افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

له ښۍ خوا: اشرف غني، شیر محمد عباس ستانکزی او حنیف اتمر د انځور حقوق Getty Images/ARG
Image caption له ښۍ خوا: اشرف غني، شیر محمد عباس ستانکزی او حنیف اتمر

د امریکا حکومت له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو را وروسته د افغان سولې په بهیر کې ډراماټیک تیزوالی راغلی.

په تېرو څلورو میاشتو کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ درې رسمي ناستې شوې. د دغو ناستو وروستۍ غونډه په قطر کې د پلان پرخلاف شپږ ورځې روانه وه.

تمه دا وه چې کېدی شي دواړه خواوې کوم ځانګړي جوړجاړي ته ورسېږي او د سولې بهیر په لړ کې به ښکاره پرمختګ وشي، خو د تمې پرخلاف غونډه یوازې په مطبوعاتي بیانیو پای ته ورسېده.

مطلب دا چې د سولې بهیر له ډېرو هلو ځلو وروسته هم دا مهال کوم ځانګړی لوری نه لري.

د قطر وروستۍ ناستې نه پس د سولې د بهیر د بري په صورت کې د موقت حکومت جوړول تر ډیره د ولس او سیاستوالو ترمنځ د بحث لامل ګرځېدلی.

یو شمېر سیاستوال او د هغوی پلویان سوله د موقت حکومت په بدل کې غوره جوړجاړی ګڼي، خو د موقت حکومت طرحې د افغان ولس ترمنځ د نویمې زیږدیزې لسیزې په پیل کې د مجاهدینو د تنظیمونو ترمنځ جوړ د موقت حکومت او له هغه وروسته خد ونړیو کورنیو جګړو غمجنې خاطرې را ژوندۍ کړې دي.

د افغانانو له کورني تاریخ اخوا په نړیواله کچه هم د موقتو حکومتونو تجربه تر ډېره بریده ناکامه او د کورنیو جګړو لامل ګرځېدلې.

په دې لړ کې د بېلګې په توګه د مرکزي افریقا جمهوریت او سوېلي سوډان کې له خپلواکۍ وروسته ناکام موقت حکومتونه د یادونې وړ دي.

د نظام ړنګول

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر شیرمحمد عباس ستانکزي وروستیو خبرو چې ګوندې له سولې وروسته به ملي اردو منحل او نوی اردو جوړ کړي، دا وېره پیدا کړې چې ګوندې یو وار بیا به د افغانستان نظام له منځه یووړل شي.

اوسني حالت کې د افغانستان حکومت او امریکا د سولې د بهیر په اړه سره یوه خوله نه دي. همدا راز د افغانستان حکومت او سیاستوال هم په دوه جلا کرښو کې ولاړ دي.

بل لور ته سیمه ییز لوبغاړي لکه روسیه او پاکستان د خپلو سیاسي موخو ترلاسولو لپاره منډې ترړې وهي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه لړ کې دده سلاکاران هر یو حنیف اتمر او اکرم خپلواک هغه نومونه وو چې د سولې په برخه کې یې د افغان حکومت چارې په تېرو څلورو کلونو کې تنظیم کړې وې.

دې وضعیت ته په کتو په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتګ ننګونو سره مخ دی.

د افغانستان حکومت د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې د سولې لپاره زړور ګامونه پورته کړل چې له کبله یې طالبان تر خورا ډېر فشار لاندې راغلل.

خو وروستیو کړنو د حکومت د نېک نیت په اړه شکونه پیدا کړي. د بېلګې په توګه افغان ولسمشر تېر کال د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کانفرانس کې د بې قید و شرطه مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو بیا یې په نومبر کې په جنیوا کانفرانس کې د سولې نوې نخچه چې خورا ډېرو وضاحتونو ته پکې اړتیا وه وړاندې کړه.

همدا راز، د سولې د شورا په شتون کې د یوې خورا کمزورې مذاکراتي ډلې او د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو اعلانول هغه ګامونه وو چې د سولې ټول بهیر یې له یو څه ګډوډۍ سره مخامخ کړ.

د یادونې وړ ده چې افغان ولسمشر د خپل ټیم ځینې هغه تکړه غړي هم د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې له لاسه ورکړل چې د سولې په څېر حساسو مسایلو کې یې شتون حکومت ته ډېر مهم و.

دوه صفونه

په دغه لړ کې دده سلاکاران هر یو حنیف اتمر او اکرم خپلواک هغه نومونه وو چې د سولې په برخه کې یې د افغان حکومت چارې په تېرو څلورو کلونو کې تنظیم کړې وې.

بل خوا د ولسمشر او د هېواد د ځینو سیاسي څېرو ترمنځ واټن چې له پخوا موجود و، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې لا پسې پراخ شوی.

له همدې کبله دا مهال د سولې د بحث په لړ کې حکومت په یو صف او له حکومته د باندې سیاستوال بل صف کې لیدل کېږي.

د سیاستوالو وېش د افغان حکومت او سولې د بهیر لپاره ننګونه ده، خو د سولې د راتلونکو پړاوونو په اړه د دغه ډلو دریځونه هم د اندېښنې وړ دي، چې د موقت حکومت ملاتړ یې په سر کې دی.

د سیاسي څېرو خپلسرو کړنو په لړ کې روانه اونۍ یو شمېر سیاسي مشران مسکو ته د بین الافغاني مذاکراتو تر عنوان لاندې د طالبانو او له بهره ورغلیو افغانانو سره ناسته لري.

په داسې یوه غونډه کې چې د افغانستان د حکومت رسمي استازي پکې حضور نه لري، د سیاسي نخبه ګانو ګډون د طالبانو هغه هڅه بریالۍ کوي چې غواړي د افغانستان نظام او حکومت حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي او یا یې هم له بهیر څخه د باندې کړي.

دا ډول ناستې به هغه نظام چې د دفاع او پیاوړتیا لپاره یې افغانانو خورا ډېر تاوان ګاللی، له سختو ننګونو سره مخ کړي.

بله خوا به دا ډول ناستې د عباس ستانکزي هغه طرحه هم پیاوړې کړي چې د افغان ملي پوځ د منحل کېدو په اړه یې په خپله وروستۍ مرکه کې یاده کړې وه.

که څه هم په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې دا غونډه په مسکو کې مېشتو افغان کډوالو جوړه کړې او د روسیې حکومت کوم رول پکې نه لري، خو دا یوه مالومه خبره ده چې د روسیې په څېر هېواد کې دا ډول غونډې د حکومتونو له ملاتړ پرته شونې نه وي.

داسې مهال چې د افغانستان د سولې بهیر تر بل هر وخت ډېر حساس پړاو کې دی، اړینه ده چې افغان حکومت، سیاستوال او طالبان مسوولانه چلند وکړي.

حکومت چې دا اوس د سیاستوالو سره په یو ډول سړه جګړه کې ښکېل دی د هېواد په کچه د ستر مسول په توګه باید خپل د ولسمشرۍ ټاکنیز سیاست د سولې له سیاست څخه را بېل کړي او د سیاسي اجماع لپاره جدي کار وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان حکومت د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې د سولې لپاره زړور ګامونه پورته کړل چې له کبله یې طالبان تر خورا ډېر فشار لاندې راغلل.

سیاستوال دې هم د حکومت سره د مخالفت پرځای د حالاتو حساسیت درک کړي او د سولې په چارو کې دې نظام اصل وګرځوي.

همدا راز، طالبان باید په مذاکراتو کې د حکومت ګټلو پرځای د خپلې مبارزې موخې، چې له هېواده د بهرنیو پوځیانو ایستل وو، لومړیتوب وګرځوي.

که داسې یې وکړل نو ښایي ولس یوه ورځ حکومت دوی ته د سیاسي مبارزې په بدل کې ورکړي.

که په افغان کشاله کې ښکېلو خواوو مشرتابه خپلې موخې سره همغږې نه کړي او د شخصي ګټو پرځای ملي ګټې لومړۍ نه کړي، نو وېره ده چې افغانستان د نویمې لسیزې کورنۍ جګړې یو وار بیا وویني.

خو توپیر به یې دا وي چې دا ځل ښایي د جګړې اور دومره تود وي چې د افغانستان وجود ته خطر پېښ کړي.

افغان ولس د سولې غوښتونکی دی، خو د یوې داسې سولې چې ثبات یې تضمین وي، د افغانستان راتلونکی برخلیک پکې روښانه وي، نه دا چې د تېرو تجربو په څېر موقت جوړجاړی وشي.

*مشتاق رحیم د شخړو او سولې کارپوه، څېړونکی او شنونکی دی. نوموړی په کابل کې د افغانستان د چارو د مرکز Afghanistan affairs council د رهبرۍ هیات غړی هم دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.

ورته مطالب