د ولسي جرګې له تېرو ټاکنو څه درس اخیستلی شو؟

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې زما لپاره یوه جالبه، خو په ورته وخت کې دردناکه شخصي تجربه دا وه چې یو نژدې ملګرى مې له باميانو ننګرهار ته ولاړ او غوښتل یې چې هلته د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي خو له بده مرغه د ټاکنو پر ورځ پاچا د يوې چاودنې له وجې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. د ده له دې کاره راته څرګنده شوه چې دا ځل افغانان د ټاکنو په اړه څومره هیله من وو، او پکې د ګډون لپاره څومره لېواله وو.

پوښتنه دا ده چې د افغانانو دومره جدیت او لېوالتیا کوم ځای هم ونیوه او که نه. غواړم چې د ټاکنو د کمیسیون د یوه مامور په توګه دلته خپله تجربه او نظر شریک کړم، او د ځینو ستونزو یادونه په دې نیت وکړم چې راتلونکې کې یې مخنیوی شوی وي.

سره له دې چې ټاکنې کابو څلور کاله وځنډېدې خو بيا هم د ټاکنو کميسون په دې ونه توانېد چې په بشپړه توګه رڼې او له فساده ډکې ټاکنې ترسره کړي.

د افغانستان په څېر هېواد کې د ټاکنو په پروسه کې د بشپړ روڼوالي تمه کول هم ښایي بېځایه وي، خو ډېرې داسې ستونزې وې چې باید وار د مخه حل شوې وای، او اوس هم که جدي پام ورته وشي نو په راتلونکي کې به د ټاکنو بهیر له ډېرو جنجالونو پاک کړي.

افغان ټاکنې: دوه ورځو کې یو زر شکایتونه ثبت شوي

افغان ټاکنې: د کابل ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

له کندهار او هرات پارلمان ته تر ډېره نوي کسان بریالي شوي

د راېې ورکوونکو له نیمګړو لېستونو نيولې د رایې ورکونې د مرکزونو تر بندېدو، ناوخته پرانيستل کېدو، مرکزونو ته پر وخت د حساسو موادو نه رسېدل، د راېې د مرکزونو لپاره د نقشې نشتوالی او د ټاکنو پر ورځ د مرکزونو بدلېدل د تېرو ټاکنو جدي ستونزې وې.

خو په دې ټولو کې یوه ستونزه هم داسې نه وه چې وار د مخه یې مخنیوی نشو کېدلی.

د ټاکنیزو کمېشنرانو د عملي او علمي وړتیا په اړه هم پوښتنې موجودې وې. د دوی ترمنځ همغږي کمه وه، او پخپله د کمیسیون او دارالانشا ترمنځ هم همکاري تر دې بهتره کېدلی شوه.

نو څه بايد وشي؟

د انځور حقوق Getty Images

په دې کې شک نشته چې د ټاکنو کمیسیون کې اصلاحاتو ته اړتیا شته. د اصلاحاتو دا لړۍ بايد له ټیټې کچې پیل شي او بره ولاړه شي، یعنی باید bottom up approach یا تګلاره خپله شي.

پدې وروستيو کې ولسمشراشرف غني يو فرمان جاري کړ چې د دولت هيڅ کارمند په يوه اداره کې د پنځو کلونو نه زيات کار نشې کولاى. د ولسمشر د دې فرمان سره سم ددې تګلارې له مخې باید زياتره کار کوونکي چې له ۱۳ کلونو راهیسې په کميسون کې کار کوي بدل شي، او ځینې نور چې له کلونو راهيسې په خپلو ولایتونو کې پر پخوانیو پوستونو کار کوي ، باید یا نورو سیمو ته ولېږل شي او یا هم نوي کسان یې پر ځای وګومارل شي. دې سره به هغه فاسد ارتباطي زنځیر هم مات شي چې له مرکزه د ولايت تر محله غځېدلی. ځکه همدا لاندې طبقه په اصل کې ټاکنې کوي.

په دویم ګام کې باید پخپله د کمیسیون جوړښت ته له سره کتنه وشي. هغه داسې چې بايد د دارلانشا او د کميسیون ترمنځ او همدارنګه د ننه په دارلانشا کې د ټولو رياستونو تر منځ کاري ساحه او مسوولیتونه بايد مشخص شي.

د دارالانشا او کمیسیون تعریف، دندې او مکلفیتونه باید بیخي روښانه شي.

پخواني اسناد نوې ټاکنې

دې سره به نه يوازې وظيفوي لاسوهنه ختمه شي بلکې اداره به لا منظمه او د چارو پایله به ېې لا مثبته او اغيزناکه شي.

له ټاکنیز بهیر سره پخپله د کمېشنرانو نابلدي هم جدي ستونزه ده. تر هغې چې دا کسان ځان له سیستم سره بلدوي، اوبه له ورخه تېرې وي. حل یې په دې کې دی چې حکومت د ټاکنیز بهیر د تنظیم لپاره یو نوی او په ټولو مهارتونو سمبال نسل یا کاري ځواک و روزي.

په تیرو ۱۷ کلونو کې په بنسټیز ډول د ادارو جوړولو ته پام نه دی شوی. د کمیسیون کارکوونکي ډېری وخت پخواني اسناد کاپي کوي او په نویو ټاکنو ېې عملي کوي.

یو لامل یې دا دی چې د شننې او ارزونې لپاره وخت نه وي، او که وخت وي هم، کمیسیون د دې کار لپاره اړین مېکانېزم نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسي جرګې د ټاکنو د ټولو ولایتونو پایلې لا مالومې نه دي.

په نورو اصلاحاتو کې په کمیسیون کې د ګومارنو بهیر باید ساده او روڼ شي، کاري ځواک باید مسلکي شي او د کمېشنرانو په قرارداد کي باید دا ښکاره وي چې که ګومارنه کې هر ډول مداخله کوي، په اصل کې سیاسي فساد کوي.

د خلکو باور ترلاسه کولو او د ستونزو ارزولو لپاره یې بايد د شکايتونو د حل کولو يو سيستم رامنځته شي.

د ولس غږ باید د راېې د ثبت نه نيولې د ټاکنو تر ورځې پورې واوريدل شي. دې سره به نه يوازې د خلکو ستونزې پر وخت حل شي بلکې پر کمیسیون باور به هم پوخ شي او د روڼتیا تظمین به هم وشي.

ورته مطالب