نرواکي څه ده؟

د انځور حقوق Getty Images

هغه وخت چې بارک اوباما د امریکا ولسمشر شو، په یوټیوب کې مې د یوه تورپوستي ویدیو وکتله. تورپوستي له توپېري چلنده شکایت کاوه، ویل یې ستونزه دې کې نه ده چې موږ سیاسي واک نه درلود، بلکې مشکل د خلکو په چلند او ذهنیت کې دی چې زموږ پر وړاندې یې لري.

طبعاً د اوباما ولسمشري به د دې په حل کولو کې مرسته وکړي، خو جرړې یې نه شي ایستلی. نرسالاري هم همداسې یو څه ده. نرسالاري دا نه ده چې څو نرانو په پيسو، سیاست او شتمنۍ خیټه اچولې، بلکې دا یو کلتور دی، دود دی، رواج دی، ذهنیت دی، یو فکري مسیر دی، او انګېرنه یې ښايي دا وي چې ښځې حق نه لري یا ښځې باید د نرانو غوندې یو ‌‌‌‌‌‌ډول فرصتونه و نه لري.

دا ذهنیت لازمه نه ده چې یوازې نران دې ولري، بلکې خپله ځینې ښځې هم په شعوري يا غير شعوري ډول د دې پالونکې دي.

د انځور حقوق Getty Images

کله چې وګړیو ومنله چې دوه کسان باید یو ‌‌‌‌‌‌ډول فرصتونه ونه لري، بیا د خپل فکر توجیح کولو ته بېلابېل دلایل تراشي. نرسالاره ټولنه کې تل خبره د ښځې د کمزورې ګڼلو هم نه وي. مثلاً دا ‌‌‌‌‌‌ډېره طبیعي او عادي ورښکاري چې یوه نجلۍ ښوونځي ته ولاړه نه شي.

اول هېچاته دا پوښتنه نه پيدا کېږي چې لور ولې ونه لېږي. دویم چې کله مور یا پلار هڅه کوي، نو هلته د دوی خن‌‌‌‌‌‌ډ دا نه وي چې لور له زویه کمزورې ده او څه به زده نه کړي. بلکې بحث دا شي چې ښه!! نجلۍ باید د باندې ولاړه نه شي. حتا که پام وکړئ، تر اووه کلنۍ یې لېږي خو له هغه وروسته یې په کاله کړي، او د ‌‌‌‌‌‌ډېرو دلیل دا نه وي چې د دې نجلۍ عقل یا مازغه کم وو، بلکې لور ده او د ښې! لور ځای کور وي.

که پام وکړئ کله چې نجلۍ د باندې وځي د کورنۍ له غړیو نېولې بیا تر دوستانو د ټولو سپارښتنه دا وي چې ځان وساتي.

یا په کور کیني، که نه نو په لار یې نران ځوروي. خو همدا وګړي، حتا مور خپل زوی ته نه وايي چې ته د باندې وتلې نجونو ته مزاحمت مه کوه.

د انځور حقوق Getty Images

په دغه مسله که څه هم تاوان هلک اړوي، خو له نقد او نېوکې مبرا دی. لکه غرڅې ته چې وایې د ځنګله یوه کونج کې پټه شي، حرکت ونه کړي، خو د ښکاري له لاسه ټوپک نه اخلې چې ښکار یې نه کړي.

له همدې څرګندېږي چې، نرسالاره ټولنه د دې لپاره چې یوه برخه له فرصتونو محرومه کړي، د نرو او ښځو لپاره جلا، جلا اخلاقي تعریفونه پيدا کوي او ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت ښځې د دې قرباني وي.

ښځه د دې لپاره چې خپله یوې ‌‌‌‌‌‌ډېرې عادي هیلې ته ورسېږي باید لسګونو ته د دې حساب ورکړي چې ګوندې غیر اخلاقي کار نه کوي. له نيمايي ‌‌‌‌‌‌ډېره انرژي یې په همدې لګېږي. دا باید په دومره پام روانه شي، لکه له سپين ټېکري سره چې په سکرو کې روانه وي، او باید تور نه شي.

په ټولګي کې یا له ټولګي د باندې چې یو نېم بحث د ښځو په حقونو او مسایلو راشي، ځینې ټولګیوال احساساتي شي. لومړۍ خبره دې چې مخته ږدي، وايي تا په دې برخه کې څه لوستي او څومره زده کړې دې پکې کړې چې پرې غږېږې.

ایا زما احساسات، تجربې او د سترګو لېدلی حال سم نه دی؟ که سم وي که نه، خو طبعا دروغجنې او کاذبې نه دي. لیکن ولې ردېږي؟ زه ډاډه يم چې که يوه هلک همدا هيله لرلې واى په لومړي ګام به چا خنډ او شک نه و ورته جوړ او پيدا کړى.

نرسالاري ‌‌‌‌‌‌ډېرو وړو شیانو کې ده. مثلا کله چې خبریالان یا خبریالانې خپل ټول مخاطبین نارینه خطابوي. یا لیکوالان او لیکولانې خپلو کتابونو کې د (لوستونکې) ذکر چېرې نه کوي، خو د (لوستونکي) یادونې یې کتاب پر سر اخیستې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له نر سالاري سره باید په هر کور، هر ښوونځي، هر پوهنتون، هر کاري چاپېریال او بالاخره هر فرد او فردې سره مبارز وشي.

‎دا او دې ته ورته فکرونه، ذهنیتونه، کارونه او باورونه نر سالاري ده.

‎خو د دې د بدلولو لار دا نه ده چې څو ښځې په رنګه پړونیو کې په ځینو دولتي څوکیو کېني. یا دا چې ځینې پروژې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره واخیستل شي او د دوی د اقتصادي پياوړتیا نوم ورکړل شي. یا دې ښځو ته بې ځایه امتیاز وغوښتل شي.

بلکې له نر سالاري سره باید په هر کور، هر ښوونځي، هر پوهنتون، هر کاري چاپېریال او بالاخره هر فرد او فردې سره مبارز وشي. که کورونه اصلاح شي ټولنه به خپله ورو ورو دا لاره ومني.

په کور کې زوى او لور ته په خوله نه بلکې عملآ په يوه سترګه کتل غوره پيل دى. دا ښايي نسلونه، نسلونه وخت وغواړي، خو لږ تر لږه پيل خو به یې شوی وي.