د شکرې ناروغي څه شی ده او څنګه ترې ځان ساتلای شو؟

شکر د انځور حقوق Getty Images

د شکرې، شوګر یا ډایابيټ ناروغي په ګرده نړۍ کې په زیاتېدو ده او زموږ په سيمه کې خو دومره ډېره شوې چې د چا خبره پخوا به دې له چا پوښتنه وکړه چې څنګه یې؟ وېل به یې شُکر دی، خو اوس چې له چا هم د حال پوښتنه کوې وایي، شوګر دی!

د روغتیا د نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې پر ډیابيټ د اخته کسانو شمېر په ۱۹۸۰ کې له ۱۰۸ ملیونو، په ۲۰۱۴ کې ۴۲۲ ملیونو ته لوړ شوی دی او په درسته نړۍ کې اته نيم سلنه خلک د شکرې ناروغان دي.

په برتانیا کې له ۴۵-۵۴ کلنو خلکو کې هر لسم کس د شکرې ناروغ دی او له ۷۵ کلنی پورته بیا نژدې هر څلورم کس دا ناروغي لري.

دا بيماري د پرمختللیو ملکونو پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې په چټکۍ زیاتېږي.

د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.

ولې په شکره ناروغۍ اخته کېږو

د بنیادم په خېټه کې د معدې شا ته پنکریاز پروت دی چې د نورو انزایمونو او هارمونز تر څنګ انسولين هم جوړوي.

د انسان د خوړو ډېری برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدليږي چې لویه برخه یې د ګلوکوز په بڼه وينې ته جذب کيږي او د بدن ژونکې یا حجرې یې د انسولين په ذريعه د انرجۍ لپاره د سون توکي په توګه کاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.

که چېرې دغه مهم هارمون یعنې انسولين نه جوړيږي او یا کار نه کوي نو بدن ګلوکوز د انرژۍ لپاره نه شي کارولی او په وينه کې یې کچه لوړېږي چې دې حالت ته د شکرې یا شوګر بيماري وایي.

په عام ډول د شکرې ناروغي دوه ډوله ده چې اول او دویم یا (ټایپ ۱) او (ټایپ ۲) ډایابيټ یې بولي.

په شکره اخته کسانو کې اټکل لس سلنه خلک په ټایپ ۱ او نوي سلنه بیا په ټایپ ۲ ډایابيټيز اخته دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا بيماري د پرمختللیو ملکونو پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې په چټکۍ زیاتيږي.

ځينې میندې د امیدوارۍ په موده کې د شکرې لوړېدو سره مخامخېږي چې دې ته د مېندوارۍ ډایابيټ یا (ګېسټېشنل ډایابيټيز) وایي چې له زېږون وروسته بېرته نارمل حالت ته راستنيږي، خو په دوی کې د عامو خلکو پرتله پر ټایپ ۲ ډایابيټ د اخته کېدو خطر یو څه زیات وي.

ټایپ ۱ ډایابيټ

د شکرې دغه ډول په ماشومانو او ژڼيو کې پیدا کېږي.

دا یوه آټوامیون ناروغي ده چې د انسان بدن د پنکریاز د هغو ژونکیو یا حجرو پر ضد چې انسولين توليدوي انټي باډيز جوړوي اوهغه له کاره غورځوي، نو په دې ډول په بدن کې انسولين بيخي جوړيږي نه او د شکرې د کنټرول لپاره لازمه ده چې په پوستکي کې د پېچکارۍ یا پمپ په ذريعه انسولين واخيستل شي.

د دې ناروغۍ نښې په ورځو او اوونیو کې ځان جوتوي.

افغانستان کې د شکرې ناروغي 'بې ساري ډول' په ډېرېدو ده

"په تېره يوه لسيزه کې د شکرې ناروغي ۶۰ سلنه زياته شوې"

شکر ناروغي څه ده او څنګه ترې بچېدلی شو؟

که په وخت یې درملنه و نه شي، په وينه کې زیاته شکره له متیازو سره وځي چې بدن د اوبو له سخت کمښت سره مخامخېږي، وينه تېزابي کېږي چې 'ډایابيټېک کيټواسيډوسز' یې بولي، انسان کوما ته ځي او د مرګ زیات خطر لري.

ټایپ ۲ ډایابيټ

د شکرې دغه عامه ناروغي عموماً په لویانو کې پېښيږي خو په تنکیو ځوانانو کې یې هم پېښې ثبت شوې دي.

دا هم د انسولين د کمښت یا د هغه په مقابل کې د بدن د مقاومت یا دواړو له وجې رامنخته کېږي، نو د درملنې لپاره یې هم داسې دارو درمل او ګولۍ ورکول کېږي چې د انسولين جوړيدل زیات او په مقابل کې یې د بدن مقاومت او حساسیت کم کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شکرې ناروغانو ته د پیچکارۍ له لارې انسولین ورکول کېږي

ډېری خلک به کلونه په ټایپ ۲ ډایابيټ اخته وي خو تشخيص به یې نه وي شوی او د بدن په غړیو کې به یې ستونزې رامنځته کړې وي ځکه پنکریاز لا هم څه نا څه انسولين جوړولی شي.

همدا لامل دی چې که څوک د شکرې مرض نښې ولري بایده دي چې له ډاکټر سره مشوره وکړي چې ناروغي یې پر وخت تشخيص شي او د بدن پر بېلا بېلو غړیو یې د ناوړه اغېزو مخه ونيول شي.

د شکرې ناروغۍ نښې نښالې

  • تنده یا زر زر تږي کېدل
  • د تشو بولو زیاتېدل
  • د ستومانۍ او ستړیا احساس
  • د وزن کمېدل
  • په سپوخس او غولنګونو کې خارښت او په فنګس اخته کېدل
  • د زخمونو زر نه رغېدل
  • په سترګو خړه یا د نظر کمېدل

د شکرې ناروغي څنګه تشخيص کېدلای شي

په نارمل حالت کې په تشو بولو کې شکره نه راوځي، خو که په وينه کې یې کچه لوړه شي، نو د متیازو یو ساده ټسټ یا معاینه یې په بولو کې د راوتو پته لګولای شي او په نهره یا هم له خوراک وروسته د وينې معاینه یې تشخيص کره کولای شي.

په وينه کې د (اېچ بي اې ون سي) په نامه یوه توکي کچه یې هم د تشخيص لپاره غوره کړای شوې ده.

درملنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین د شکرې ناروغانو ته په خوړو کې د لازم احتیاط مشوره ورکوي

د شکرې ناروغۍ په منجمېنټ کې مناسب خوراک ډېر رول لري. د وزن کموالی، فيزيکي فعالیت او ورزش یې په درملنه کې زیات مهم دي او اوږد مهاله خطرونه یې کموي.

د وينې فشار او کولېسټرول کنټرول یې پر بدن د بدو اغېزو په کمولو کې مرسته کوي. په ټایپ ۲ ډایابيت اخته ځينې کسان یوازې په دغو لارو چارو سره خپل شکر قابو کولای شي خو ځينې نور بیا ګولیو او یا انسولين ته اړتیا پیدا کوي.

د شکرې ناروغانو ته ښایي چې د خپل ډاکټر سره په اړيکه کې وي او د خپل زړه، سترګو، بډوډو او پښو خاص خیال وساتي.

اړونده مطالب