڼه یې په ۳۶ مخونو کې راووته.

طرزث خپله پنځونه لومړۍ بولي خو د پورتنیو ورځپاڼو پخلی د پوهاند عبدالحی حبیبي له څېړونو راڅرګندیږي.

سراج الاخبار د مسلکي ژورنالیزم په معیار اووه نیم کاله د محمود طرزي په مشرۍ په دوه اونیو کې یو ځل خپرېده.

د لومړي کال ګڼې یې طرزي په خپل قلم لیکلې، خو یوه نیمه مقاله له شاهي درباره، دیني عالمانو او عام وګړو په کې راغلې.

سراج الاخبار د حکومت تر کلک څار لاندې چاپېده.

د امیر حبیب الله خان ملکي سلاکار شاقاسي علي احمد د واکمن لخوا د څارونکي په څېر ګمارل شوی و.

د حی علی الفلاح په نوم یو سیاسي مطلب خپور شو.

په دې مطلب کې سیاسي طنز او د افغانستان تش په نامه خپلواکۍ په اړه یادونې شوې وې.

بریتانیوي هند کې انګرېزانو د امیرحبیب الله پر حکومت نیوکې وکړې.

شاقاسي علي احمد اړ شو چې له خپلې دولتي دنده نه استعفا وکړي او په خلاص لاس سراج الاخبار ته لیکنې وکړي.

پیغام او اغېز

د محمود طرزي په وینا د سراج الاخبار د خپرېدو په وخت کې د لوستو افغانانو شمېر له یوه سلنې لږ و.

خو ورسره د نوي ژورنالیزم بنسټ په افغانستان کې کېښودل شو.

سراج الاخبار نه یوازې کورني او بهرني خبرونو سپړل او یا د نړۍ ادبیاتو او ساینسي پرمختګ په اړه مالومات او ټولنیز تهذیب ته یې پام و، بلکې د هغه سیاسي شعور زېږنده هم ده چې ملت پالنه او د اسلامي هېوادونو یووالی او پرمختګ او اصلاحاتو پوهاوی و.

د سراجیې او امانیې پېر د لیکوالې او څېړونکې اغلې مې سکنېسې په باور سراج الاخبار د افغانانو سترګې ځان او نړۍ ته پرانیستې:

"طرزي د کلتوري او ټولنیزو فکرونو ملاتړ کاوه. د علم او عرفان زدکړې یې هڅولې او ښځو ته یې د تعلیم حق غوښته."

سراج الاخبار په ډیری ګڼو کې د نړۍ مخورو ښځو پېژند لیک خپراوه.

د ملت پالو خپلواکۍ غوښتونکو په منځ کې یې همغږي وموندل لکه عبدالهادي داوي، عبدالرحمن لودین، تاج محمد پغمانی، محمد خان ناصري، مولوي عبدالروف کندهاري او نور، چې هر یوه د سراج الاخبار په لیکنو کې ونډه درلوده.

سراج الاخبار له غازي امان الله خان سره چې د محمود طرزي زوم و د سیاسي تګلارې په ټاکلو کې مرسته کړې.

نن ورځ په پښتو ژبه ګڼ شمېر کتابونه چاپېږي. له بده مرغه ډېری یې داسې دي چې د خپل چاپ شوي کاغذ وړتیا نه لري.

له نېکه مرغه کله نا کله داسې کتابونه هم راوځي چې لوستونکی فکر ته هڅوي، ذهن پرې روښانېږي او تل پاتې کیږي. سراج الاخبار د کتابونو لړۍ له دوهمې ډلې ده.

د سراج الاخبار د مخ کتنی لومړۍ غونډه به د لندن مېشتو افغانانو په ټولنه کې د همدې میاشتې په ۲۶ مه کیږي.